اخترته نوي کالي يوازنۍهيله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

روزۍ د کوچني اختر له پاره هم نوي کالي نه وو جوړکړي خوموريې ورسره لوظ(وعده) کړی وو چې ګوندي خدای(ج) به له يوې خوا نه له يوې خواروښنايي راولي اولوی اخترته به خامخاښه ښا يسته ګلالي کالي ورته ګنډي .خو روزۍ دمور په وعدې چنداني باورنه درلودځکه پروسږ کال يي هم ټينګ قول ورسره کړی ووچي اخترته به دګنډاوخولونوي کالي ورته جوړوي خود
خدای رضا وه پلاريې په حق ورسېد او يوه اخترته يې هم نوي کالي ور جوړنه کړل . دروزۍ به ټوله ورځ توري غټي سترګي له اوښکو ډکي وې، په ګلابي غامبرو به يې هروخت غټي غټي اوښکي لکه دسپينو زرو دانې ولاړي وې، پلو به يي تل په اوښکو لوند وو.دغټوبادامي سترګو سپين به يې تک سره وو،سترګي به يې لکه دوينو ډکي کاسې غوندي مالومېدې . روزۍ په ژوند کي يوه آرزواوهيله درلوده هغه فقط يوازي داختر دګنډاوخولودنويو کاليو وه.
روزۍ به دخپلو همزولودګنډاوخولوداخترپه نويوکالولاسونه وهل، هغوی ته به یې ويل بل اختر ته به ماته هم مور لکه ستاسوغوندي ښه ښايسته کالي راجوړکړي، مورمي ګنډ او خولې آن پروسږ کال لا راته ګنډلي دي،خولالاجان مي مړ شونوځکه يې نوي کالي راته ونه ګنډل . سږکال که خدای کول غنم به موله غلې څخه زيات شي کمکی لالا(کشرورور)به هغه خرڅ کړي نوپه همهغه ورځ به ښه ښايسته رخت له بازاره راته را وړي او مور به مې ښه په خيال راته وګنډي!
نجنو به کټ کټ ورپوري وخندل ،ته هميش دا خبري کوې موږ خوستا نوي کالي هيڅکله هم نه دي ليدلي په کوچني اختردي هم په زاړه کميس نوي ګنډاوخولې ګنډلي وې .
وبه دي ګورو چې ته لوی اختر ته څنګه کالي اغوندې ؟
دروزۍ يو ورورډېرکلونه پخواکابل ته تللی وو،ټولو نجنو به ورته پيغورورکاوواورته ويل به يي ستا ورورکافر شوی دی دکافرا نو سره کمک کوي په تاسي خدای په قهرشوی دی هيڅکله به هم خدای په تا نوي کالي وانه غوندي ،زموږ وروڼه چې دخدای له پاره اود اسلام دساتلو له پاره همېش دکافرانومالونه په غنيمت نسي اوله هغو مالونوڅخه وريښمين ټوکران او رختونه راوړي ،خدای موږ ته راکوي اوراباندي لورولي يې دي،
ستاوروڼه ولي په غنيمت پسې نه ځي؟
روزۍ به دخپلوخورلڼو خبري مورته کولې،پوښتني به يې ځني کولې اوهم به يې ورته ويل موږ څونه ډېري مځکي لرو،دا ټولي مځکي ولي نه کرو؟ چي ډېر غنم ځني واخلو، هغه به خرڅ کړو هراخترته به نوي نوي کالي جوړه وو.
موربه يې له اوږدو اوسيلوسره سلګۍ هم ملګري کړې په ژړغوني غږ به يې ورته وويل:
(خدايه بوره مي مه کړې!باقي مي له غمه وساتې) نودڅوکلومخکي دښه ژوندکيسې به يې ورته شروع کړې:
هغه وخت چي پلاردي ژوندی وواوکاريزوهم ښې ډېري اوبه درلودې مځکي آبادي وې دغه نجوني چې اوس تاته تانې (طعنې) درکوي دهغوی پلرونه ستادلالاجان خدای دي اوبښي دهقانان اومزدوران وو، خوچي نن خدای کاریزونه وچ کړل،مځکي شاړي شوې، اوبه دمځکي په تل اومخ کي ورکي شوې،دباران څا څکي پرآسمان وچ شول،لوی کارېزهم نور په وچېدو دی،خوبيا هم ښه دی دمشر اوکوچني وروردزړه په وينوخوڅه ناڅه غله راپوره کوي .
زمانه خرابه شوه دبېل چې اوکره پرځای خلکوتوپک اوچړې واخيستې له دهقاني او مزدوري څخه يې ځانونه خلاص کړل دجريمې،غنيمت اوانعامونوپه پيسوبډای شول اوښه ښايسته کالي اخترونوته جوړوي .
زموږخوهغه چناران هم خونخورعمو مي قومندان ووهل، دخدای داسي خدايي ده، دالانتي(لعنتي) غل ووخونن عمومي قومندان شو،دخدای قهررانازل شوی دی . پلاردي مړشوخدای دي اوبښي په هغه نوروهلکانويې مکتبونه وويل اوس نه دهقاني کولای شي اونه يې هم بل کوم کارزده دی .
حکومت هم خراب شو،ټول نالوستي مقرر شول خوپه دوی اتبار(اعتبار)نه کوي دغم حزب يې کړې هرخراوخرکار چي حزبي شي بيانودښه ماش (معاش)چوکۍ ورکوي ، زما بلاخوړلي خونه حزب ته ورځي، نه له دغه خونخورګردۍ بلاسره يوځای کيږي نو ترڅوبه دوی په پټه ژوندکوي، دغه وړوکی خو شپه اوورځ دلوی کارېزپه پټيو کي لګيا وي کله داورله پاره ځوځان وهي،کله لښتي پاکوي، ځاندی وخورم وسوليده .
ستونی به يې له سلګيو ډک شو، داوښکوسيلاب به يې په ګونځي مخ راخپورشو دتور ټيکري په پيڅه به يې سترګي اومخ پاک کړل سربه يې لوڅ کړ دواړه لاسونه به يې په دوعا پورته کړل (خدايه بوره مي مه کړې!خدايه دزامنوغم مه راوينې! خدايه ماتردوﺉ د مخه کړې!...)
بېګاشپه دقيامت شپه وه، خونخور،غله،قاتل اوخدای ناترسه ګروپونه راټول کړي ووزموږ له کلي يې په ولسوالۍ ترسپيده چاوده ټکونه وکړل ،ټوله شپه چا سترګي نه دي پټي کړي،ډار، وير اوغم په ټول کلي خپل درانه وزونه غوړولي وو،چي سهارشوټول هوش پرک وو،په کلي وحشت خپلي ظالمي منګولي لګولي وې، خلک ټول پټ شول ياهم ليري کليو ته ولاړل . خودروزۍ مشروروردپخوا په شان کره پراوږه کړ اوکښت ته ولاړ، د رزۍ وړو کي ورورنه غوښتل چي وختي پټيوته ولاړ شي خوموريې مجبورکړ چي وروردي يوازي دی ته هم ورشه نن مو اوبه هم په واردي ورسره کمک به شې،وړوکی هم په ماتو بندو يوټوک وچه ډوډۍ په لاس کي واخيسته اوپه مشر ورور پسي پټيوته ورغی .
لمر له تندي اوښتی وو چي دولسوالۍ له خوا دټانکواوموټرو دوړي اوغوراوي پورته شوې ښځي اوواړه ماشومان دباموسروته وختل که ګوري چي دکلي پخوا را روان دي، څوشېبې وروسته لکه دژمي دڅلې دوږيو لېوانوغوندي کلي ته را ورسېدل،ښځي اوکوچنيان دباموله ديوالوپټ شول که ګوري چي يو خوني لېونی بيرديم(ټانک) دکلي له منځه دپټيوخواته تېرشو، دهغه ليوني ټانکيست ددشکې ماشينګړي دمرميودننوغوندي ټکهاری جوړ کړ،څوک نه پوهيدل چي کومي خواته يې عزرايل له مرميوسره ولېږل،خو کوم کوچني هلک چغي کړې، دروزۍ وروڼه يې وويشتل! دروزۍ وروڼه ښه ليري په پټيو کي په کارلګياوو،چيغه دټولو کورو په باموخپره شوه، دې چيغي ځان په ډېر تلوار دروزۍ دمور ترغوږو راورساوو.
دروزۍ دمورچپه سترګه لا سهار لړزېده،روزۍ ته به يې ويل خدای تعلُی دي فضل وکړي! داچپه سترګه مي ولي غورزي؟
چيغه چي يې واورېده ،نويي لورته وويل :دغه دی لوري! دسترګي پړک مي رښتياشو! دخدای درضأشکريې ويوست،خدايه ستارضاده،ستاپه رضأ زما رضاده! داخبره يې وکړه نوريې څه ونه ويل.
