واړه(واره) Vara

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدجان ماڼو

دا لرغونئ آریائي نوم چې د آوستا په کتاب کې راغلی دی د تاریخي او ادبي پلوه خورا د اهمیت وړدی دزماني د تیریدو سره سم ئې نوم یو پر بل اوښتی دی ،د تاریخ په اوږدوکې د نووادیانو،کلتورونو او نووفرهنګونوتر اغیزې لاندی راغلې اودنامه مانا او مفهوم ئی هم ور اړولې دی لکه د یو چا په غاړه چې دنورو رنګونوجامې ورواغوندی ،چې کله کله ئې څیره وراړوي که څوک ناڅاپي ورسره مخ شي نو داسې ورته ښکاري چې دا کوم بل څوک دی که نه نو دا هماغه څوک وي چې تش ئی جامې نورې وي،که نه نو مانا او مفهوم ئی هماغه وي کوم چې وو،خویواځی په مفاهیمواو صفتونو کې یی توپیر را د بره کیږی چې دا توپیر مونږ همدلته د(واړه)په نامه کې په څرګند ډول لیدلی اوکتلی شو.
دپورتنئ توضیح څخه زما مقصد دادی ،چی داوستا لرغونې کلمه «واره» ښائي د (ړ)توری ولري، یعنی (واره) به (واړه)وي،وروسته به څیړونکو د (واره ) په ډول لیکلې وي ،دا ځکه چې اوستا یوه لرغونې آریائي ژبه ده اوپه هغې کې باید لرغوني خصوصیات ډیر ولیدل شي اود(ړ)توری باید د هغی داصلي تورو څخه وي ځکه چی د(ړ)توری په سنسکریت کی هم موجود دی.
زما نظر دادی ،چی څیړونکو به د خپلې ژبی د خصوصیاتو له مخې،چی اکثرا ئی اروپائي پوهان دي هغویو به د(ړ)توري د نه درلودلو په خاطرد (واړه) کلمه به د (واره) په شکل لیکلي وي او د نورو پوهانو لپاره به ئي همدا شکل غوره ګڼل شوی وې.
ددی کارد شننې لپاره غواړم لومړی د پوهانو او څیړونکوتاریخي اندونه او دنامه دماناګانو په اړوند،چی هغویو توضیحات ورکړي او تشریح کړې یی دي یودبل پسی ولیکم او وروسته د هغې نوی نظر او دهغې پرتله لوستونکو ته وړاندی کړم،چې لږ صبراوحوصیله غواړي خو دومره وایم که ئې تراخره پورې ولولې د تاریخ زړه مزه او خوند در په یادوي اودا دعوه به وکړې چې خدایږود(اوستا)دمقدس دیني کتاب اصلي ټاټوبې او د زردشت دپیغمبر د پیدایښت اصلي ځای هم همدلته زمونږ د لرغوني آریانا د نني هیواد دګران افغانستان دهندوکش هاخوا او دی خوا سیمې دي.
واړه«واره» : ( دا کلمه هم ډیره تاریخي اومهمه ده،د اوستا په وندیداد کي دا نوم راوړي او داسی ښکاري ،چی په بخدي کی دا لومړۍ ودانۍ ده ،چی «یما»د اهوره مزدا په امر جوړه کړه پخپله اوستا هسی وائي:
( تر ژمي د مخه په هیواد کی ډیر واښه ،د څارویو لپاره راشنه شول.او اوبو ښه خړوب کړل،نو اوس به تر واوری لویدو وروسته ای «يما» دونې نوکې ځای چې د پسه پښه پرایښو کیږی،عجب ښکاره سې! نو ځکه ته یوه واړه جوړه کړه،چې د اسپ د سپرلود ډګر غوندی ئی هرخوا ارته وې.او هلته د پسو او غویواو سړیواو سپیواو مرغانو تخمونه او سور بریښیدونکی اور درسره یوسه!
نو له دی جهته ته جوړه کړه یوه واړه٬ چې د آس د سپرلو د ډګر غوندي ئې هر اړخ وي،او دا ځای خلقو ته ټاټوبی وي، یوه واړه چی د آسپ د سپرلو ډګر غوندی یی هر اړخ وي ،د غویو او سړو لپاره هلته ته اوبه وبهووه په یوه واله کی چې یوه هاتره اوږده وي هلته ښائي چې ته مرغان په داسې چمن کښینوې،چې هیڅکله نه زمول کیږي،دداسی خوړو سره چې کورټ نه ناغه کیږی.هلته ښائی چی ته یو ټاټوبې ودان کړې چی یو کور وې د لوړۍ خونۍ غولي او دالانه سره!
هلته ښائې چی ته د سړیواو ښځو تخمونه یوسې،کوم چې ډیر لوی او خورا ښه اوغوره وي پرمځکه ،هلته ښائي چې د هر راز ژویو تخمونه یوسی، کوم چی ډیر لوی اوخوراغوره وي پر مځکه!
هلته ښائي چې د هر راز ونو تخمونه یوسی کومې چې خورا ښه خوند اوښه بوی لري. له دغو ټولوتخمو څخه ښائي چې ته دوه دوه له هره ډوله څخه یوسی ،او په ډیر زیار ئی خوندي کړې،ترڅو چې هغه سړي ټول په واړه کی هستوګن سې.
هلته نه ښائی چی ټیټی یا خیټو،یا لیڼی یا لیوني؛یا بد خواه ،یا درواغجن،یا کین کښی رخن «حاسد»،یا وران غاښې،یا پيس استوګنه وکړي.......ددی ځای په لویه برخه کې ښائی چې ته نهه واټونه جوړ کړې ، شپږ په مینځ کی او دری نور په هغه کوچنۍ برخه کی ،د لوئی برخې په واټوکی ښائي ته زرسړي اوښځۍ واچوې، په منځنۍ برخه کی ښائی چې شپږ سوه وي او په کوچنۍ برخه کی ئی دری سوه ،ښائی چې دغه واړه په خپل طلائی مهر ټاپه کړې،او یو وراو یوه کړکۍ ورته جوړه کړې چې پخپله یو له بل سره ورځي ).(1)
(نو یمایوه واره(واړه) ودانه کړه،چې د آس د سپرلو غوندی ئی هراړخ و،او ده هلته دپسواو غویواوسړیو او سپیواو مرغانوتخمونه اوځلاند سور اور یوړ،ده جوړه کړه یوه واره د سپرلو د ډګر په شان د سړیو د ټاټوبي لپاره او یوه واره د سپرلو د ډګر په شان دسړیو دټاټوبي لپاره او یوه واره د سپرلو د ډګر په شان د غویو اوپسو لپاره)!(2)
(هلته ده دسړیو او ښځوتخمونه یوړل،کوم چی پر دې مځکه خورا لوی اوخورا ښه او غوره وو،هلته ده د هر راز څارویوڅخه چې پر دی مځکه خورا لوی اوخوراښه اوغوره وو، یووړل .هلته ده د هر راز ونوڅخه چې ډیرې جګې اوښه بوې لرونکۍ وې تخمونه کیښوول .هلته د هر راز میوو څخه چې ډیرې خوندوری وې تخمونه یوړل .له دغو ټولو تخمونو څخه ده دوه دوه یوړل او په زیارئی هلته وسا تل تر څو چې دغه واړه په سړیوودانه سوه) .(3)
د «وارې- واړې» د جوړښت په اړوند نورې زړه پورې خبري هم د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کی شته دی چې داوستا د کتاب څخه را اخیستل شوې دي ،چې دلته ئی دیوۍ ټوټۍ په را اخیستلو بسنه کوم لکه:
(بیا نو «یما» دغسې وکړه،لکه اهورا مزداچی ویلي وو؛ځمکه ئی په پښو وخرله او پخپلو لاسویي خټه جوړه کړه،لکه دلوښوخټه. نو یمایوه واره ودانه کړه ،چی د اس دسپرلو د ډګر غوند ې ئی هر اړخ ؤ،او ده هلته د پسواوغویواوسپیواو مرغانو تخمونه او ځلاند سور اور یووړ،ده جوړه کړه یوه واره دسپرلو د ډګرپه شان دسړیو دټاټوبي لپاره او یوه واره دسپرلو دډګر په شان د غویو او پسو لپاره! )(4)
(وایی چی یما دغسی وکړه، چي امر ورته سوی ؤ،څو چی واړه ودانه سوه)(5)
(په دی ډول اوستا د واره د ودانولو نقشه مفصله کاږي،او لدی څخه داسی ښکاري چی یما د اهورامزداپه ښوونه واره جوړه کړې او په هغه کی ئی د مدنیت لومړی اساس ایښی ؤ.
واره په بخدي کې وه،او تر اوسه ئی هم اثارد نوبهار په نامه سته،هغه وخت چي د یما په دغه تاریخي ټاټوبي کې زردشت راو پاڅیدئ،نو دده ددریو زامنو څخه یو چې یوروتاندره نومیدئ«وار مشر»ټاکل سوی ویعنی واره مشر. Temporal lord of the Vara
( په سنسکریت کی له دغې ریښې څخه ډیر کلمات جوړ سوي دي مثلآ واړ یعنې محوطه ، ځای د هندوانو د ستي کولو ځای واړه د ښار څلورمه برخه ،یو ځای چې د هری طبقې خلک پکی اوسي .واړی محوطه غولی دربار باغ.
د سنسکریت (واړه)د اوستا له( واره )سره هم په تلفظ او هم په معنا کی یوه ده ،او دا یوه آریائی پخوانۍ کلمه ده ،چې وروسته په بودائي دوره کی (وهار)سوه ،ځکه چې دغه د بخدي (واړه)هم وروسته د یوه معبد په ډول د زردشتي دین کانون او مرکز وه نو هغه وخت د زردشت اتباع ورک سول.او دده دین له مینځه ولاړ،نو پر پښتونخوااو باختر د بودائي دین څپې راغلې،او افغانستان د دغه دین مرکزسو،بامیان ئی د بتخانو او معابدو ډک ؤنو هغه د اوستا واره چی د زردشتي دین معبدوه ،اوس د بودائي دین کانون سوه.او هغه لوړاو جګ بیرغونه، چې د بخدي ښار ئی په نامه یادیدئ د«لوړو بیرغوښکلې ښار»اوس د بودا د اتباعو لخوالوړ سول ،نو دوی د اوستا «واره» په بودائي اصطلاح«وهار» تبدیله کړه او هغه زردشتي اتشکده بتخانه سوه او دغه «وهار» ؤچې وروسته بهار سو او په اسلامي دوره کی دغه د بخدي معبد «نوبهار»باله کیده ).(6)
نوی نظر:
د اوستا د متن څخه داسی ښکاري چې،(واره)د یوه ځای ټاټوبي او د یوه ستر حصارپه مانا دی دا ځکه ،چی په هغی کی د هستوګنی مفهوم پکی له ورایه نغښتی ښکاري .پوهانو هم د (واره ) کلمه په همدی مفهوم اخیستې ده.اوس چی د واره د کلمې په اوستائي مانا او مفهوم وپوهیدو ،غواړم نوموړی کلمه په پشائي ژبه کی د (واړه) په شکل کی تر څیړنې لاندی ونیسم.او هغه زړه پوری مفاهیم ،چی په هغې کی د آهورامزدا په امر سره د انسانانو ،ډول ډول حیواناتو ، الوتونکو او د نباتاتو دښه او غوره ډولونو راټولول او د هغوی ځای په ځای کول دي همدا ډول نوموړي ډولونه له ټیټي یا خیټو،لیڼي یا لیوني ،بد خواه یا دروغجن یاوران غاښي، پیس.......او نورو څخه د لیرې ساتل دي، څرګند کړم ،چی دا کار د پشائي ژبی د (واړه) د کلمې په وجود کی په لاندی ډول سره تر سره کیږی.
واړه په پشائي ژبه کی:
نوموړې کلمه «واړه»لرغونۍ آریائی نوم دی، چی د اوستا په کتاب کی راغلی چی، څیړنه ئی خورا زړه پورې ده دا په دی خاطر،چی د هغې د څیړنۍ په پایله کی مونږد یوې ژبې د لرغونۍ زمانې څخه را نیولې تر نن پوری د هغې ژوند او شته والې او حقیقت را برسیره کوولکه څوک ،چی یو ناڅاپه یوارزښتناکه غمی مینده کړي.دا چې اوس مونږ د «واړه»د نامه په هکله د اوستا د کتاب د قصې څخه څه نا څه دا درک کړه او پری وپوهیدو،چی (واړه)د انسانانو رنګارنګو حیواناتو،مرغانو د ښکلو او ښایسته بوټواو د خوش بویه او مزه دارومیوه لرونکو ونو د ډولونو د بقا څخه بحث کوي پری وپوهیدو، چی نوموړې کلمه په کل کی د« چاڼ اوسوچه توب » مانا ورکوي اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی د نوموړې نامه مانا او څرنګوالې په لرغوني آریائي ژبه پشائي کی وڅیړو په لاندې ډول.
واړه په پشائي ژبه کی د(واړیک- چاڼول؛ غلبیلول) له مصدر څخه په لاندی ډول په یوه ګردان کی وینو.

واړیک :
پشائي پښتو فعل فعل
آ زه واړیم غلبیلوم امري فعلونه ئی: (واړ،واړه)دمفرد مخاطب لپاره.
----------------------------------------------
تو ته واړي غلبیلوې واړنا- غلبیلونه
سی هغه واړګا غلبیلوي واړوا- غلبیل شوی
امو مونږ واړیس غلبیلوو
ایمو تاسی واړیدا غلبیلوئ
تې هغوی واړین غلبیلوي
په پشائي ژبه کی د ( واړ،واړه )د امر فعلونه دي، چی مانا ئی (غلبیل ئي کړه؛ چاڼ ئي کړه)کیږې ،دا چی اوس مونږ د اوستا د« واړ- واړه » نومونه د پشائي ژبی په یوه ژوندي مصدرکی په لاس راوړل چې د شکل له مخی د اوستا د(واړه) سره هډو توپیر نلري او کټ مټ د یوې مورغبرګوني او یوشانته لوڼۍ او د یوې سکي دوه مخه دي،دا چی اوس مونږ نوموړی نوم دشکل له مخی په لاس راوړ،نو د مانا او مفهوم له مخی که ورته ښه ځیر شونو د اوستا د تعریف څخه دا په ډاګه کیږی، چی د اهورامزدا د وینا سره چی (یما)ته لار ښوونه کوي کټ مټ یو شی دی او هلته ورته وائي ،چی د هر ډول څخه غوره او ښایسته او ښکلي او مزه داره راټول او (واړي- واړه)ته راټول کړه،چی په دی ځای کی د اوستا د(واړی-واړه) نوم او مفهوم د پشائي ژبی د(واړ،واړه، واړی) د شکل او مانا څخه هډو توپیر نلري او سره یو شی دي.
اوس نو دا ویلی شو،چی نوموړې کلمه اصلأ پشائي کلمه ده یا هم برعکس اوستائي کلمه ده . په هر حال داوو د اوستا د (واړی)کلمی په هکله چی مونږ ژوندۍ په پشائي ژبه کی وکتله او وڅیړله.
اوس دا په ډاګه وایم چې پشائي ژبه د اوستا د کتاب د لیکنې لا پخوا یوه ژوندۍ ژبه وه ،چی بیا وروسته د (اوستا) کتاب پری لیکل کیږی .
د بیلګې په توګه یو څو نور نومونه ،چی لا تر اوسه پوری په پشائي ژبه کی ژوندي دي لکه:
وار – نوبت؛واړ-ډبره.
يادونه: او یو بل خورا زړه پورې نوم چی لا تر اوسه پوری یو ژوندی نوم دی او ورته (واړه وان)وائی او دا ځای دلرغونۍ زمانۍ څخه تر ننه په خپل نوم ژوندۍ دی او دا ځای د کونړ ولایت د نورګل ولسوالی د توری تیګې په نوم سیمه کی ،چی د سیمې پښتانه دا ځای اوس د ګوچ په نوم نوموې،چی د شکل له مخی چار چاپیره یو د بل سره نختي غرونه دي او یواځی د ننوتو لپاره یوه لار لري،چی ته به وائی ،چی دا لاره یا دروازه چا په خپلو لاسونود ننوتلو لپاره جوړه کړي وي شته دی ،چی دا نوم د اوستا د (واړه وان یا واړه مشر)سره کټ مټ یو شانته دی.

Temporal lord of the Vara
داوو د واړه د نامه څیړنه او شننه په پشائي ژبه کې.
زمونږ د ګران هیواد لرغون پیژندونکي کولای شي دد غی نوې څیړنې په رڼا کی خپلو څیړنو ته ژوره کتنه وکړي اونوموړۍ سیمه له نږدی وګوري دنامه او ځای په هکله او د هغی د خصوصیاتواو د څرنګوالې په اړوند نوۍ څپړنې وکړي اودا نیمګړې څیړنه پوره ژب څیړونکو اوژب پوهانود نوو څیړنو لپاره لاره هواره کاندي .
دا د اوستا (واره) په اصل کې دپشائي ژبی (واړه – غلبیلول ، چاڼول)دي ،چې د نوموړې نامه توضیح او تشریح د اهورامزدا په امر کی چې پر( یما) ئی کړی دی ښه څرګندیږي ،چې د (واړی- واړه)مانا هماغه غلبیلونه او چاڼونه ده نه کوم بل شی.


1- 2-3-4 -دپښتو د ادبیاتو تاریخ..........172
5-د پښتو-------------------------------173
6--------------------------------------- 174
په درنښت
ماڼو