01-10-2005
ډېوېد نابارا چې د ملگرو ملتونو له خوا د چرگانو او انسانانو د والگي د چارو همغاړي کونکى ټاکل شوى، و وضعې په اړه يو ډېر خواشينونکى انځور وړاندې کوي
د انځور تر ټولو ښه اړخ پنځه مليونه مړينې دي، او تر ټولو بد يې د H5NI له وايروس نه د يو سل او پنځوس مليونو کسانو مرگ . خو نوموړى وايي چې د دغه حالت د مخنيوي لپاره حکومتونه ډېر څه کولاى شي
ورستي اټکلونه وايي په جنوب ختيځه اسيا کې د ناروغۍ د خپروېدو مخنيوى کولاى شي چې په نورو ځايونو کې د وايروس د خپروېدو مخه ونيسي، خو يوازې په دې شرط چې په وايروس د اخته کېدو قضيې له څلوېښتو ډېرې نه وي
پر لويديځوالو حکومتونو نيوکې شوي چې خپل درمل يې زيرمه کړي او په دې توگه د هغوهېوادونو ساتنه نه کېږي چې د جرگانو د والگي له گواښ سره مخامخ دي
ډېرى وايروس پوهان په دې باور دي چې د ستونزې حل دا دى چې د څارنې، د درملو د برابرولو او د ساوريو د رزولو په برخه کې په ريښتنې توگه گډې نړېوالې هڅې وشي
خو ښايي يوۀ دغه کار ته هم اړتيا رامنځته نه شي. د ډېرو وايروس پوهان په آند د جرگانو د والگي د وايروس خطر ډېر کم شي که چېرې د غه وايروس د بنيادمانو تر منځ په آسانه د لېږدېدو وړتيا ومومي
آن شونې ده چې دا ويروس دې نژدې په يوۀ بې خطره واېروس واوړي. خو څرنگه چې ساينس پوهان نه شي اټکلاولى چې H5NI به څنگه بدل شي، نړۍ ته پکار ده چې تر ټولو بد حالت ته چمتو واوسي
'د چرگانو والگى ١٥٠ ميلونه کسان وژلى شي'
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode