هدایت الله هدایت
په امريکا کي د نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ او وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي د امريکا د خورا مهمو او مشهورو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي ، لکه څنګه چي په تېره برخه کي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په هکله په اجمالي توګه څه وليکل سوه ، دغه درې سره ورځپاڼي په ټوله امريکا کي د يهودانو د تبليغاتي لويو شرکتو تر سيطرې لاندي دي او ددې هيواد پر دولت، د هغه پر سياست، دهغه پر سرمايه دارۍ سيسټم، د سرمايې پر دوران،، د کار، فرهنګ او هنري
که څه هم د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د نړۍ د نورو ورځپاڼو سره د مقايسې له رويه دونه پر تيراژه لويه ورځپاڼه نده ، د ورځي څه کم يو مليون نسخې او د يکشنبو په ورځو کي نيژدې يونيم مليونه نسخې خپروي . په نړۍ کي زياتي داسي ورځپاڼي لکه په جاپان کي د يوميوري شمبون ورځپاڼه سته چي تيراژ يې ان د ورځي و ۱۵ مليونه نسخوته رسيږي . خو نيويارک ټايمز ورځپاڼه ځکه قوي ترينه او ترټولو تاثير ناکه او بارسوخه ورځپاڼه ده چي سياست پوهان، هغه بانفوذه کسان چي په دولت کي کليدي او غټ منصبونه لري ، د لويو شرکتو ، د لويو کمپنيو د بانکو او لويو کاخانو خاوندان، حتی د نورو ورځپاڼو چلوونکي او راډيويي او ټلوېزوني شبکې دا ټوله هر سهار اول نيويارک ټايمز وايي او په دې ورځپاڼه کي د خپاره سوي پيښو ، خبرو او مقالو څخه خپل مطلب اخلي او دهغو پر بنياد بيا خپل سياستونه ټاکي . نيويارک ټايمز په امريکا او نړۍ کي د ثروتمنده يهودانو تر ټولو مهمه تبليغاتي ارګان دئ .
په امريکا کي د يهودانو تبليغاتي قدرت د هغوی و تبليغاتي شبکو ته دا امکان ورکړی دئ چي د امريکې ورځپاڼي او نوري عمده رسنۍ په خپل واک کي راولي او هغه بيا په لويو برخو کي بسته بندي او سره و اوډي . د امريکا د ورځپاڼو څخه يوازي په سلو کي پنځه ويشت ددې دسته بنديو څخه دباندي خپروني کوي ، خو هغوی هم د زياتو وجوهاتو له کبله مستقل چلند نسي کولای ، ځکه چي دوی داسي کوم ثابت عايداتي مدرک نه لري او ډېر لږ يې حتی د خپلو ليکوالانو او خبريالانو د معاش تر عهدې را وتای سي . زياتره دغه ورځپاڼي خپل کورني اوبهرني خبرونه د نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ، وال سټريټ ژورنال او يا لاس انجلس ټايمز غوندي لويو ورځپاڼو څخه کاپي کوي او په واقعيت کي په هغوی باندي اتکاء لري . دغه ورځپاڼي که د غير يهودي کسانو لخوا خپريږي خو د خپلو مصارفو او بودجې د پوره کولو د پاره د يهودي شرکتو او کمپنيو په اعلانو ځان چلوي او پر هغوی باندي متکي دي، ځکه نو په خپلو خپرونو کي هغه تبليغات او سياستونه تعقيبوي چي د يهودانو ګټي پکښې تأمينيږي او دهغوی فکري خطونه پکښې منعکس کيږي . دغه ورځپاڼي که وغواړي خپل کار ته دوام ورکړي نو مجبوره دي د هغوی د مواضعو څخه دفاع وکړي او همداسي يوه لاره ووهي، د هغه نه ماسېوا نيمه خوا پاته کيږي .
