ن پوري دافغان ولس دنړي دلويو پو هانو او علمې مر کزونو دپا ملرنې او څيړنې وړ ګر ځيدلي . او تر هغې به دغه کلتوري ميراث ته د څيړونکو ځير کته وجودلري څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څيړنه بو خت وې . له خوشحال څخه کو ټلي کوټلي موضوعات او درانه درانه اثار په ميراث راپاتي دي .دده اثار دشعر ، ادب ، ژبپو هنې نوري راز راز پو هني او څيړنې لپاره لوي درياب دي چې لا مبو زن هم پکې ستړي کيږي خو دده بر يد ، پوله ،سر او تل به تر خپلې لا مبو لاندې داخل نه کړي او دژوند تر پايه پوري به پکې ستړي او ستو مان وې .
په خان بابا باندې زياتو پو هانو ليکني کړي دي او تر اوسه هم دده داثارو په څيړنه او ځير کتنه بوخت دي ، نو دهمد غي اصل په نظر کې نيولو سره يعني دده درناوي او نما نځنې په خاطر دوه لوي کتا بونه په دوه لويو سيمينارونو کې دپښتو ټولنې لخوا چاب شول يعني په (۱۳۴۵)او (۱۳۴۶) کلو نو کې دتور يالي پښتون او ننګيا لي پښتون په نو مونو باندې ، خو دغه کتابونه ددغې يوه پياوړي انسان دکار نا مو په بر خه کې په خروار کې ديو خورد مثال لري . پد غه دوه کتا بونو کې دهيواد او دهيواد څخه بهر پو هانو خپلې مقالې چاپ کړي دي . ددغې کتابو سره سره زمو نږ دهيواد يعنې پښتو ادب پينځو ستوريو هم ليکني کړي دي لکه :پو هاند عبدالشکور رشاد چې دخو شحال په ديوان (ګلستان او بوستان تر اغيزي لاندې ليکنه کړي ده ،پو هاند صد يق الله رښتين دخوشحال لنډه پيژ ند ګلوي چې دغه ليکنه په توريالي پښتون کې هم چاب شوي ده . پو هاند عبد الحي حبيبي صاحب هم دخوشحال دتوري او قلم ـ دپښتنو داستقلال او مبارزې ګڼلي دي . استاد ګل پاچا الفت هم دخان په شاعري با ندې ليکنه کړې ده او وايې : چې دي دشاعرانه ذوق سره دخپل ولس مشر هم و دپښتو دغزل بابا امير حمزه شينواري وايې : ( نوم داور يدو سره په ذهن کې ديو داسي نا بغه انسان تقوا بر يښيې کوم چې دانسان د ژوند په هر اړخ ځلا نده او ژور نظر لري ) . خوددې خبرې يادول ضرورې دې چې دخو شحال په باب يې لومړۍ څه خپاره کړي دي هغه پټه خزانه ده خو ورسته نوروپوهانو دده په اړوند کتابونه او مقالې ليکې دي لکه افضل خان په تا ريخ مر صع کې يادونه کړي دهغي څخه وروسته دخوشحال کليات ددوست محمد کامل په سريزه خپاره شويدي ورسره ارمغان خو شحال د سيد رسول رسا په سمون خپاره شوي دي او دهغې ځنې وروسته دعلو مو اکاډمې دعلمي غړي عبد القيوم مشواڼي صاحب هم دده کليات يو ځل بيا چاپ کړ او دده د پيژ ندلو لپاره يوه منبع وه . خو ددغه کلياتو سره سره دپښتو ادبياتو په تا ريخ کې هم دي پيژندل شوي او پښتا نه شعراکې چې بختاني صاحب راغونډکړي هم دده په اړوند په زړه پوري معلومات ورکړل شوي دي يو بل مشهور کتاب چې دملي قهرمان په نوم ياديږي او دزلمي هيوادمل اثر دي د خان دپيژندلو او دده په اړوند دبهر نيو او داخلي پو هانو نظرونه پکې راغونډ شوي . او داخبره هم پکې ذکر شوې چې دده اشعارو کې درې برخي ډيري زيا تې دي لکه : توره ،ښځه او ښکار . همدارنګ د خان په باب په زړه پوري معلو مات د (خوشحال کيست ) په کتاب کې هم خپاره شوي او مو نږه يې دده د پيژندلو لپاره يوه غوره زخيره ګڼو . دشهسوار سنګروال په زيار هم د پښتو ادبياتو معا صر تا يخ خپور شو چې په هغه کې هم دخوشحال ژوند ،پيروان او ددغي دوري نور ليکوالان ذکر شوي خو په دغه وروستيو کا لونو کې هم دخان دفکر ، عمل ، کردار ، اشارو او نورو ښيګڼو باندې په زړه پوري اثار وليکل شول چې ځنې له دوي څخه را اخلم : ۱ـ دپيښور پښتو اکيډمۍ يوه دري ميا شتني مجله د خوشحال دريو يو په نوم خپره کړه چې دمختلفو ادپو هانو له خوا مختلفې ليکنې شوي دي البته دخوشحال نظر دپشتون داصل او نسب په باب ،دخوشحال فکر او عمل او داسي نور ۲ـ دپوهاند مجاور زيار په واسطه . يو بل کتاب دخوشحال ازلي پښتو يو ژبپو هنه شته ده خپورشوي چې البته دخوشحال اشعار يې له ژبپو هنې له نظره تو ضيع کړي دي . ۳ـ خوشحال او فلکلور يو بل کتاب دداور خان داور په زيار خپور شو چې دخوشحال په اشعارو کې فلکلور يکي مسا يل څيړلي دي . ۴ـ دعبدالواجد واجدپه واسطه بل کتاب دخوشحال سبک او په پښتو ادب کې دسبک اغيزي هم يوه په زړه پوري ليکنه ده چې مکمل معلو مات خلکو او دادب مينانو ته ورکولي شي . ۵ـ دوکتور عبدالاحد جاويد هم يوه رساله (نګا هي به اشعار دري خوشحال ) په (۱۳۵۷) کال دافغا نستان د علومو اکا ډمۍ کې چاپ کړه . ۶ـ قيام الدين خادم يوه مقا له (خو شحال څه زده کړه ) په ( ۱۳۵۸ ) کال په اکا ډمۍ علومو کې خپره کړه چې په واقعې ډول دخوشحال په اړوند مفيده ده . ۷ ـ خو شحال او جما ليات دداکتر اقبال نسيم خټک اثر دي د پيښور پښتو اکيډمي کې چاپ شوي . ۸ـ دتوري او قلم خاوند دمحمد نواز خټک اثر دي چې په (۱۹۶۱ع) کال کې خپور شوي چې داهم يو په زړه پوري اثر دي . ۹ـ دحاجي پردل خان په واسطه دخوشحال دستار نامه هم به پيښور اکيډمي کې چاب شوي ده . ۱۰ـ دخوشحال زنځيري دحبيب الله رفيع به زيار دپيښور پښتو اکيډمۍ چاپ کړي ده . دخوشحال دپيژندلو په باب منا بع نه ختميدونکي دي بلکې په سلګونو مقالي ،کتا بونه دده دپيژندلو او داشعارو په مختلفو اړخونو باندې چاپ شوي دي ،چې اوس او پخوا دده دپيژندګلوي لپاره يوه مهمه منبع دکابل مجله چې دعلومو اکاډمې پښتو ادبيا تو لخوا کيږي ددغي مجلۍ څيړونکي دده په باب په هره ګڼه کې په زړه پوري مطا لب خپروي لکه : دخوشحال او بها يې جان په اشعاروکې دمعشوقي ستا ينه دعلي محمد ليکنه ، (۱۳۸۴ه) کال کې چاپ شويده او په همدغي ګڼه کې دمحقيق عبد الشکور قيو مې مقاله د( خوشحال په اشعاروکې د ګلستان اغيزي ) چاب شوې ( ۱۳۸۰ه) کال دکب دميا شتي مجله کې دسيال کاکړ ليکنه (خوشحال او پښتو) او همدغي ګڼه کې دعبد الحي حبيبي ليکنه (دخوشحال په اشعاروکې انتقادي څانګه ) په (۱۳۸۲) کال په ( ۹ ) ګڼه کې علي محمد منګل ليکنه (خوشحال دخان په شان پيدا او دفقير په شان مړ شو ) تر سرليک لاندي خپره شوه . يو بل په زړه پوري کتاب د کاند يد اکاد يمسن محمد صديق روهي په زيار د (خوشحال اخلاقي ايډيال ) په نوم خپورشوي ، خوشحال دښوونې او روزنې فلسفه ، په معا صر افغا نستان کې خوشحال پيژندنه ، خو بلا خره دومره ويلي شم چې هر څومره په خوشحال بابا او دهغه د پيژندلو په باب باندې غږيږو خلا صون نه مومي ددې ليکنې لپاره همدومره کفا يت کوس . ب ـ خارجي منا بع : خو شحال نه يوازي د پښتو ژبي يو وتلي او نامتو شاعر و ، بلکې په درې ژبه کې هم ده شعرونه ويلي او ساري نه درلود . همدا راز خان نه يوازي په پښو نخوا کې ديو ا تل تور زن او قلم زن په تو ګه شهرت لري بلکې په سيمه او نړۍ کې هم پوهانو ،شاعرانو او څيړونکو په وړاندې دتوري او قلم قهرمان شاعر او ليکوال ګڼل کيږي . دده په اړوند لويد يځو الو او ختيځ والو پوهانو ليکنې کړې دي او حتي پښتو ټو لنې ته يې ليکونه را استولي دي . جارج مار ګنسټرن دخوشحال دشاعرۍ په باب څر ګنده وي : ( دنيمې پيړۍ راهيسې زه دخوشحال شعر لولم پدغه نيمه پيړۍ کې پر له پسي خوند ترې اخلم او قدريې کوم . خوشحال حق لري چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وګڼي هغه خدمت چې ده پښتو ژبې ته کړي هيچا په هيڅ وخت کې نه دي کړي ۰۰۰ زه دلو يد يځوال په حيث ۰۰۰ دلو يد يځ پو هنتون ديو سپين ږيري استاد په حيث خو شحاله يم په لويد يځ کې به تر دي وروسته خوشحال ښه وپيژنې ) سرللف کيرو دلندن څخه دوخت پښتو ټو لنې ته يو ليک را استولي وو چې يوه بر خه يې دلته راوړو (۰۰۰لوي شاعر خوشحال خټک ته زما صادقانه مينه او تعظيم دي ځکه خيال کوي زه به دستاسو ددې شاعر منتخا بات چې ما سره دي او زما دوست اپو لن هو يل په انګريزي کړي دي کابل ته در وليږم .) همدارنګه دخوشحال خټک دتلين دنما نځنې په باب پروفيسور ميکنيزي ليک دي : (۰۰۰ دپښتو ټولنې دپيدونکو مهر بانيو قدر ښه پيژنم ۰۰۰او بله دا هيله کوم چې خوشحال په نوم نما نځنه به لويه کاميابي وګټي۰۰ ۰ ) يو مشهور ختيځ پو مسټر راورټي وايې : ( خوشحال دپښتو ډير ستر ادب دي ، دده اشعار په يورپکې ډير قدر لري ) ډار مسټيټر دخوشحال په اړه داسې وايې :( خوشحال دتورياليتوب او شعر ګډروح درلود ) ګر کيسيون ليکي : ( خوشحال خان دخټکو توريالي مشر و دده شعرونو له نورو شاعرانو څخه ډير خواږه او په زړه پورې دي . بيډولوف دخوشحال په هکله څرګندوې : (خوشحال يو متعديد انسان او دلوړي پوهي خاوند و، هيڅ داسې يوه خبره نشته چې شعرکې يې نه وي راوستي زياتره شعرونه يې دهيواد پالنې رنګ لري ) ډاکتر کر يسن پخپل اثر ( دافغا نستان ادبيات )کې دخوشحال په باب داسې نظر څر ګنده وي :( خوشحال خټک دکلاسيکي دورې نامتو شاعر او دپښتو ادب پلار ګڼل شويدي : السلا نوف هم پخپل کتاب ( د روښانيا نو ملي نهضت ) کې کښلي دي : (په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوي سړي خوشحال خان خټک ګڼل کيږي .دي دخټکو مشر وشاعر ، سپا سا لار او جنګي شخصيت دي ) همدارنګه نيکو لاي رور يانکوف ، سونخيف لو لف او ډيرو ختيځ پوهانو دخوشحال دګڼ اړخيزه شخصيت په باب ډول ډول څرګنده ونې لري . دخوشحال دپيژندني او دده داثارو په باب بهر نيو پوهانو خورا ښه په زړه پوري ليکني کړي دي ،خو ځينې مشهور کتابونه يې دادي : ۱ـ ګلشن روه دمسټر راورټي اثر دي په کال (۱۸۶۰ع)کې خپورشوي او خوشحال ته په ډير ستر قدر قا يل دي . ۲ـ دپښتو شعر هارو بهار د ډار مسټيټر اثر دي چې هغه هم دخوشحال پيژ ند ني لپاره يوه زخيره ګڼل کيږي لکه چې مخکې مو يادونه وکړه ۳ـ کليد افغاني دپادري هيوز اثردي چې دخوشحال په باب پکې په زړه پوري معلومات وړاندې شوي دي . ۴ـ پښتو منتخا بات دډورن اثر دي چې په کال (۱۳۵۶ه) کې دپښتو ټولنې لخوا چاب شوي چې دخان په هکله پکې په زړه پوري معلو مات ور کړ شوي دي . ۵ـ خوشحال شنا سي يو بل اثر دي چې په اردو ژبه د زيتون بانو په زيار باندې په کال ( ۱۹۸۰ع) کې خپور شوي . دا دهغه کتابونو او ليکوا لانو نومونه وو چې دخوشحال په باب يې معلو مات خپاره کړي البته ما دغه د خپل وس او قدرته پوري ولټول چې دبابا په هکله په سل هاوو ليکوالانو ليکنې کړېدي او تر اوسه پوري دغه ليکنې دده داثارو په باب کې کيږي . خو لنډه داچې دده اثار په دري ، روسي ، هندي ، ډنمارکي ، انګليسي ، او اردو ژبو ترجمه شويدي . چې ددي له جملې څخه الفنستن لومړئ اروپايې پوه دي چې دخوشحال اثار يې ژباړلي او خپر يدو ته چمتو کړي دي د خوشحال د پيژندلو ،کارنامو او دهغه داثارو په باب نه يوازي داخلي پوهانو بلکې خارجي پوهانو هم ډير څه ليکلي او بحث يې تير شو دخان په هکله ځينو پو هانو د ډاکتري ( phd)تيسيسونه ليکي چې په لاندې دول دي : ۱ـ دمير من خد يجه فيروز الدين به انګر يزي ژبه د (۱۹۲۸ـ ۱۹۳۸ع) کال پوري پاي ته رسولي چې مقدمه يې پر يشان خټک پښتو کړي ده . ۲ـ پو هنوال دوکتور ګل محمد نورزي (دافغان کلا سيک شاعر خوشحال خان خټک ژونداو هنر . تخليق تر سرليک لاندې په کال (۱۹۴۹ع) خپل تيسيس بشپړ کړي دي . ۳ـ دوکتور محمد اقبال نسيم خټک هم د ( خوشحال او جما ليات ) تر سرليک لاندې ددوکتورا تيسيس ليکلي چې دپښتو اکيډمۍ پيښور لخوا چاب شوي دي . ۴ـ پلوين ميخا يل سر ګيو يچ ددوکتورا تيسيس دي چې د (خوشحال خان ) تر سرليک لاندي بشپړ کړي دي چې په (۲۰۰۱ع) کې چاب شوي دا وه ځيني تيسيسونه چې ددوکتورا لپاره ليکل شويوو دخو شحال په اړوند . رفيع الله ستانګزى دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځى د پښتو څانګې اوسمهالى فارغ دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.