دژباړې پېژندنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله ستانګزی

ژباړه هغه فن يا مهارت دی، چې دهغې په مرسته کولای شو دضرورت وړمحتوا (منځپانګه ) يانې پېغامونه معلومات او پوهه دېوې ژبې دچارچوب څخه وکاږو او دبلې ژبې چارچوب ته ېې انتقال کړو .

. دارتباطاتو دعصر (زمانی ) څو.بُعدی اتکا معاصر ( اوسني ) انسانان دېته اړاېستلي دي، چې يو د بل په احوالو باندې پوه ، يو دبل دستونزو څخه ځانونه خبر ،دستونزو په حلولو کې يو دبل سره مرسته ، په مختلفو برخو کې ديو اوبل له علمي اوتخنيکي لاس ته راوړنو څخه ګټه واخلي . خو له هغه ځايه چې دبې شمېره وگړو پېژندل او دنړۍ په متعددو ژبو ځان پوهول دهرانسان لپاره آسان اوسهل کار نه دى،نو په دې لحاظ ښه به دا وي هغه کسان، چې د دغه کار صلاحيت او وړتيا لري دنورو وگړو سره په دې هکله مرسته وکړي .

له همدغه ځايه ده، چې د ژباړې موضوع او د ژباړونکي شتون د ژوند يومهم اواړين کار گرځيدلی دی . ځکه د اوسنيو شرايطوسره سم دنن ورځې ژوند پرته له دغو دوو څيزونو پر مخ نشي تللی .

بايد په ياد ولرو، چې ژباړه يو آسان اوساده کار نه دی چې هرڅوک دهغه له عهدې څخه په ښه توگه راووځي البته د دغه فن کارول په بنسټيز ډول تر زياتې کچې دژباړونکي د مجهزوالي شرطونو سره تړلي دي ، اود ژباړی مهم شرطونو دادي :

1 – دفطري وړتيا او استعداد شتون اودليکوالۍ دمهارتو نو کسبول .

2 – په کافي اندازې سره په هغې ژبې پوهېدل، چې ژباړه ورڅخه کيږي .

3 – په هغې ژبې ډېر پوهېدل، چې ژباړه ورته کيږي.

4 – د هغې موضوع په اړه لازمه اواړينه پوهېدنه، چې د ژباړې موضوع او موخه جوړوي.

5 – داثرد ليکونکي د مافي الضميرددرک وس او د هغه سم افاده کول دبل کلتور د ګټه اخيستونکو لپاره.

6 – د ژباړې د رمزونو او اساساتوڅخه خبرتيا ، چې دغه رمزونو اواساسات خپله د ژباړونکي په وسيله را بر سيره شوې دي .

د ژباړونکي دبرياليتوب ستر رمز د ژباړې مخکينيويادو شويو شرطونو سره نېغ په نېغه تړاو لري .

په پنځي (طبعي) ډول دمخکينيو شرطونو په پلي کولو کې کمزوري دنورو کمزوريو لامل گرځي ....

ځکه ژباړه ډير دقيق اودخطر څخه ډک کاردی ، له دې امله يوه وړوکې تېروتنه ټول مطلب ته ضرر رسوي .

د ژباړې په کارکې د ښوېدنې او لغزش په سبب ددووسړيويا دوو ډلو يا دوو هېوادونو روابط سره گډوډ وي اود کېنې اوعناد اور د دوی تر مېنځ بل شي .دلوستونکي فکر غلط لوري ته سوق شي او د اثر د اصلي ليکونکي شخصيت او حيثيت د خلکو په نظر کې حقير ښکاره شی .

لنډه خبره داده، چی نا سمه ژباړه د اثر د اصلي ليکونکي حيثيت او شخصيت ټيټوي او د موضوع لوستونکی نا سمې اوغلطې لارې ته سوق کوي .

له همدې ځايه ده، چې د يوه ښه ژباړونکي اړتيا ليدل کيږي او ښه ژباړونکي ته د قدر او احترام په سترګه کتل کيږي....

4 – ځکه همدا ښه ژباړونکی دی، چی د خپل کار دکيفيت دتناسب سره سم په يوازی توگه دمربوطه موسسې حيثيت اوچتوی بلکه دموسسواواړوندو څانګو ترمينځ د ښه پوهاوي په برخه کې لوی چوپړ کوي.

که چېرې څوک غواړي، چې يوباکفايته ژباړونکی شي نوبايد د نورو بېلابېلو علومو د څانګو د متخصيصينوغوندی يوه ځانګړې څانګه د خپل ځان لپاره ځانگړې کړي.

رفيع الله ستانګزی

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.