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د کال ۱۸۵۱ د سپټامبر پر اتمه د وخت د سياستپوه او خبريال هنري جاريس ريمونډ Henry Jarvis Raymondاو يوه بانک لرونکي جوړج جونز George Jones لخوا خپره سوه. په اول سر کي دغه ورځپاڼه « نيويارک ډېلي ټايمز» په نامه يادېدله ، خو شپږ کاله باد يعني په ۱۸۵۷ کي د نيويارک ټايمز په نامه و نومول سوه . دغه ورځپاڼه په کال ۱۸۹۶ کي د يوه مالي بحران سره لاس او ګرېوان سوه چي په نتيجه کي اډولف اوش Adolph Ochs چي روسي الاصله يهود وو رانيوله .. دغه ورځپاڼه د هغه راهيسي د اوش سالزبرګر د کورنۍ په ملکيت کي ده . دنيويارک ټايمز د کمپنۍ برحاله د مديره هيئت ريئس د همدې کورنۍ غړی آرتور سلزبرګر جونير Arthur Ochs Sulzberger Jr. دئ .
د سلز برګر کورنۍ د نيويارک ټايمز شرکت په نامه په امريکا کي يو مخکښه شرکت دئ چي د يهودانو د رسنيو لويه امپراتوري يې جوړه کړېده . د نيويارک ټايمز د ورځپاڼي سربېره ، اتلس نوري ورځپاڼي او د هغې جملې نه د انټرنېشنل هيرالډټريبون International Herald Tribune، او د بوسټن ګلوب Boston Globe په نامه مشهوري ورځپاڼي ، ۱۲ مجلې چي تيراژ يې و نيژدې ۵ مليونه نسخو ته رسیږي، راډيويي او ټلويزوني شبکې او د کتاب چاپولو ۳ غټ شرکتونه لري . دغه شرکت د ۵۰ ويب سايټو خاوند هم دئ چي په هغه کي د NYTimes.com، Boston.com او About.com مشهور سايټونه هم شامل دي . د نيويارک ټايمز ويب سايټ په کال ۲۰۰۸ کي ۱۴۶ ميليونه ليدونکي درلودل . پروسږ کال د نيويارک ټايمز کلنۍ بودجه دوه زره څلور سوه (۲۴۰۰)ميليونه ډالره وه ( دوه بيليونه او څلور سوه ميليونه ډالره) .
دغه ورځپاڼه يوازي په نيويارک ۱۶ ، په ټوله امريکا کي ۱۱ او په نړۍ کي ۲۶ دفترونه لري . هره ورځ بلاناغه په ټوله امريکا او د نړۍ په نورو برخو کي په يوه وخت کي د شلو غولپيکره مطبعو لخوا چاپيږي او سمدلاسه تر لوستونکوپوري رسيږي . نيويارک ټايمز ورځپاڼه د نورو په سلهاو کارمندانو، ژورنالستانو په ګډون يوازي ۳۵۰ ورزيده او نامتو فل ټايم ليکوالان په خپل خدمت کي راوستي دي . دغي ورځپاڼي تر اوسه د امريکا دپوليټزر ۱۲۵ ژورناليستکي جايزې وړي دي چي د نړۍ په ټولو ورځپاڼو کي يې ريکاړډ ټينګ کړی دئ .
دنيويارک ټايمز شرکت د خپل رسانه ای فعاليت اصلي هدف په عالي کيفيت سره د کره خبرونو تهيه کول، د معلوماتواو سرګرميو راټولول او خلکو ته د هغوی رسول ټاکلی دئ .
خو په عمل کي ډير داسي څه ليدل سوي دي چي ددې کړنلاري خلاف ورزي پکښې ثابته سي او ورځپاڼي خپل ځان تر زياتو پوښتنو لاندي راولي . د مثال په توګه هغه ډراماټيک او خونړی بدلون چي په ۱۹۶۵کي په اندونيشيا کي د پوځي کودتا له بابته رامينځته سو، نيويارک ټا يمز ددې تعهدپرخلاف واقعيتونه نکړه خپاره . په دغه هيواد کي د پوځ لخوا چي د سي آی اې او د امريکا مالي ، پوځي او تعلمي مرستي او مشورې ورسره وې يوه خونړۍ پوځي کودتا وسوه . ددې هيواد برحاله جمهور ريئس احمد سوکارنويې د کاره ګوښه او پر ځای يې ډيکټاټور جنرال سوهارتو و واک ته و رساوه . په دې کودتا کي د جمهور ريئس سوکارنو ټول سياسي پلويان او متحدين ددې هيواد د سياسي صحنې څخه محوه سول او د قريب يو مليون انسانانو په شاوخوا کي د سياسي قتل عام يوه هولناکه تجربه چي د هيټلري نازيانو را وروسته نه وه ليدل سوې، په دې هيواد کي ښکاره کړله . کودتاچيانو په سلګونه صحي کلينکونه، کتابخانې، مکتبونه او عام المنفعه تعميرونه په خپل کودتايي جريان کي د خاورو خاکه او په لکهاوو تنه يې ووژل . دغه وحشتناکه حادثه چي بېله شکه د خپلو سیاسي مخاليفينو قتل عام او يوه فاجعه وه چي کولای يې سوای د امريکا او نړۍ عام ذهنيت پاملرنه ځانته را جلب او د کودتا چيانو پرضد عکس العملونه را وپاروي او هغه وغندي . خو داسي و نسوه بلکه هڅه وسوه چي غربي رسنۍ د نيويارک ټايمز په ګډون پر هغه تله تېره کي او داسي يې و ښيي چي ګويا هلته خيرو خيريت دئ . په امريکاکي ددې تراژيدۍ خبر د درو مياشتو وروسته د ټايم په مجله کي او يوه مياشت وروسته بيا ( د اپريل پر پنځمه ۱۹۶۵) د نيويارک ټايمز په ورځپاڼه کي انعکاس و موند . جالبه خو لا دا چي د نيويارک ټايمز ورځپاڼي په سرمقاله کي د « د انډونشيا د پوځ دغه عمل د يوه مدبرانه او ډير هوښيارانه عمل » په حيث ستايل سوی وو .
ښايي متحده ايالات به د برحاله قانوني تضميناتو له بابته د نړۍ تر ټولو آزادي رسنۍ ولري، خو هغوی په خپلو خپرونو کي د بشريت د جهان شموله مفهوم کلمه بلکل حذف کړېده . مثلاً لکه ويټناميانو چي پخوا يې د امريکايي متجاوزينو په مقابل کي د خپل هيواد دفاع کوله او په زرهاوو تنه د امريکا د ځواک لخوا ووژل سوه کار پيټ بمونه او د ناپالم اور غورځوونکي بمونه ورباندي و اورېدل ، يا نني عراقيان او افغانان چي د خپل هيواد د سرنوشت د ټاکلو په خاطر د امريکا لخوا بمباريږي او هستي يې تباه کيږ ي، متجاوزه ځواک هغوی په سړوکي نه حسابي ، د رذيلو اوباشانو په حيث يې ګڼي، کثيف عناصر يې بولي چي بايد دهغوی سر ه بد سلوک وسي او د ابوغريب، ګوانټانامو او بګرام غوندي هولناکه زندانو کي زجر کشه سي . د عراق په هکله نيويارک ډېلي نيوز د خپروني په يوه جالبه خپور سوي خط کي ليکل سوي وه چي « د هر جي آی د وژلو په بدل کي بايد شل عراقيان اعدام سي » شايد د نيويارک ټايمز يا واشنګټن پوسټ ورځپاڼي به د داسي څه د خپرېدو څخه ډه ډه کړې وي، خو دغو دواړه ورځپاڼو د صدام حسين د ډله ائزه وژنو د خيالي زرادخانو په باره کي ډيري ډنډورې ووهلې او ډيري درواغجني افسانې يې جوړي کړلې ، په دې لاره کي يې ډير برجسته کردار ادء کړ . د هغه مقدماتي مراحلو په آغاز کي چي د امريکا په وحشيانه حملې باندي بدله سوه، دغه دواړو ورځپاڼو هيڅ يوه هم حتی يو تحقيقي مطلب خپور نکړ چي هغه څه رسوا کړي کوم چي د يوه سره درواغ وه . که په هغه وخت کي هغوی او نورو رسنيو او ټلويزونو داسي څه کړي وای ښايي چي نن ددغه بشري ضد جناياتو په ماموريت کي به په لسهاو زره انسانان ژوندي پاتي سوي وای .
