عبدالسلام اندړ
دوري دمياشتي تنخوامي لا نيمه نه وه مصرف کړي،چې په کابل داولجو اوغنيمتو ميراث خواره را ورسېدل،نو ما اودوظيفې يوه ملګري مي په وضعه څېړنه وکړه،فيصله مو پردې شوه چې بايدله کابله څخه هم پښې سپکې کړو،لکه څنګه چې موله کليوڅخه کابل ته پښې را سپکي کړې وې .
نوددې هوډ عملي کېدل راته څه اسانه کارهم نه ووځکه له يوې خوا مو پيسې نه درلودې اوله بلې خوا دجونګړو پرېښودل راته خورا ځورونکی وو،چې په ډېر زياراوکړاوونو موجوړي کړې وې،په کورکې موداسي شی هم نه درلودل چې پلورلي مو وای اودسفرخرڅ موپرې برابر کړی وای . خوتصميم موونيو،داچې(تصميم دبرياليتوب لومړی شرط دی .)نودځمکني عيزراېليانو څخه دتېښتي برياليتوب راته هيله مند ښکارېده .
مازديګرلوړووچې داولجو دسيلاب څپې ليږ کراري شوې وې، نودخپل کاردځای دليدلوله پاره ولاړم، چې کتل مي دتعميريوازي دېوالونه ولاړدي نورڅه نه وو،ښکلی پوخ تعمير په کنډواله بدل شوی وو، په ليدو يي راته واهمه او وېره پيدا شوه، غوښتل مي بيرته کورته ولاړشم خوپه کنډواله کې دننه مي ټکهاری اوخبرې واورېدې نومي جراَت وکړ چې ورننوزم اوخپله شعبه وګورم ، ور ننوتلم څوماشومان لګياوو له ديوالو څخه دبرق سيمونه راباسي، څوک له ېوالوڅخه پخې خښتي باسي،څونفره نور وړاندي ترغيري فعالوموټرولاندي پراته دي اوپرزې يې باسي،اوپه لويو لويو موټرونوکې يې اچوي .
له يوه ځوانکي څخه مي پوښتنه وکړه ،تاسو ولي داتعمير ورانوی؟ هغه راته وويل :(موږ دمجا هدقومندان صاب سره مزدو ران يو،هغه تراوسه دلته وو، اوس هغه بل تعمير ته ولاړ هلته هم ډېر مزدوران کارکوي، هغوی ګوري اوبيرته راځي.
ماخپله شعبه وليده ،چوکۍ،ميز،فرش نه وو،دروازې ،کړکۍ ايستل شوي وې ،چت يې لوڅ وو،دکړکۍ خواته يې دنيم دېوال پخې خښتی هم وړ ي وې، غم مي دڅو اوښکو په تويولو ورته سپک کړ اوځيني ولاړم . دادردونکي خاطره مي دژوندملګري شوه .
که رښتيا ووايم تردې لاهم ځورونکي زمادماشومي لور ژړا وه چې په خپله نانځکه پسي کوله، دا هم ورسره يوځای شوه.
کورته ولاړم ،شپه اخېره شوه،نو داولادويوه يوه جوړه کالي مي څه مېر مني بخڅه کړل اوپه سريې کېښودل،څه ما توپک ځيني جوړ کړ اوپه اوږه کې مې واچول .
سپيدې لانه وې چاودلې چې ځانونه مو دموټرو هډې ته چې په پل محمود خان کې نوي جوړه شوي وه ورسول .
هډې ته چې ورنيږدې شوودوه زلميان مومخي ته په منډه راغلل، يوه له ماڅخه توپک (پنډه،بستره، ګنډه)واخيست اوبل يې زما دښځي له سر څخه بخڅه(دجاموغوټه ياګنډه) واخيسته ،څوچې ما خوله خلاصوله ، هغوی بياموټروته رسېدلي وو،دسوال او جواب وخت مې پيدانه کړ اوپه ځـغاسته يې زما توپک ديوه موټر سرته وغورځاوو چې طياره پرې ليکلي وه ،لکه دملنګ بابا دزيا رت کٌنبده،رنګارنګ چيري،زوړوکې(تکې)،زنګولې،اوجنډ ې پورې ځړېدې ايشترينګ يې هم انګرېزی وو،هغه بل زما دمېرمني بخڅه دکوم بل موټر په ټول بکس کې وټومبله چې ګاډی پرې ليکل شوی وو، حيران شوم ، له شا مې پسي غږ کړ: صبر! صبر!داڅه حال دی؟ څوک زماخبره اور ي؟، نومې ښځي ته وويل :ته همدلته ودرېږه! ماشومان کوم کلېنر درڅخه په هوا نه کړي! زه په کالوپسی ځم بېرته چټک راځم . نوسمدم دعسکري مارش مارش غوندي په منډه شوم، اول دهغه زيارت غوندي طيارې سرته وختم ،تاريکه هم وه،توري لوخړي وې خوخپل توپک مي وپېژانداوغاړي ته مي را وا چاوه ، راکته شوم اوبيامې دهغه بل ګاډي په لورمارش کړ اود مېرمني بخڅه مي چې را وا خيسته ،کلېنربېرته راڅخه کش کړه،خوزورونه مو سره ووهل بخڅه مې راخلاصه کړه په بغل کې مي ونيوله اوبېرته په ځغاسته هغه ځاي ته راغلم چې ماشومان مې پرې ايښي وو، ګورم چې ماشومان مې نشته، هک پک شوم!.
په هډه کې ډېرزيات خلک وو، غالمغال وو،دموټروبونګاري وې (هارنونه) ،نارې وې ويل يې:جلال آباد،پيخور،اسلام آباد،پينډۍ موټرونه ټول چالان وو،له شايې توري لوخړي وتې تا به ويل سماوارته يې دبلوط(څېړۍ) لرګي اچولي دي،د ايسپندیانودودونواو دوړو نوره هم تياره جوړه کړي وه،موټرونو شا او مخته زورونه وهل ،لدې زوږ سره د سګريټو، نسوارو، ډول ډول شيانو پلور و نکو،سوالګر و او داسپندبلابند چيغي اوغلبلې ملګري کېدې . هغه دچاخبره دمحشر ورځ وه . دايسپندبلابندپه دود ماهم څو ځله په منډه کې لمن وکړوله .
په هډه کې بل ډول خلک وو،بل ډول يې کالي وو اوبل ډول يې خبري کولې چې (اوردو،انګسي اوپښتو) سره اغښل شوي وه چې لدې مخکي ماپه کابل کې داسي خبري اوداډول خلک نه وو ليدلي، په ډېرو خبرو خويې زه په رښتيا هم نه پوهېدم .
خلک وحشت وهلي ،هوش پرک غوندي راته مالو مېدل، (يادا چې زه همداسي وم ) خونه!بلکه ټول خلک يوې اوبلې خواته سرکاوته ځغستل .
نوداولادوپه لټه او پيدا کولو پسي مارش شوم، طياره ،په طياره ،يوګاډی بل ګاډی ګورم، ځغلم، اوچيغي وهم .
توپک مې په اوږه کې،بخڅه مي په بغل کې، پټکی مي په غاړه کې ولول پروت وو،شمله مي تر پښو لاندي لاندي کېده،ګوډ ګوډتلم، داسي مالومېدم لکه چې مين وهلی يم ياهم له موره کوډ پيدا شوی يم، خولې مي دبدن له ټولو سوړو څخه جاري وې، کالي مي لانده خيشته شوي وو.
په بېړه مي دپټکي ولونه له غا ړي، شمله مې له پښوراخلاصه کړه اوپه ځمکه مې غبرګ وغو ړاوو توپک او پخڅه مې يوځاي پکې ټينګ وتړل او شا ته مي واچول ،نو بياپه مارش شوم .
دهري طيارې اوهر ګاډي دمخي له دروازې به پورته کېدم اوغږ به مي هم کاوو، او دشا له دروازې څخه به په ناروکته کېدم ، په يوه نفس مې صيب ټول موټرونه تر نظر تېرکړل مګر او لاد ونه مې پيدانه شول .
نفس مې لنډ لنډ کېده،خوله مې وچه شوه،دزړه پړک راته پيداشو،پښي مي مړې شوې، خوسره له هغه هم په ډېره بېړه ځغاستم .
اورېدلي مي وو چې (ځيني دانسانانوقاچاقبران اوجنايتکاران په عربانو باندي مرغان ، ماشومان اونورشيان پلوري يايې سوغات ورکوي)، نودغې اندېښنې مي دزړه درزا نوره هم رازياته کړه،په غوږو کې مې دخلکو پيغورونه اوطعنو ازآنګه کوله(اولادونه ځنې ورک شول) سم دلېوني غوندي مې منډي وهلې اوله خلکو مي پوښتنه هم کوله ،خوتوپک اوبخڅه مي ټينګ په اوږو کې نيولي اوزغاستم . چا راته دلاس په ايشاره وويل : (هغه وړاندي ګاډی چې په حرکت کې دی څوزنانه اوماشومان ور وختل) نوصيب په هغه ګاډي پسي داسي وزغستلم لکه خوب چې وينم ، هغه ګاډ ی ورو ورو روان وو کلېنر چيغي وهلې (جلال آباد، پېخور) سواريې هم اخيستله ، زه لکه برق غوندي صيب ور ورسېدم اوغږ مې پرې وکړ صبر،صبر... . کلېنډر مخته رامنډه کړه ددې پر ځای چې پوښتنه ځيني وکړم ،صيب زماپه غوټه يې راحمله کړه اورا څخه وا يي خيستله،دی له مخه او زه له شا پسي زغلم، له ډېري وارخطا يي مې صيب په خوله ورته خبره نه جوړېده . خومنډي مي ډېري تېزي وهلې،تر څوچې ور ورسېدم ،صيب زما غوټه يې دسترګو په رپ کې د ګاډي په سرتر رسۍ لاندي ټينګه کړه .
په زړه کې مي ويل اوس نوښه شوه، که مې ماشومان په دې ګاډي کې نه وي ، کالي يې هم ټينګ وتړل ،ګاډی هم په حرکت کې دی، ولله چې دين اودونيا به مې دواړ ه خراب شي . دلېونو په شان مې منډي وهلې ، چې ورنيږدې شوم دوست مې راغږ کړ ، هله ژرراخېږه! چې پاته نه شې!.
موټرته په عجله ور وختم ،په موټرکې ګڼه ګوڼه وه ، دخپل دوست نوم مي په دومره هيجاني لوړ غږ واخيست چې په موټرکې يې چوپه چوپتيا جوړه کړه، داولادوپوښتنه مې ځيني وکړه ،هغه په سړه سينه راته جواب راکړ: موږ ټول ستا په تشويش کې وو چې ته پاته نه شې، ښه شو چې راغلې .دموټرپه منځ کې مې داسي منډه کړه لکه لېوني سپي چې پسي اخيستي يم، ګورم چې ماشومان مې د دوست له کوچنيانو سر ه يوځای دشاپه سېټ کې ناست دي .
په هغوڅوورځوکې له وحشته دتکبيرنعرې دخلکو په خولواوژبوکې ځړېدې، چې خوله به خلاصه شوه نوپه ځای اوبې ځايه به يې دتکبير نارې وهلې( يوه ورځ په سينماپاميرکې سرويس ودرېده، کوم سړي خپلي تورسري ته دمخي له در وازې غږ وکړ «نانه اي کبير» تاشو! په سرويس کې خلکودتکبير نارې ترهغوکولې ترڅو چې سرويس حرکت کاوو) نوزماله خولې هم بې اختياره په لوړآوازد تکبيرناره ووتله! سواريانو،کلېنر اوډرايورټولو په لوړ غږ دري ځله اللهُ اکبرونه وويل، زه نورهم وارخطاشوم ،بې اختياره مي بيا اللهُ آکبر وويل دغه ځل نوپه ګاډي کې دمحشر ورځ جوړه شوه، دغسي حال شو چې موټروان بې دکلېنر (ځه له خيره سره )په خوراتيزي حرکت وکړ.
خدای دي غرق کړه ! په ما دي مرګ تېرکړ! ترخولې مې ناړي بادېدلې ،په درېدلې ساه مې داخبره خپل دوست ته وکړه .
په زړه کې خوشاله شوم ،دزړه ټکانونه مې ليږ کم شول اودانډيوال له څنګه کېناستم .دوست مې سر په څادر پټ کړی وو،د هغه له سره مي څادرواخيست اوزنانه وو ته مي صېب پرده جوړه کړه . دوست مې هم سرلوڅی شو،زه خوهسي هم سرلوڅی وم،په پټکي کې مي توپک(بستره) اوبخڅه تړي وو.
څو شېبې وروسته دعامي روغتيا څلور لاري ته ورسېدو، بَبرو وسله والوخلکودتلاشي په نامه ګاډی ودراوو،ډرايورته يې وويل: (ما چه خر کجاميروي ؟) هغه ورته وويل جلال آباد.موټر ته راوختل دټول موټر،سړي اونا سړي يې تلاشي کړل ،بکسونه، غوټي او ګنډي يې وکتلې، دهر څه پرچۍ (کاغذ،سند) يې غوښت .په اخېر کې يې له کلېنر سره خبري شروع کړې، کلېنربه په ځغاسته موټروان ته راغی په غوږ کې ورته وپوسنېد،موټروان هم شونډي ورته وښورو لې ،بيا به سره ګوښې ته شول څه به يې سره وويل بيابه کلېنر مټر وان ته راغی په غوږکې به ورته وبوڼېده ،همدغه جريان صيب څو ځله تکرارشو. اخېر يې دوه نفره ږيرخريـيًلي اوسرلوڅي مسافر کته کړل، له مو ټر نه يې څوقدمه وړاندي بوتلل، څوخبري يې ورسره وکړې، موږ نه اورېد لې چې دوی څه سره ويل .خو ناڅاپه يوه ريخچاړي (خيرن ببر) وسله وال سړي چې مخ،څټ،او اوږې يې په وېښتانوکې پټې وې په سپکو سپو رو شروع ورته وکړه اوښې چټلې پټلې ښکنځلې يې په لوړ آوازلغړو ته وکړ ې . له ښکنځلو سره جو خت دواړو مسافرو ښي لا سونه دکيڼ بغل په جيبوننه ايستل ،لکه چې څه زهر يې په خوله کې ور واچول،ببر مسلح سړی غلی شواو راپرې یې ښودل .کلېنر غږ وکړ (ځه له خيره سره!) هغه يوه ږير خرييلي اوسرلوڅي کلېنرته وويل : داڅه خير دی!.
ماته هم اندېښنه راپيداشوه،ملګري ته مي وکتل هغه ماته وکتل،سترګو موخبري سره وکړې، په مخ مولاسونه ووهل ياني داچې ږيري نه لرو،سرونه موهم لوڅ دي،خدای دي خير راته پېښ کړي!
ملګري مي راته وويل: (ستادتکبير نارو ګټه وکړه غم مه کوه)
په هودخيلوکې بياملاتړلو،ببرو اوسلاحدارو موټر ودراووتلاشي يې شروع کړه . زه په منډه يوه دوکان ته ولاړم اودوه سپيني ټوپۍ مې را واخيستې يوه مې عاجل په سر کېښوده بله مي ملګري ته ورکړه ،ده راته وويل :(دابه دي ليږ په خاوروکې وهلي وای) نو عاجل يې ټوپۍ ترخپلو پښولاندي واچوله اوښه يې خيرنه کړه نويې په سرکېښوده.
دلته هم هغه داولې تلاشي غوندي اول موټروان خپل بغل ورته وګراوو،بيايې يوه سړي چې دګنډولو ماشين اوغالۍ يې درلودل کته کړ او په سپکوسپورويې ورته وويل دادي غلا کړي دي، دا دغلا مال دی، که دغلا مال نه وي پرچۍ يې راکړه ! کابل مو چورکړ ! غلو! اودکالاشين کوف برچه يې ورته شااومخته کوله ،سړي په کږه غاړه ورته وويل : په رښتيا چې دکابل دخلکو کورونه او مالونه دمجاهدوغلوغنيمت اوچورکړل ،خوزه غل نه يم، دازماخپل دي ،دايوه قالينه اوماشين له چپاو لګرانو څخه راپاتي شوي ،لس کاله دمخه مي اخستي دي، خو سند مندنه لرم ، ډېري زارۍ يې ورته وکړې ، خودموټر شاته سره ولاړل، څوشېبې وروسته يې را پرېښود، کلېنر بيا چيغه کړه (ځه له خيره اوستاذه!).
له پلچرخي تيرشوو،په تنګي کې يې بياګاډی ودراوو، يومول وهلی(چې له شملې سره يې مخ پټ کړی وو اودوه سترګي يې لوڅي وي) دې مسلح چې په ټول ځان دکارتوسوکتارونه تاوکړي وو له موټروان سره يې چې حساب خلاص کړ، ګاډي ته راوخوت ، غږ يې وکړ په بکسو او بستر و کې خوبه مو دغلا مالونه نه وي؟ ټولو په يوغږ ورته وويل: (نه مجاهد صاب). دا خوا ها خوا يې هر يوه ته وکتل،يوه پاخه پاک سپېڅلي سړي ته يې وويل ته راکته شه! هغه بېچاره يوې بلې خواته وکتل رنګ يې والوت ،په مړو بندو ور ولاړ شو. ښه وړاندي يې بوت ، موټروان کلېنر ته غږ کړ شونډي يې ورته وړپولې ،کلېنر پسي ورغی،څه يې مول وهلي ته وويل، مول وهلي ما شينګړ ه دېوال ته ودروله اود سړي په تلاشي يې شروع وکړه،سړي يوکاغذ ور ښکاره کړ ، هغه سر ورته وښوراوو(نه يې شم لوستلی)، يوبل ښه ببرکس راغی هغه کاغذیې وکوت اوسړی يې را پرېښود.
کلېنربيا چيغه کړه:(ځه له خيره!)
موټرکې صېب چوپه چوپتياوه،موټروان ټيپ چالان کړ ،دکوم نارينه سندرغاړي غږ له موسيقي سره را پورته شو،خلک هم يودبل په غوږو کې سره وبوڼېدل، دوحشت څپه درباب اوډول غږ ليږ آرامه کړه،خويوناڅاپه ،يوه خيرن ږيري سړي په موټروان ورټرت وهل،ورته ویې ويل :(ته مسلما ن يې؟ ته شرم لرې؟ دلته زنانه دي اوتا دسازاوسرودپټه ورواچوله،دخدای له قهره نه وېرېږ ې؟) موټروان هيڅ جواب ورنه کړ په پټه خوله يې ټيپ خاموش کړ. دهغه خيرن ږيري مخ له قهره تور سکور غوندي شو،په ستوغوغاړو اووچ غږ يې ورته وويل: (دخدای دکلام ،نعت اووعظ کسټه نه لرې ؟ موټروا ن جواب ورنه کړ ، دموټرګېر يې بې وخته بدل کړ موټر ټکان وخوړ خلکو چيغي کړې(خير!!!خير!!! ،بيا دتکبير نارې پيل شوې ښه ځنډ موپه ګډه په يوه آواز تکبيرونه ترانه کړل .)
ټولوخلکودګونګيانو غوندي يواوبل ته رډ رډ وکتل، دوحشت څپو،دوړو(خاکباد)، دموټر جمپونو او وېري دسواریانو زړونه بيا په پړک کړل .