چالاکه،تکړه اوپه غيرت کي له بامه راکته شوه، ملا چي يې غمونوورکړوپه کړي وه جوړه شوه،سمه شوه ،سيخه شوه، نيم ټيکری يې په سرکړ اوپه نيم يې ټينګه ملاوتړله پښې لوڅي لکه اتلس کلن زلمی غوندي دپټيو په طرف په منډه شوه، روزۍ ورورمړي په ژړا په خپلي بوري مورپسي منډي وهلې،موريې شاته مخ ور واړاوو روزۍ ته يې وويل مه ژاړه! دخدای آمردی! خدای دوی ته دشهادت مرتبه ورکړه! ګوره نور ونه ژاړې! دوښمنان راپوري ونه خندوې!
په ټول کلي کي سړي نه وو، ښځي اوماشومان بياپه باموراوختل ،ددشکې ټکهاری بس يوه دقيقه وو،نورچوپتيا په کلي وغوړېده، يوازي دروزۍ يوه يوه سلګۍ به دکلاوو له دېوالوسره لګېده اوآزانګه به يې په فضا کي وڅرخېدله .
موردسترګوپه رپ کي ځان زامنوته ور ورساوو، ګوري چي دواړه ددومترو په واټن کي سره پراته دي،غږ يې پرې وکړ زامنو شهادت مو مبارکشه !
دکشر غاښونه سپين او سترګي يې پټي وې په خپل شهادت يې خندل ، مشر خپله لونګۍ دنس په ټپو ټينګه تړلي وه ،دزړه دسر په ټپ يې ښی لاس ايښی وو،چپ لاس ترسر لاندي ايښی وو ارام په ابدي خوب ويده شوی ووخوويني يې لاګرمي له ټپوبهېدې .
مورکشرزوی بې ځنډه په غېږکي راپورته کړپه روزۍ يې غږ وکړ کمکی لالا دي زماپه اوږوراپورته کړه! هغه هم ورسره کمک شوه په ډېره عجله يې کورته راورساوو، په چوتره يې نالۍ ورته اواره کړه،ښه نرم بالښت يې تر سرلاندي ورته کېښود،دروزۍ د سرله ټيکري څخه ټوټې راڅيري کړې زني او پښي وروتړلې،بيا بېرته په بېړه ووتله په منډه يې ځان مشر ته ورساوو،موراو لوردواړه پرې څرغي شوې خوويې نه شوکولای چې پورته يې کړي،نويې دروزۍ له سره ټيکری راوا خيست اوپرې و يې غوړاوه .
سمدستي يې روزۍ ته وويل: هله چې ويني وچي نه شي! نويې فورأ د دواړوپه وينوسرې شوي خاوري ټولي راټولي کړې اوپه ټيکري کي يې غوټه کړې، په سريې کېښودې اودکلا شاته يې دسړک په غاړه کواڼه کړې نوري ښې ډېري خاوري يې پرې راټولي کړې،پرې اواري يې کړې ښه لحظه يې سر پرې کېښوداوستړيا بيخي رفعه شوه راکېناسته او ويې ويل که تاسي ولاړاست ويني خوبه مودلته راته نيږدې وي .
غم ډېر درندوو،دشهيدانوموراوخورته دزغم وړ نه وو، ورځ هم په موراوروزۍ ډېره درنه تېره شوه او درنه شپه هم رانيږدې کېده ،لمرورورو دورځي تناونه کشول،دولسوالۍ دخوني ټانکو اوموټروپه وينوسرې دوړي هم بېرته په ولسوالۍ ننوتې .
خلک ماښام بېرته کلي ته راغلل شهيدان يې په همهغه شپه خاوروته وسپارل .
موريې په شهيدانوپسي ترڅلوېښتمي پوري دجمعګي غړي پاخه کړل .
لوی اختر ته لا څوورځي پاتي وې چي تربرويې روزۍ ټکينه کړه،دروزۍ اومورغمونه څوچنده شول .
دعرفات په شپه مورله لورسره له کور اوکلي څخه پټي ووتلې اودکلونوپه ورک زوی پسي نامعلومه لاره دکابل خواته ونيوله .
خودروزۍ داختردګنډاوخولودنويوکالو آرزو اوهيله نيمګړي پاتي شوه .
عبدالسلام اندړ