د اسټرليا مشهوره ليکوال او وتلی ژورناليست جان پيلجر Pilger John وايي چي د واشنګټن پوسټ او نيويارک ټايمز دواړو ورځپاڼو پر عراق باندي د امريکا د يرغل لا ډېر بخوا « د مغزو په پرېمينځلو» کي برخه اخيستې وه . د نيويارک ټايمز د ورځپاڼي برجسته عنوانه داسي وه : «مخفي زرادخانه» [عراق] ،د جګړ ې د باکټرياوو پلټنه، يو فراري چارواکی په عراق کي د اټومي بم پرمختيا تشريح کوي، د کيمياوي او ذروي وسلو د اډو بياجوړونه د يوه عراقي له قوله، « د رسمي منابعو له قوله،د تښتېدلو عناصرو خبري د عراق پر ضد د امريکا موضع ته لا نور هم قوت ور کوي » . دغه مقالې محض تبليغاتي جنبه درلودلې او واقعيت يې نه درلود. جوډيت ميلر (Judith Miller )د نيويارک ټايمز وتلې ژورناليسته چي۸۵ ورځي يې په دې جرم چي ولي يې د خپلو اطلاعاتو منبع رسوا کړه، په زندان کي تيري کړې، په يوه ايمېل کي چي د واشنګټن پوسټ لخوا افشا سوه اعتراف کړی دئ چي د هغې د اطلاعاتو منبع بل څوک نه وو بېله احمد چلبي، هغه چي يو تبعيدي عراقی او تر تعقيب لاندي يو مجرم دئ د عراق د ملي کنګرې ( سی ان ای) رهبر چي مرکز يې په واشنګټن کي دئ او د سي ای اې لخوا يې ملاتړ کيږي . خو را وروسته د کانګرس د تحقيقاتو په نتيجه کي معلومه سوه چي قريب ټوله دغه معلومات د چلبي او د سی ان ای د تبعيديانو لخوا بې بنياده وې .
د نيويارک ټايمز د ورځپاڼي مشهوره خبريال جيسون بلير (Jayson Blair) چي د جعلياتو په متخصص او د انټرنيټي مقالود غل په نامه و شهرت ته ورسېد ددغي ورځپاڼي د اتبار ماهيت يې په مځکه وواهه . نوموړي خبريال چي په ۲۰۰۳ کي و استعفا ته اړ سو په لسهاو ساختګي خبرونه د خپل ځانه څخه جوړ کړي او نيويارک ټايمز ورځپاڼي به هغه په خپلو مخکښه پاڼو کي په برجسته او جاذبو عنوانو خپرول . ددې رسوايي په اړه د نيويارک ټايمز د تحريريه هيئت دوه لوړ رتبه غړي هاول رينز او جرالډ بويډ هم په هغه وخت کي استعفا ورکړه .
د نن ورځي د مولټي میډيا په بانډ بازيو کي او د مصرف خواته دښويېدلو و پروسې ته چي څوک ګوري د آزادي خبريالۍ او د تحقيق زمينه د تباهۍ سره مخامخ سوېده، حال داچي نن تر هر وخت زيات و هغه ته اړتيا ليدل کيږي . درواغ ؛ چي د دولتو او رسمي منابعو او په هغه پوري د تړلو رسنيو او ورځپاڼو عادي خاصه ده، داسي څه نه دي چي هغه دي د رسنيو په درسي صنفو کي چاته زده سوې وي . دغه کردار د ټولنيز قرارداد په خلاف يو عمل دئ چي ځيني بې مسلکه کسان او د رسنيو چلونکي بېله دېنه چي د خپل واقعي نقش په ماهيت پوه سي، د لويو قدرتو و يوې تبليغاتي دستګاه ته جذبيږي او د هغه دپاره کار کوي ، ددې لاري څخه غواړي ځان د شهرت او رسميت و دغه شاني يوه محور ته و رسوي .
کله چي و خلکو ته د اطلاعاتو د رسېدو پروسه د خرڅلاو په يوې متاع باندي اوړي نو په ورځپاڼو او نورو رسنيو کي د خبريالۍ نور مطالب لکه خبر، مقاله، تفسير او د سرګرميو د مضامينو محتوی هم خپله معنی د لاسه ورکوي او په دې توګه د خبريالۍ هغه اصلي او تحقيقاتي جنبه له مينځه ځي . خو ددې ټولو بدکرداريو سره سره عام باور خو داسي دئ چي د ژورناليزم په متن کي هغه سپېڅلي او شريفانه سنتونه هيڅکله هم نه بدليږي او هغه شريف او حق ګويه ژورناليستان او ليکوالان چي ځانونه د نوي نسل شريف استازي ګڼي هغوی د خپل انساني تعهد پر مبنا خپل رسالت ندی هېر کړی او نه يې هېروي .
کېدای سي څوک د امريکا د سرمايه داري نظام پر مطبوعاتو او رسنيو باندي بې نهايته څه ووايي ، څه وليکي او د هري خوا نه هغه را و سپړي . نن په امريکه کي د ورځي تر ۳۷۰۰ زياتي ورځپاڼي ، ۳۳۶۰ مياشتنۍ مجلې او ۶۶۰ اووه نيزي مجلې خپريږي ، هغه کالنۍ خپروني چي په مختلفو وختو کي چاپيږي حساب يې د ۲۲۰۰ څخه تېريږي ، ددې نه علاوه په دې هيواد کي ۸۹۱۰ راډيويي سټېشنونه او ۲۶۴۵ ټلوېزوني شبکې فعاليت کوي ، ددې سره يوځای په انټرنټ کي د آن لاين پراخه شبکه درګرده رشتيا او درواغ تبليغاتي وايروسونه خپروي ، نو که څوک يوازي دغه پورته ارقامو ته پام وکړي او د دغه عظيم تبليغاتي حجم و قدرت ته ښه ځير سي، او د هغوی د تأثيراتو و ژورتيا ښه ور ننوزي، نو په امريکايي ټولنه کي د يوې مشخصي پديدې سره حتمن مخامخ کيږ ي او هغه داچي د امريکا قريب اکثره خلک ددې تبليغاتي دستګاوو څخه بې اختياره خپل لوری ټاکي او دهغه څخه رنګ اخلي . څوک چي دغه رسنۍ په اختيار کي لري لکه موږ چې د سر په سترګو وينو، د هغوی اصلي هدف و عامو ولسو ته د درواغو او رشتيا په کتارولو سره د خپلو افکارو، دخپلوخيالاتو او دخپلو هدفو رسول دي، د هغه رواجول دي او دغه ولسونه بيا په ځان پسې را کشول دي ، هغوی په دې توګه دغه توان هم لري او کولای سي چي د همدې لاري ايسته او دوري ډيري حادثې را وزېږوي .
سرمايه داري نظام په خپل د چل او فريب کارۍ په مسير کي د ډله ائزه رسنيو د لاري د خلکو په ذهنو کي ځان ځايوي او د انسانانو په مغزو او زړو کي لاسوهنه کوي . هغه خبري جريانونه چي د څو محدود او معلوم الحاله شبکو يا د نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ، وال سټريټ ژورنال غوندي ورځپاڼو دلاري او يا نور آژنسو لخوا و ټولي نړۍ ته جوړيږي هغه يو جانبه کردار او د پورته څخه لکه ژلۍ پر مخاطبانو باندي اوريږي . ژان دارسي فرانسوی ټولنپوه عقيده لري چي : دې ته موږ ارتباط نسو ويلای د رسنيو زياتوالی او د هغوی شخوند، خاصتن مخ په وړاندي نړۍ کي چي غرب د هغه غوښتنه کوي دا اصلاً اوسنۍ ستونزي نه حلوي .بلکه په واقعيت کي همدغه د اطلاعاتو او خبرو عمودي ماهيت دئ چي په نړۍ کي د اختلافاتو اصلي محور جوړوي ، د اړيکو حق بايد افقي وي نه عمودي چي د قدرتمندانو لخوا و عادي کسانو ته جاري کيږي .
مأخذونه :
http://www.nytimes.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/The_New_York_Times
http://www.boston.com/bostonglobe/
http://www.nytco.com/company/milestones/timeline_1881.html
http://www.ihtinfo.com/about/history.html
http://en.wikipedia.org/wiki/Jayson_Blair
http://www.johnpilger.com/page.asp?partid=153
Michael Parenti Political Archive: “Monopoly Media Manipulation” , May 2001
ددې لړۍ نورې ليکنې
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه
د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر
د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس
ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۰) شينهوا د شيـنـهـوا خـبـري آژانـس
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (11) واشنګتن پوسټ
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۹) BBC د بـي بـي سـي خـبري رسـنۍ