د ا فغان وتلى شاعر اسحاق ننګيال داتم تلين په پلمه د هغه شعر ته كتنه
ارواښاد اسحاق ننګيال په كال نولس سوه اته نويم زيږديز د اپريل په اته ويشتمه نيټه په پيښور كې د زړه د دريدو له امله ومړ . خو تلپاتې شعري اثار يې په افغانستان كې د درې لسيزو د تاريخ په توګه ډير ارزښت لري او دده نوم ورسره ژوندى پاتې دى .
په اته ويشتم د اپريل د افغانستان په پلازمينې كابل كې افغانادبي بهير د ښاغلي ننګيال اتم تلين لمانځي
په يوه ادبي ناسته كې خبرې د هندي سينما پر ستورو وې . هر چا ډول ډول نظرونه لرل خو يوه وويل دا مدوبالا ولې تر اوسه پورې دومره نوميالۍ پاتې شوې ده ؟ ټولو د پوښتنې په ډول وويل دا ښځه څه كمال لري ؟ بنډار شيبه په شيبه توديده . په حيرانتيا سره ټولو دا خبره كوله چې د نړۍ په ختيځه څنډه كې به ډير لږ خلك داسې وي چې د مدوبالا نوم يې نه وي اوريدلى .
په دې نه پوهيږوچې ولې يې نوم لا هم د سندرو شعرونو او لنډو كيسو برخه جوړوي ؟ .ځكه هغه خو شپيتمي او اويايمې زيږديزې لسيزې په اوږدو كې د هند د سينما تر ګردو ښكلې څيره وه .اوس به ارومرو بوډۍ ترې جوړه وي خو دا وياړ ولې لاهم د هغې له نوم سره خوندي دى ؟ يو چا وويل دوه ځوابه لرو .
يويې نه هيريدونكې ښكلا ،بل يې په فلمونو كې نازو نخرې .نه پوهيږم دا خبر به څومره پر ځاى وي خو هلته په هغه ناسته كې ټولو همدا خبر ومنله . ښكلا هغه څه ده چې د شاعرانو فكري ليدلورى ځانته راكاږي . يا ښكلا ته زيان واوړي يا ښكلا وځليږي په دواړو حالاتو كې پر شاعر د شعر ليكنې څپه راځي .
خو ټول شاعران ښايي ښكلا ته له يوه ليد لوري ونه ګوري ، مانا ځينو ته مينه ، ځينو ته طبيعت ، ځينو ته غرونه او درې ، ځينو ته انسانان ، ځينو ته سيندونه او شنې ورشو ګانې ،ځينو ته كوچيانى ژوند او داسې نور . هسې د بيلګې په توګه ! هر څوك د ښكلا يادونه په خپل شعر كې خپل ليد لوري ته په پام سره كوي .
د يو چا لپاره د مدوبالا ښكلا ډيره په زړه پورې ده نو د هغه احساس نوموړى دې ته اړ باسي چې د هغې ښكلا په خپل شعر كې وستايي خو د ځينې نورو لپاره ښايي مدوبالا هيڅ ارزښت ونه لري اوخپل كلى كور ، كر ، كرونده ، هيواد ، خاوره ، هيوادوال او انساني ژوند ډير مهم وي .
دغه ډول شاعران خپل احساس همدې شيانو ته ځانګړى كوي . ارواښاد اسحاق ننګيال د هغو شاعرانو له ډلې څخه ګڼلى شو چې كور كلى ، هيواد هيوادوال ، انسان ، انساني ژوند، كر كرونده ، سيندونه ويالې ، كبان او ژويي ، څاروي او اسونه ، خاوره او بوټي ، پښتو او پښتانه ډير ارزښت ورته لري .دى دغو ټولو شيانو ته پيغامونه لري .
دوى سره خواخوږي كوي او شعر يې د هغو ناتارونو غندنې ته ځانګړى كوي چې د جګړو په لسيزو كې دده معشوقو (( پورتنيو يادو شو شيانو )) زغملې او ده يې ننداره كوله .
ښه! داخبره به همدلته پريږدو هسې مو د بيلګې په توګه ياده كړه .بلې خوا به لاړ شو . كله چې هغه وختونه راپه زړه كړم چې د ورځې به يواځې د كاپل په ښار كې لسګونو انسانانو خپل ژوند ، پت ، شتمني ، كوراو كلى له لاسه وركاؤ ، نو هيښ پيښ شم او له ځانه وپوښتم چې ايا هغو كسانو چې پر ولس دغه تيري كړي دي پر خپل كړي چلند وياړي كه پښيمانه دي ؟
يو چا سره مې دغه خبر شريكه كړه نو د هغه ځواب داؤ چې نه! دوى پښيمانه نه دي . دوى د هغو تيريو له بركته پر ولس واك چلوي چې د نويمې لسيزې په اوږدو كې يې پر ولس وكړل . تر ډيره زه ددې خبرې مخالف وم . خو زما دې ملګري څو دليلونه راوړاندې كړل چې كه خپله هماغه پخواني جنګي سالاران يې هم واوري ګوتې به په غاښونو وچيچي . او دا به له ګرد ولس سره ومني چې رښتيا هم دوى ولس ته د خدمت پر ځاى ددوى له باور څخه ناوړه ګټه پورته كړې وه .
په دغه وخت كې چې د دغو وسله والو ډلګيو او ډلو ټپلو د ټوپكو خولې پر ولس ورنيغې وې او ملكي خلك په نښه كيدل، اسحاق ننګيال دا هر څه څارل .
هغه دغه ډول ډول تيري نشو زغملى ځكه يې خپل شعر د همدې ناخوالو او تيريو غندنې ته ځانګړى كړ .حنان حبيب زى
د ا فغان وتلى شاعر اسحاق ننګيال داتم تلين په پلمه د هغه شعر ته كتنه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode