د خوشحال خان خټک پشان د لوي ذهن او لوَړ فکر خاوندان په صديو کې يؤ ځل پيدا کېږي. قدرت دغه لوي ذهن او لوَړ فکر پښتون قام ته بښلى دى خو دا د پښتون قام خپله بدنصيبي ده چې ډېر پښتانۀ يې تر اوسه پورې په دغه حيثيت نۀ پېژني. په ادبي ډګر کې په نړيوال کچ د خوشحال خان خټک د فکر سره د چا موازنه کېدلاى شي؟ د شکسپيئر او ګوئټى ادبي حيثيت په انګريزي او جرمن ادب کې تر هر چا لوَړ دے خو زۀ وايم چې د خوشحال خان خټک او هغوئ دواړو په فکر، مبارزه او قومي نظريه کې بيا هم توپير شته. هغوئ لا څۀ کوې چې علامه اقبال د خوشحال خان خټک د نيمې شاعرۍ په ژباړه کولو "شاعرِ مشرق" دے خو خوشحال خان خټک تر اوسه پورې يواځې د افغانستان يا د پاکستان د پښتنو ملي شاعر هم نۀ دى ګڼل شوى. څلور کاله وړاندې د اکادمي ادبيات سندهـ مشر مطالبه کړې وه چې د پاکستان په سرکاري ټي وي دې د قائداعظم محمد علي جناح اؤ علامه اقبال د اقوالو اؤ اشعارو سره سره د خوشحال خان خټک اقوال اؤ اشعار هم وړاندې کېږي. خو چا به ورباندې غوَږ ولې ګرولو چې تر اوسه پورې د پښتونخوا د اکادمي ادبيات مشر ته خداى پاک دا زړۀ نۀ دى ورکړى چې دا ډول مطالبه وکړي؟ اؤ پښتنو په عمومي توګه هم خوشحال خان خټک د خپل ملي شاعر په توګه نۀ دى پېژندلى.
په هر حال، د ستر خوشحال خان خټک په ژوند، مبارزو، فکر، شاعرۍ اؤ ليکونو ډېر څۀ ليکل شوي دي خو ډېر څۀ ليکل ورباندې پاتې دي. پښتانۀ زلمي وخت په وخت دا سلسله جاري ساتي چې يوه کړۍ يې د ملګري غنم رنګ کوچي هڅه "د خوشحال بابا زرين اقوال" ده.
"د خوشحال بابا زرين اقوال" د ١٣٢ مخونو يؤ ورکوټى کتاب دى چې غنم رنګ کوچي پکې د خوشحال خان خټک زرين اقوال راټول کړي دي اؤ د ملګري شهاب بنوڅي په اهتمام يې چاپ کړي دي. اؤ زۀ وايم چې يؤ لوي کار يې کړى دى. ځکه چې دا هم د خوشحال خان خټک د ليکونو، شاعرۍ اؤ فکر يؤ اړخ دى.
ځينې ډېر داسې خلق به وي چې هغوئ به د خوشحال خان خټک ليکونو ته نشي رسېدلى اؤ يا به د خوشحال خان خټک په شعرونو کې دا اقوال نشي لټولى نو دا لټون غنم رنګ کوچي وکړو چې د هغۀ اقوال زرين يې راټول کړل اؤ مونږ ته يې د يؤ روغ کتاب په شکل کې وړاندې کړل.
د کتاب په شا مخ د غنم رنګ کوچي د چاپ شوي عکس نه داسې ښکاري چې هغه ځوان هلک دى، په دې عمر کې د هغۀ دې لوي کار ته فکر کېدل، بيا ورته ملا تړل اؤ سر ته رسول د دې خبرې علامت دى چې ملګرى غنم رنګ کوچى به په راتلونکي کې هم خپل دا زيار جاري وساتي اؤ ډېر علمي کارونه به د پښتو ادب لمنې ته وروبښي. زما همدغه خبره سيد کمال سالک اپريدي په خپله لنډه خو جامع ليکنه کې په دې ډول کړې ده "غنم رنګ زلمى دى، جذبې يې ځوانې دي. په مستقبل کې کۀ خداى کول نو د يؤ ښۀ شخصيت جوړېدو طمع ترې کېدى شي".
د کتاب د تړون {د خوشحال بابا د مکتب فکر د ټولو مينه والو په نوم چې د دۀ د حق ګويۍ په جامه سينګار نظريه يې خوښه ده اؤ ورسره متفق دي} نه هم د غنم رنګ کوچي د ذهني استطاعت اندازه لګي چې هغه د خوشحال خان خټک د لوي ذهن اؤ لوَړ فکر د تمامو اړخونو څخه يؤ څۀ نا څۀ خبر دى.
په اخره کې د همدغه کتاب څخه انتخاب شوي د ستر خوشحال خان خټک يؤ څو اقوالِ زرين:
? د ظالمانو د بوستان نه د کريمانو په بند کې ښۀ يئ.
? طمع مۀ کوه ځکه چې طمع مرغۍ هم وکړي نو په دام کې ګېره شي.
? راحت هغه څوک مومي چې زحمت يې په ځان قبول کړى وي.
? ځان خوښى سړى تر ټولو زيات نادان دى.
? کوم چې لۀ تا نه بل ته پاتې کېږي هغه د ځان سره مۀ ساته.
? دولت هغه چې تا پسې زغلي، چې تۀ ورپسې زغلې هغه زحمت دى.
? کۀ لوئي غواړې نو په چا لوئي مۀ کوه.
? ښۀ زامن اؤ ښۀ ياران په دنيا دوه ښادۍ دي.
? بې باره پلنه ونه ورکه شه، ونه دې وړه وي خو چې بارداره وي.
? څوک چې ښۀ رهبر لري، غم دې نۀ کوي.عبدالهادي حيران
د خوشحال بابا زرين اقوال
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode