سمسـور خان اهتمام
په ١٩٦٩ کال کې Arpanet يوه داسې پر مختللې اجينسي وه. چې د امريکا په دفا وزارت کې وه. دغې ايجنسۍ څلور پايې کمپيوټر يو له بل سره وصل کړه، چې کار کوي که نه. په پای کې دغو کمپيوټرونو يو له بل سره networking يانې وصل شو او يو له بل سره يې ارتباط پيدا کړ
د انټرنيټ په ادرسونو کې وروستنی لقب يا نوم راځي، چې ځينې يې مختلف وي، چې دغه نومونه د Domains په نامه يادېږي لکه net, org, biz, او com، چې د دې د تفصيل لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:
- edu: دغه نوم يو غير دولتي موسسه کاروي.
- net: دا ديو انټرنېټ لرونکې څانګې پورې اړه لري او يا د ټيلفون مرکز هم کولای شي، چې دغه نوم و کاروي.
په ننني ژوند کې انټرنيټ او د هغه ګټې:
١._ E-mail عاجل پوست: د انټرنيټ له دې برخې څخه ډېر وګړي کار اخلي، که يو څوک وغواړي خپل خپلوان يو خارجي پوهنتون، دفتر او ملګري ته، چې هغوی خپل د انټرنېټ ادرس ولري، لېږلای شي په ډېره چټکتيا سره او ډېر اقتصادي، مثلا کې چېرې يو خط موږ امريکا ته په ٣٠ کلدارو د پوستې د لارې ولېږو، نو هغه به په درې يا څلورو ورځو کې رسېږي او د دې له لارې يې په ٥ يا ١٠ کلدارو لېږلای شي او په همغې ورځ کې.
۲. Telephone: مخکې په انټرنېټ کې د ټيليفون سهولت بلکل وړيا (free) و. خو کله چې د خلکو شمير ډېر شو، نو بيا د کارډ چې د Net2phone او داسې نورو په شکل راووته، په بيه شو. خو بيا هم د ښارونو د ټيليفونونو او P.C.O څخه درې يا څلور چنده ارزانه پرېوځي.
٣. د انټرنېټ په واسطه سره موږ کولای شو، چې د نړۍ د غټو غټو کتابخانو کتابونه مطالعه کړو او د نړۍ د غټو غټو مجلو او خبارونو له خبرونو څخه ځان خبر کړو او همدارنګه د ځينو Audio او Video خبرونو له اورېدلو او ليدلو څخه ځان خبر کړو. مثلاً BBC او VOA خبرونه اورېدلای شو او د CNN خبرونه ليدلای شو.
٤ . Chatting: دا د انټرنيټ يو داسې په زړه پورې څانګه ده، چې موږ کولای شو، چې يو کس سره نېغ په نېغه خبرې وکړو او يا د ليکلو په وسيله يو له بل سره دولتي او يا خپل مشکلات حل کړو. دا په داسې ترتيب سره کېږي. چې د Chatting په کارونکي کسان باید په خپلو خپلو کمپيوټرونو باندې دغه پروګرام عيار کړي او بيا يو د بل نوم وټاکي او په ليکلو پيل وکړي. د بېلګې په توګه لومړی کس ليکي (How are you?) نو بيا دغه جمله هغه بل کس ته لېږي (Send) و بيا هغه دويم کس ته دغه جمله په کمپيوټر کې ورشي، نو هغه د دې جملې ځواب ورته کوي، (Fine thanks, and you?) او په همدې ترتيب سره سوال او ځواب پيل کېږي. که تاسو کله Chatting کړي وي نو بعضی کسان you پر ځی صرف U ليکی.
٥. که چېرې موږ وغواړو، چې خپل ځان عکاسي کړو او يا خپل ځان مو په بهر کې خپلو خپلوانو ته نېغ په نېغه د انټرنېټ له لارې ښکاره کړو، نو د دې لپاره به يو کوچنۍ( Camera Video) وډيو کامره اخيستل کېږي او له کمپيوټر سره نښلي او هر کله، چې د Chatting پروګرام په تماس دوه کسه پېل کوي، نوم د همغه کس انځو ر به په کمپيوټر کې ښکاره شي، کوم چې ويډيويې کامره له کمپيوټر سره نښلولې وه.
٦. د انټرنېټ په واسطه يو انسان کولای شي، چې په بهرنيو هېوادونو کې ځان ته کار پيدا کړي، ځان پوهنيتون کې شامل کړي او يا د کوم پوهنتون درس تعقيب کړي.
٧. د انټرنېټ په واسطه کولای شو، چې د هر هېواد د حکومت، پوځ، تاريخ او داسې نورو شيانو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړو .
٨. انټرنيټ تفريخي پروګرامونه هم لري. موږ کولای شو، چې سندرې، مختلف او ازونه او ځيني فلمونه پرې وګورو.