په سويډن کي دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه دټولني دغړوپه استازيتوب ددې پيغام پوسيله دگران افغانستان اونړی ټولوښځوته ددي وياړلی ورځی په مناسبت نېکي هيلي اومبارکی وړاندي کوي .
سږکال يوځل بياددې درنې ورځی يادونه پداسي شرايطو کې کيږي چي زموږپه هيوادکي دپخوا پشان ښځه له خپلوزياتو طبعي اوانساني حقونونه محرومه پاته ده .
آزادی دانسان طبعي حق دی ،ښځه دبشري ټولني دوهمه نيمايي جوړوي هغه هم داحق لري چي دنارينه و پشان له ټولوآزاديواورواحقونوڅخه برابره برخمنه شي . له د بده مرغه دنړی په بيرته پاتي ټولنودهغې جملې نه زموږ په هيوادکښې ښځه له خپلو رواحقونواو انسانی ازاديونه محرومه ساتل شوېده . زموږ ټولنوکې تراوسه ښځه په ډير ه عادي بڼه د انسانيت او اخلاقي نورمونوخلاف له توهين ، تحقير، وهلو، ټكولو،په بدی کښي ورکولو له تعليم ،تحصيل ،كار په ټولنيز ژوندکي فعالی ونډي اخيستني اودمحروميتونوله نورو ډولو نو سره لاس اوگريوان ده .
دټولني په اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي او فرهنگي برخوکي ښځوته هغه حق چي دوي يې وړتيا لري ندی ورکړه شوی ، زيات وختونه دمذهب څخه دناوړې استفادې اويا منځنيو پيړيو دغيرعادلانه دودونو او د ستو رونو په نامه په ټولنيزو چاروکښې دښځو د فعالي اورغنده ونډې اخيستني مخه نيول کيږې .
دطالبانو درژيم دړنگيدو راپدې خوا بيا تر اوسه متاسفانه دښځو دحقوقو ددفاع او هغوي ته په ټولنيزژوند کې دازاد او فعال گډون دامکاناتو برابرولو تبليغات يوازي شکلي بڼه اختيارکړې ده ،په واقيعت کښې د افغاني ښځوپه ژوند کي کوم مثبت تغير ندۍ راغلۍ .
دزور اوزردخاوندانولخواداسلاميت اوانساني عاطفې خلاف دکورنيو داقتصادي ستونزو نه په گټواخيستو دتنکيوانجونو سره دقانونی سن دپوره کيدونه د مخه ودونه ،يا له هغوي نه ناوړه جنسی استفا دې دهغوي ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی ،ددغو اونوروکورنيو،ټولنيزوناخوالواوتاوتريخوالي پايله داده چي په تيروشپږوکلوکی تر((۷۰۰)) زياتو ښځو او پيغلودنجات يوه لاره غوره کړې اوهغه ځان وژنی ياسوځول دي .
زموږ په هيواد کې دعدلی او قضايي ا ورگانولخوا د ښځوژوند ته داسلام دمقدس دين ، نړيوالو قبول سوو اصولو اوکنوانسيونونوله مخې اړينه پاملر نه له نظره غورځيدلې ده ،همدا دليل دۍ چي دمور اوماشوم پر رواحقوقو تيری په ټولنه کې يوه معمولې کړنه برېښې .
پدې شپږوکلوکي دولت ددې پرځاي چي ښځو ته يې دهيواد په ټولو دولتي اوغير دولتي ادارو اومؤسسو کې دنارينه وسره دگډکارامکانات ، په مرکز او ولاياتو کې دمور او ماشوم دحمايې په منظورد توان تر کرښی وړکتونونه اوماشوم ته دشيدو ورکولو ځايونو جوړکړي واي ،اويا يې په وزگار وخت کي دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي دکورسونو،د لاسي کارونو اونورو مختلفو فرهنگي اوادبي فعاليتولپاره د ټولنواو انجومنوجوړېدوته پاملرنه ، دښځو دنهضت د پر مختيا اوهغوي ته دهيوادپه دولتي او سياسي بهيرکښې دپراخ گډون لاره هواره کړې واي ، متاسفانه دنړی والو او افغانانو دانتظارخلاف يوازي شکلي اوغولونکی کارونه وشوه . ددولتي اړنده چارواکو لخوادافغاني ښځو او پېغلو دبسياژوند اوپه ټولنيزوچاروکي دهغوي د فعالي ونډي اخيستنې لپاره لازم اواړين گامونه پورته نشول .
پايله داشوه چي دبهرنيانودميليارډومرستواوپدغه برخه کي دهغوي دځانگړې پاملرنې سره افغانه ښځه اوپېغله دظلمت ،بيسوادی ،تورتم ،اومنځنيوپېړيونه راپاته ناخوالوترفشارونه دنجات لاره ونه موندل .
ښځه مورده ،مور ته درناوۍ ځان او هيواد ته درناوۍ دۍ . تر څو دولتي چارواکي دښځودژوندټولو اړخو ته ځانگړې پاملرنه ونه کړې او ښځو ته بيله هر ډول دليل اوبهانې په ټولنه کي دفعال گډون ، تعليم ،تحصيل اوخپلي خوښي دکارامکانات برابر نکړی اودهغو سره دهر ډول زور زياتي، تبعيض اوتحقيرمخه ونه نسي ، ښځه دقانون او دولت تر ځانگړی حمايي لاندي ځان احساس نکړي ، دا حالت او ناخوښۍ به دوام ولري . دا بې گناه انسان به له دغوغمونواوظلمونو څخه دخلاصون همدايوه لاريعني ځان وژنه غوره بولي .
زموږميړنيو اوغيرتي ښځو دافغاني شازلمو سره يو ځاي دپرديولوټمارويرغلگرواو تيري کونکي په مقابل کي دسياسي خپلواکۍ،ځمکني بشپړتيا اوملي حاکميت دساتلو په لارکښې تاريخي حماسي جوړې کړې او قربانۍ يې ورکړې دي . زموږ دهيواد په تاريخ کي دداسي وياړلوميندونومونه بې شيمره ثبت دې .
همدا پروطن مينه افغانه ميړنۍ ده چي دهيوادپدغه مسلط ناورين کښي دماشوم روزنې اوکورپالنې څخه سره لدي چي هره ورځ يې دکور دروازه دغم اوماتم قاصد ورټکوی نده ستړې شوې اونه يې غلامی ته سرټيټ کړی .
افغانې ښځې په فرهنگي او ادبې ډگر کي هم له نارينه وو نه شاته ندې پاتې . زموږ دلرغونې هيواد ادبي او فرهنگي بهيرپياوړتيادښځو دفداکاريو،عالي احساس اوځان تيرېدني وياړونه لري ،دقلم په ژبه يې د افغان ولس له حق نه دفاع کړې اوټولنيزوناخوالوپرخلاف يې نه هېرېدونکی تلاښونه کړی ،افغان ولس دخپل هيواد دغيرتي اوپتمنو ښځوپه قربانيو،ځان تېرېدنې ،هستونکوعلمي،سياسي،فرهنگي اوټولنزوکارنامووياړی .
په هر اندازه چې زموږ په ټولنه کې ښځې ته دقدرپه سترگه وکتل شې اوپه ټولنيزوچاروکښې دنارينه وسره برابر دتوان او علاقي سره سم دگډکارزمينه برابره شي په هغه اندازه زموږد هيواد دپرمختگ کاروان چټک مخ په وړاندي درومي .
وياړ په هغو پاک لمنواوغيرتی ميندو او پيغلوچې دخپل ژوند په قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولو لپاره دتاريخ په اوږدو کښي نه هيرېدونکی خاطرې پرې ايښي دي .
په سويډن کي دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه
دښځونړيوالي ورځی په مناسبت دمبارکی پيغام ښځه مور ده ،مور ته درناوۍ ځان اوهيواد ته درناوی دی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode