په لنډه توګه ( داکتر داودجنبش پنځه ويشت کاله د ژورناليزم په ډګر کي ) علمي - ادبي غونډي اورېدلئ او ليدلئ حال

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمد ګل ساپی


د روان زيږديز ٢٠٠٦ کال د شنبه ورځ د دسامبر مياشتي په ٢٣ مه نيټه د بلجيم هېواد په پيک ښار کي د سلام فرهنګي ټولني او په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو ګډي جرګه ګۍ په بلنه هغه پرتمينه علمي – ادبي غونډه جوړه شوه چي د هيواد نامتو ژورناليست ، ليکوال او ژباړن ښاغلي داکتر داود جنبش د کار او زيار د ارزولو په نيت را بلل شوې وه .
غونډه د بلجيم هېواد پيک ښار ته څيرمه د غونډو په يوه دوه پوړيز سالون کي د شنبې ورځي په څلورو بجو د ښاغلي حاجي امين باوري له خوا چي د غونډي کوربه ؤ ، پيل شوه . نوموړي په لنډو جملو کي راغلو ميلمنو ته ښه راغلاست او هرکلي و وايه او ور سره سم يې ښاغلي مبارز څاپي ته بلنه ورکړه چي دريځ ته راشي او د اسماني سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان د څو مبارکو اياتونوپه قرئت سره غونډه پيل کړي .
د کلام ا لله شريف تر قرئت وروسته حاجي امين باوري ، ښاغلۍ انجينر حضرت سادات ته د غونډي د پر مخ بيولو او د دريځ د چارو د ښه سمبالولو په نيت بلنه ورکړل .ښاغلي سادات هم بلنه ومنل او د غونډي پروګرام يې چي په دريو برخو کي تنظيم شوئ ؤ ګډونوالو ته واوراوه . د غونډي لومړۍ برخه چي د پيل وينا او پيغامونو ته ځانګړې شوې وه ، لومړۍ ښاغلي نجيب احمد زي په بلجيم کي د ميشتو افغانانو د کلتوري ټولني په استازيتوب خپل پيغام ولوست ، بيا ښاغلي پوهنوال رسول باوري د غونډي پرانستونکې وينا د (( جنبش پنځه ويشت کاله د ژورناليزم په ډګرکي )) تر سر ليک لاندي ولوستل . په دې ليکنه کي جنبش د ژورناليزم د يوه رښتني مينه وال ؛ د يوه مسلکي څيړونکي ؛ د يوه هڅاند ژورناليست ؛ او ديوه زيار کښ وياند په توګه ياد شوئ اود هغه د کار او زيار بيلا بيلي خوا وي او دهغه وړتيا وي او ځانګړتياوي يې په ګوته کړې .

بياښاغلي عاشق الله غريب په اروپاکي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګه ګۍ په استازيتوب ، د غونډ لپاره تر تيب شوئ پيغام ولوست . په اروپا کي د يوشمير کلتوري ټولنو را رسېدلي پيغامونه پخپله د هغوۍ د استازيو له لوري ولوستل شوې ،د انګلستان څخه د افغاني جرګې له خوا را رسېدلئ پيغام د ښاغلي حسن شور له خوا ولوستل شو . بيا د ښاغلي داکتر خوشال روهي له لوري په جرمني کي د افغان کلتوري ودي ټولني پيغام ولوستل شو .

د کابل څخه د سلام فرهنګي ټولني د لار ښود مشر حاجي محمد جان باوري پيغام د عتيق باوري له خوا ولوستل شو . په مونشن ګلاد بخ کي د افغاني کلتوري ټولني پيغام د هغې ټولني د مشر ښاغلياحمدشا امين له خوا ولوستل شو ، په جرمني کي د افغان سينما تياتر مرکز پيغام دنوموړي مرکز د مرستيال ښاغلي مطيع الله روفي له لوري واورول شو.

په سويدن هيواد کي د دوستۍ ټولني پيغام د هغې ټولني د مشر او د روزګان جرېدې د موسيس ښاغلي حبيب الله غمخور له خوا واورول شو .په لندن کي د افغان کلتوري بهير پيغام د هغې ټولني د استازي ښاغلي افضل ټکور له خوا واورول شوه .په دنمارک هېواد کي د افغانانو د کلتوري ټولني پيغام د هغې ټولني د مشر ښاغلي زمري محقق له خوا واورول شو .
په کندهار کي د بينوا فرهنګي ټولني له خوا را رسېدلئ پيغام د هغې ټولني په استازيتوب ښاغلي عبدا لله احسان ولوستئ او هغه شمير را رسېدلي پيغامونه يې هم ولوستل چي د نړۍ د بيلا بيلو هېوادونو څخه د همدې غونډي لپاره را رسېدلي وه . غونډي ته پيغامونه د استراليا ، اندونزيا ، پاکستان ، ايران ، کانادا ، اوپه يو شمير نورو هيوادونو کي د مېشتو افغانانو له خوا را ليږل شوي وه .
د اوداوکراين هېواد د اديسې له ښار، د دوبۍعرب امارت څخه او د چين پلازيمنه بېجين او د کانادا څخه د نامتو ليکوال ښاغلي دا کتر صبور ا لله سياسنګ له خوا را رسېدلي پيغامونه د ښاغلي سادات له خوا واوره ول شوه . په هلند کي د احمد شاه بابا ټولني پيغام د هغې ټولني د مشرښاغلي ننګيالي بڅرکي له خوا ولوستل شو او هم يې د خپلي ټولني نشرات چي د پښتو او دري ژبي د ځوانو لوستونکو لپاره خپاره شويدي ، ښاغلي داکترداودجنبش او د بلجيم کلتوري ټولني ته وسپارل . د هېوادسياسي شخصيت ښاغلي شيرزاد هم خپل پيغام د غونډي برخوالو ته واوراوه .
د پيغامونو د لړۍ په ورستيو کي د ښاغلي حاجي امين باوري څخه غوښتنه وشوه چي د يو شمير نورو را رسېدلو پيغامونود لوستلو لپاره دريځ ته راشي . ښاغلي حاجي امين باوري د افغانستان څخه د را رسېدلو پيغامونو نوم لړ ولوست ، د کند هار ولايت د روغتيا رئيس ښاغلي داکتر عبدالقيوم پخلا ، د کندهار د البلا ل روغتون څخه د ښاغلو دا کتر امان الله باوري او داکتر حبيب الله باوري ، د کندهار څخه ملي تاجر حاجي جانان ، د ننګر هار پوهنتون د استادانو په استازيتوب د ننګر هار پوهنتون استادښاغلي عباد الرحمن مومند او يو شمير نورو دوستانو او مينه والو را رسېدلي پيغامونه يې ولوستل ، او دورستي پيغام په توګه يې د کاناډا هيواد څخه داغلي خور حفيظ زرلښت راليږلئ پيغام چي د شعر په ژبه ؤ ، ولوست . او په دې ډول د پيغامونو برخه پای ته ورسېدل . دوروستي پيغام تر لوستلو وروسته ښاغلي انجينر حضرت سادات د غونډي د علمي او څيړنيزي برخي د پيل اعلان وکړ .
د علمي غونډي په پيل کي داکتر جنبش دريځ ته نږدې د ګډونوالو په وړاندي جوړ شوي ناستي ځای ( سټيج ) ته وبلل شو. او ور سره سم دغونډي علمي _ څيړنيزه برخه پيل شوه .
د علمي غونډ د پيل مقاله د هېواد دنامتو څيړونکي او ليکوال ښاغلي زرين انځور وه چي د ( داکتر داود جنبش يوازي يو ژور ناليست نه دئ ) تر سر ليک لاندي ولوستل په ليکنه کي د داود جنبش د مسلکي او ادبي هڅو پر بيلا بيلو برخو يې رڼا واچول ، او د جنبش کړي کارونه يې له هره اړخه علمي او ګټور وګڼل ، په ځانګړې توګه په ژورنالستيک ډګر کي د ځنډ پرته او پر له پسې هڅي ، مسلکي زدکړي د دکترا تر بشپړيدو او د يو شمير تاليفاتو تر څنګ د ارزښتمنو اثارو د ژباړلو هاند او زياريې د داکتر جنبش منلي ځانګړتياوي وګڼلې ، خو په ورستيو کلنو کي د څرګنداثر د نه خپريدو خبره يې په ګوته کړل او د دا کتر جنبش څخه يې هيله وکړل چي د پخوا په شان هغوهڅو ته پام وکړي او د علمي – څيړنيزو هڅو لړۍ دي بيا پيل کړي .
دوهمه څيړنيزه ليکنه د ښاغلي پوهاند داکتر زيار وه چي ښاغلي داکتر تاج محمد وزيري ولوستل ، په دې څيړنيزه ليکنه کي د داکترجنبش دهغو هڅو ستاينه شوې وه چي په علمي او څيړنيز ډګر کي يې تر اوسه کړيدي . او بيا په ځانګړې توګه يې هغو ژباړو ته زيات پام کړئ ؤ چي د روسي ژبي څخه پښتو ژبي ته اړول شوي وې ، د پوهاند داکترزيار په ليکنه کي ،د ( په افغانستان کي رښتيا څه تيريدل ) اثر ليکوال ته ګوته نيول شوې اوليکنه يې په شک ليدل شوئ چي ښايې د نوموړي کتاب مولف به دا هر څه د دې لپاره ليکلي وي چي د خپلو تيروتنو او بربنډتيري پړه پر بل واچوي . د دې تر څنګ يې د داکتر داود جنبش يو شمير شخصي ځانګړتيا و ته هم پام اړولئ ؤ .

دريمه څيړنيزه ليکنه د ښاغلي پوهندوئ داکتر نعمت رسا وه چي دهيواد په پيښو کي د ژورناليزم ارزښت او د داود جنبش ونډه ، څيړل شوې وه . په ليکنه کي ناپيلو او تړلو ژورناليستيکو اډانو ته پام شوي ؤ . د نوموړي په اند هغه خپروني اوخپرندويه بيلا بيلې څانګي د هېواد په پيښو کي د ملي ګټو سره سم ګڼل کېدای شي ، چي په هېواد کي د ورورولۍ ، دوستۍاو پخلايني په روحيه خپروني کوي ، نه هغه خپروني او خپرندويه اډانې چي د هېواد تر ګټو ځاني او فردي ګټو ته پام کوي . هغو خپرونو ته يې د انتقاد ګوته ونيول چي لا تر اوسه په هغو تبليغاتو بوخت دي چي د تيري پيړۍ د سړې جګړې په سياست کي يې ځای درلود. خو داکتر داود جنبش يې په دې زيات وستايه چي هم مسلکي ځواکمن ژورناليست دئ او هم يې په را ډيو يې خپرونو کي د ژورناليستکي ارونو سره سم خپله بشپړه بيطرفي ساتلې ده .
څلورمه څيړنيزه ليکنه د ښاغلي پوهنوال داکتر عبدالخالق رشيد وه چي د ښاغلي داکتر کامران وزيري له خوا ولوستل شوه . د دې څيړنيزي ليکني يوه برخه په هېواد کي د ژورناليزم بهير ته ځانګړې شوې وه ، او په بله برخه کي د داود جنبش له خوا تر سره شوي کارونه او فعاليتونه ستايل شوي وه ، خو هغو نيمګرتيا وته يې هم ګوته نيولې وه چي زموږ د هېواد په خپرندويه بيلا بيلو څانګو کي شته ، په هېواد کي د مسلکي کدرونو کمښت ، د ژورناليزم په برخه کي نويو اړينو وسايلو ته پام نه کول ، د بيلا بيلو ملاحظو پر بنسټ رښتينوالۍ تر پښو لاندي کول او نور ، هغه لاميلونه ګڼل شوي دي چي ، پر يو شمير خپرونو د اولس باور د ورکېدو پر خوا بيا يې . خو د داکتر جنبش په اړه يې د هغه رښتينوالۍ او برلاسۍ د ژورناليزم پر بيلا بيلو اړخونو د زياتي ستايني وړ ګڼلئ ؤ .

پنځم وينا وال ښاغلئ استاد باز محمد خان ؤ چي د ښاغلي داکتر داود جنبش سره يې د تيروبيلا بيلو زمانو يادونه واورول او د داود جنبش هغه هوډ او عزم ته يې درنښت وکړ ، چي د زياتو کږليچونوڅخه په پوره بريا ليتوب را تير شوئ ، هم يې زدکړي بشپړه ولې ، هم يې خپل علمي _ ادبي کارونه پر مخ بيول او هم يې د خپلي کورنئ ، دوستانو او ملګرو سره د مرستي او ملاتړ ټولي شونتياوي کارولې . بس د داود جنبش همدا هوډ ، همدا زړورتيا او ځواکمنتيا وه چي هم يې دخپل ژوند خواږه مهالونه وپالل اوهم يې ترخه په خپل وړاندي هيڅ کړل .

د غونډي بله څيړنيزه ليکنه د هېواد نامتو ژورناليست او د خپلواکۍ خپروني د امتياز څښتن ښاغلي يوسف هېواددوست وه چي د داکتر جنبش د ژوند بيلا بيلو اړخونو ته يې پام کړئ ؤ . جنبش په پوهنتون کي د زدکړو پر مهال ، جنبش په پوهنتون کي استادئ دندي پر مهال او جنبش دماسترئ او داکترئ د زدکړ پر مهال . خو د ليکني زياته برخه پر هغه هڅو ګرځېدلې وه چي داود جنبش يې په پوهنتون کي د زدکړو پر مهال د تياتر او ننداريز هنر سره په تړاو کي را پيژندئ . په ليکنه کي هغه خلاقيت او ځيرکتيا په ګوته شوې وه چي داود جنبش د تمثيل پرډګر درلوده . هغه مهال د هېواد نامتو دايرکترانو لکه خدای بخښلي منان ملګري او عزيز الله هدف چي د کابل پوهنتون په اديتوريم کي يې د پوهنتون محصلينو ته لارښووني کولې ، په وارو وارو د داود جنبش د استعداد او پاملرني ستاينه کوله . خو هېواد دوست داپوښتنه هم ياده کړل چي ،له بده مرغه د نامالومو دلايلو پر بنسټ جنبش د تياتر له ډګره ووت او او د هغو استادانو زيات تشويق او هڅونو هم کومه نتيجه ورنه کړل .

دغونډي د علمي برخي ورستۍ څيړنيزه وينا د د هېواد د نامتو صوفي ښاغلي محمد داود نيکزاده وه . نوموړي زموږ په هېواد کي ټولنيزاخلاق او ژورناليزم ته پام کړئ ؤ . په وينا کي د تصوف ارزښت ، او زموږ په هېواد کي د تصوف ريښې او دخپرندويه ادارو ونډه څيړلې او څرګنده کړې وه . ښاغلي نيکزاده داود جنبش ته هغه اړتيا په ګوته کړل چي په خپرندويه وسايلو کي بايدد تصوف ارزښتمني څانګي ته پوره پاملرنه وشي . او دا يې زموږ د هېواد په خپرونو کي يوه څرګنده نيمګړتيا وګڼل .
د ښاغلي نيکراده صاحيب تر وينا وروسته د ښاغلي حضرت سادات له خوا د واړنديز په توګه يادونه وشوه چي : د غونډي په دې علمي برخه کي د هېواد يو شمير وتلو او نامتو پوهانو ليکوالو او څيړونکو څيړنيزي ليکني او مقالې شته چي د پروګرام سره سم بايد ولوستل شي . د بيلګي په توګه د ښاغلي داکتر لطيف بهاند را ليږل شوې ليکنه ؛ د ښاغلي پوهنمل حاجي محمد نوزادي ليکنه ؛ د ښاغلي پوهندوۍ نصير ندا ليکنه ، او پوهندوئ سيف الرحمن سيف ليکنه او د يو شمير نورو ښاغلو را رسېدلي څيړنيزي ليکني يادولای شو . خوله يوې خوا د غونډ پيل تر خپل پروګرام څه نا څه يو ساعت ورسته پيل شو او له بلي خوا د خوړلو څښلو تيارئ په ستر ګو کيږي ، زه به د يوه وړانديز په توګه دهېواد د نامتو پوهانو ، څيړونکو او ليکوالانو څخه هيله وکړم چي هغوۍ خپل اوسنئ وخت د غونډي برخه والو ته ورکړي ، او تر څنګ يې دا ژمنه کوو چي د غونډي لپاره رارسېدلي پيغامونه ، ليکني او اړوند راپورونه به په يوه ځانګړې ټولګه کي د ( داکتر داود جنبش پنځه ويشت کاله د ژور ناليزم په ډګر کي ) تر سر ليک لاندي خپاره شي . د ښاغلي انجينر حضرت سادات دا وړانديز د ګډونوالو له لوري ومنل شو .
وروسته ښاغلي انجينر حضرت سادات د ښاغلي داکترداودجنبش څخه هيله وکړل چي که وينا يا پيغام او يا سپارښتنه لري د وينا لوړ ږغئ ( ميک ) يې په چوپړ کي دئ ، خو د ګډونوالو له لوري هيله وشوه چي تر تفريح وروسته دي ښاغلئ داود جنبش موږ ته خپله وينا واوروې ، همداسي وشوه ، ګډونوالو ته د ډوډۍ خوړلوبلنه ورکړل شوه . د خوړلو او څښلو لپاره په لوړ لاس هرڅه برا بر شوي وه ،
تر ډوډئ خوړولو وروسته د تفريح مهال د غونډي دګډونوالود هغي ليوالتيا او تلوسې را لنډ کړ چي هر يوه د داکتر داود جنبش د وينا لپاره درلوده . د ژمني سره سم ښاغلي حاجي امين باوري د ښاغلئ داکتر داود جنبش څخه هيله وکړه چي د ګډونوالو د انتظار شېبې را لنډي او خپله وينا واوروي .
دا کتر داود جنبش د ګډونوالو د تودو چکچکو سره يوځای سټيج ته ورسېدئ او د چکچکو پر له پسې بدرګه يې په خپلو خوږو خبرو واخستل . د لوی خداې ( ج ) په نوم يې خپله وينا پيل کړه ، وينا لنډه وه ، خو دهغي عربي ژبې څخه راغلي مقولې پر بنسټ (( خير ٌ الکلامِ ماٌ قلٌ ودل ٌ) ولاړه وه . د ګډونوالو او د غونډي د جوړونکو څخه د منني تر څنګ سمدستي دا و ويل چي : زموږ په هېواد او په ځانګړې توګه د ژورناليزم پر ډګر تر ما وړ ډير داسي شخصيتونه شته چي د داشان غونډو په ترځ کي بايد ونمانځل شي . نن چي زما لپاره تاسو دا ربړ ګاللئ دئ ، زه به د ټولو هغو شخصيتونو کار او زيار ته د زړه له کومي درناوئ وکړم چي تر ما يې د داډول غونډو په ترځ کي د نمانځلو او پاللو وړتيا درلوده او لري يې ... . او بيا يې د افغان ژورناليزم په ډګر کي ديو شمير مخکښانو نومونه په زيات درنښت ياد کړل او اوسنۍ ژورناليزم يې د هغوي د لومړنيو هڅو دوام وګاڼه .
ورسته يې د ليکوالو او څيړونکو څخه د ګيلي په توګه دا يادونه وکړل چي په يو شمير ليکنو کي د ستايني برخه زياته وه ، خو دا به ښه وای که مي د ښاغلو څيړونکو او ليکوالانو څخه زياتي ګوتنېوني اوريدلي وای . خو د دې سره سره يو شمير داسي نيوکي او ويناوي هم وې چي زما په راتلونکو کارونو کي به هڅونکي او ګټوري تمامي شي . خو يو شمير داسي مطالب هم وه چي نيوکه بريښي خو ارزښت يې ښايې زما په را تلونکي سم سمکي کي زيات نه وي . دا چي زه جنبش يم او که د پوهنځۍ د لوست پر مهال زما د بهرني استاد خبره ( movement ) يم همدا مي اوس د دوهم نوم څيره ګرځیدلې ده . خو د هغو نيوکو درنښت کوم چي زما د راتلونکي لپاره هڅونکي وې .

داکتر جنبش د غونډي ګډونوالو ته د خپل ژوندانه د بيلا بيلو پړاونو يو شمير په زړه پوري خاطرې او يادښتونه واورول ، چي د خاطرو په هر برخه کي به يې د اورېدونکو له لوري تود هرکلئ کېدئ . د جنبش د لنډي خو په زړه پوري وينا وروسته ، د ګډونوالو په استازيتوب د غونډي دريو ګډونوالو ، ښاغلي زرين انځور ، ښاغلي پوهنوال رسول باوري او ښاغلي استاد باز محمد خان له خوا ښاغلي جنبش ته د ګلونو ګېډئ ورکړل شوې ، چي د منني په ويلو سره يې ومنلې .
ښاغلۍ جنبش د ګډونوالو د تود هرکلي او چکچکو په بدرګه د ګډونوالو منځ ته لاړ او زيات شمير مينه والو د هغه سره د يادګاري عکسونو د نيولو زمينه پيدا کړل ، دا مهال د ښاغلي انجينر سادات له خوا د غونډي د دريمي برخي د تياري لپاره يوه لنډه تفريح اعلان شوه . او د لنډي وقفې وروسته د لوژو پرده پرانستل شوه او د غونډي د دريمي برخي د پيل انانس ورکړل شو .
د غونډي دريمه برخه د ( د جنبش سره شاعرانه ماښام ) تر سرليک لاندي د ښاغلي حاجي امين باوري په مشرۍ پيل شوه . د خوږې وطني موسيقي په څپو کي نوموتو شاعرانوخپل خواږه شعرونه د غونډي برخه والو ته واورول .
د مشاعرې په برخه کي د هيواد يو شمير وتلو شاعرانو ښاغلي محمد اجان يار ، او ښاغلي افضل ټکور د خپلو شعرونو سره يوځای داکتر داود جنبش ته ډالئ شوي شعرونه هم ولوستل ، چي ډير په زړه پوري ، او د ګډونوالو د تود هرکلي سره مخ شوه . د مشاعرې په برخه کي چي د رباب د نغمو سره مل وه ، د هېواد نامتو شاعر ښاغلي علي محمد مجبور دوې غزلې ، د ښاغلي عاشق ا لله غريب په زړه پوري شعرونه د ښاغلي مبارز څاپي څو خوندور شعرونه ، د ښاغلي افضل ټکور زړه راکښونکي شعرونه او ځوان شاعر احمد زې خپل شعرونه ولوستل ، چي د ګډونوالو له خوابه د ښاغلو شاعرانو هر شعر په پر له پسې چکچکو بدرګه کيدئ او د هغو څخه به يې د شعر د بيا بيا ويلو هيله کول .
د غونډي فضا هغه وخت د خندا څپو پر سر واخستل چي د ښاغلي حاجي امين باوري له خوا ليکلئ طنز د ( دا ټوله د جنبش له لاسه ) واورول شو . او دا طنز دومره په زړه پوري ؤ چي د غونډي ګډونوالو به يو ځای د ګډي غزلي په څير ( کورس ) په يوه اواز ويل چي ( دا ټوله د جنبش له لاسه ) .
د مشاعرې سره څنګ پر څنګ د ښاغلو امان ا لله اميري ، بهير جان اميري او ښاغلي صاحبزي خوندورو غزلو او د سندرو د ټنګ ټکور برخه دومره په زړه پوري کړې وه چي ځوانان يې مستو اتڼونو ته هڅول ، او په وار به د لو يانو ، ځوانانو او تنکيو ځوانانو له خوا ملي اتڼونه کېدل او د غونډي فضا ته به يې ځانګړئ افغاني رنګ او خوند ورکاوه . د هغوئ سره يو ځای د سلام فرهنګي ټولني غړئ ځوان او تنکئ هنر مند ښاغلي نويد جان ساپي هم په خپلو طلايې ګوتو د خپل کيبورد پردې په خوځښت راوستې اود خپلو ښکلو غزلو په پيل کي دهېواد د هڅاند شاعر احمد ضيا نوري شعر يې په زړه راکښونکي کمپوز ګډونوالو ته واوروئ
زړونو کي دېره دئ په ايمان لکه جانان
دا زمونږ افغانستان ، دا زمونږ افغانستان

بيا د دعا لپه پورته شوې د خدای لورته ده
ځمکه د وطن د خپلواکۍ د بېرغ شورته ده

خدايه ته پېداکړې بيا پرځمکه يو( امان )
دا زمونږ افغانستان ، دا زمونږ افغانستان

د سلام فرهنګي ټولني په نوښت او په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګه ګئ په ملتيا د ( داکتر داود جنبش پنځه ويشت کاله د ژور ناليزم په ډګر کي )علمي _ ادبي غونډه د ٢٠٠٦ زيږديز کال د دسامبر مياشتي په ٢٣ مه نېټه د شپې پر يوه بجه پای ته ورسېدل .