سروبي ته چې ورسېدلو نوپه يوه لرګی يې سرک بندکړی وو چې دتلاشي دروازه يې ورته ويله،
ډېرسلاح لرونکې ببراوسپېره خلک ورته ولاړ وو،موټرتوقف وکړ،يوه سلاحداره له موټروان سره دموټر له کړکۍ څخه خبري وکړې ،موټر وان خپل بغل وګراوو په مقابل کې يې يوه ټوټه کاغذ ورکړ وروسته موټرته دمخي له دروازې راپورته شو، موټرکې سپاره خلک یې يويوترنظر تېرکړل،بيا يې غږ وکړ :( خلکيان اوخادوالا خوبه څوک نه وي؟) ټولو په يوه آواز ورته وويل نه،نه صيب،ټول غريب خلک يو.سلاحدارچې کته شود ټولو تندي وغوړېدل دا چې په خير تلاشي تېره شوه ،يوچا په موټروان غږ وکړ(اوستاذه حرکت وکړه!) هغه ورته وويل :( يوکس راځي هغه به واخلو.) ښه ځنډ وروسته يوسپين کالی راغی ډېر سلاحداريې له مخي اوله شا زغلېدل، يوسلاحدارکس موټر ته راوخوت ،دموټروان شاته يوځوان چې ږيره به يې يوه ميا شتنۍ وه ناست وو، هغه ته يې وويل:(ته پاڅېږه! سېټ خلاص کړه ! )هغه ورته وويل (ما کرايه ورکړي ، دازماځای دی ، ولي یې خالي کړم ؟زه به چيري کېنم ؟چوکۍ ټولې ډکي دي ، بل څوک پورته کړه! زه نه پورته کېږم .)سلاحدارکس ورته وويل (دا زموږ مېلمه اومجاهددی ، دمېلمه او مجاهد قدرستافرض دی!) خوځوان په تريوتندي او تندغږ جواب ور کړ،زه له خپله سېټه نه پورته کېږم ، سلاحدارديوڅيرونکي وحشي حيوان په څېرورباندي حمله ورشواوپه سپکو سپورو یې ورته وويل( جګ شه کمونيست سپيه!)ځوان لانورهم تند شو او ورته ويې ويل: (ماهم جهاد کړی خرشوی خونه يم) دځوان دې خبري ببر سلاحداردومره وپړساوو چې پرت يې وهل او دکالاشينکوف څټ يې ورباندي ور واړاوو او په ککرۍ يې څو کنداغه ورکړل ، دځوان له سرڅخه وينو داري کړې، نويې له لاسه ونيوکش يې کړاودګاډي دچپ لاس له دروازې څخه يې دسړ منځ ته وغورځاوو،کله چې يې ځوان و واهه نودومره يې خپل ملګري ته وويل پلار ته مي احوال ورکړه!بکس اوکالي يې هم په موټرکې پاتي شول ،خدای (ج) پوهېږي چې دځوان سرنوشت به څنګه شوی وي ؟ .کلېنر په منډه راغی سېټ يې نيم اونيمکله پاکړاو مېلمه پرې کېناست، کلېنر غږکړ (ځه له خيره!) .
په موټرکې چوپه چوپتيا وه،زماپه خيال لکه چې ټول سواريان دبل پاټک غم اخيستي وواويا هم دځوان دوينو دارو وېرولي وو، ځکه چې ماخپله آينه کتله، شايدخلکوبه نور چورتونه وهل . ړنګه غرمه شوه ، ګاډی يوڅه مسافه ولاړ، دغره په لمن کې د نوي جوړ شوي هوټل مخ ته دغرمې دډودۍ اوماسپښين دلمانځه لپاره ودر ېده، دسړک هغه بلې غاړي ته له شنواوبوډک سيندبهېده اوټول آسما ن په کې ښکارېده ، دسيند پوري غاړي ته وړاندي دغره په تسي کې دشنو ونوپه منيځ کې څو واړه دسروخټوسره کورونه مالومېدل،په سره بخون آسمان کي څو ټوټې سپین وره(سپينه اورېځ) دحرکت په حال کې وو، لکه چې موږ يې تعقيبولو،ياداچې آسمان ته دځوان دوینوداري (فوارې) رسېدلي وې،يايې دکابل دښکلي ښاراوښاريانودغميزي ليدل نه شوای زغملی اويايې هم دسربازانوپه وينو لړلوسرودوړوځای ورتنګ کړی وو،نوځکه يې کډه کوله .
ډېره زړه وړونکې منظره يې جوړه کړې وه،زما فکر يې هم څودقيقې مشغول کړی وو .