پښتانه د عدم تشدد سرغندویان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د اکتوبر لومړۍ اونۍ کې د افغانسان ، پښتونستان او هندوستان یو شمېر استازي په پلازمېنه کابل کې سره جرګه شول ، ترڅو په سیمه کې يي چې د تاوتریخوالي ، شخړو او جګړو قرباني ده د عدم تشدد سیاست ته چې د نړیوال او سیمه یز دوښمن پلاس مړاوی شوی ، بیا نوې سا ورپوکړي . په غونډه کې د استازو په منځ کې د ټولې پښتونخوا او د سیمې د عدم تشدد د سترلارښود فخرافغان پاچاخان لمسی ، د عوامي نشنل پاټۍ مشر سفندیار ولی خان هم لېده کېده چې غونډې ته يي ځانګړی وزن او برم وربخښلی و .
دا چې نن ـ سبا په سیمه او نړۍ کې د پښتنو سیالان او دوښمنان په یوه غږ او بیا بیا وايي چې بویه په سیمه کې روان ناورین د پښتنو د ناړامۍ ، سرتمبګۍ او سخت سرۍ له کبله رامنځ ته شوی او خپله ځان ، د چین د پخواني مشر ماتڅیوتونګ په قول « پر لوړه غونډۍ ناست او د ببریانو جګړه د غونډۍ له سره ګوري » ، ددې خونړۍ جګړې له پيلونکو او بلونکو څخه خوندي ګڼي او د خپل بام واورې پر پښتنو وراچوي ، د عدم تشدد دغه غونډه چې د هر چا په نوښت په کابل کې جوړې شوې وي د زیاتې ستاینې ترڅنګ ، د پښتونخوا او سیمې د روان ناورین د عواملو په پېژندو او د هغو په کنترولېدو او له منځه وړو کې ستر ارزښت لرلی شي .
پاچاخان او ګاندیجی له انګریز څخه د لوی هند خپلواکي ، د عدم تشدد سیاست په پلیتابه سره ترلاسه کړه . هند ، نن د همدې لارې په برکت په نړۍ کې هسکه غاړه لري او د منل شویو دیموکراتیکو هېوادو په لړ کې شمېرل کیږي .
که د جناح په مشرۍ د مسلم لیګ چلوټې نه وایی چې د انګریزانو لمسون يي ترشا و ، هغه مهال به هم لرې پښتونخوا د پاچاخان په مشرۍ د عدم تشدد د سیاست په مټ خپله خپلواکي د پښتونستان پنوم ګټلی وای او پښتانه به د انګریزي پاکستان په کومي کې نه وای غورځېدلی چې تراوسه لا په دغه کومي کې د ژوندي پاتېدو ، خپل نوم او ملي پېژندون ( هویت ) لپاره لوڅې پوڅې کوي .
د هند لویې وچې په تجزيي او پښتونخوا خاوره کې پاکستان د تشدد د زړې او مرکز پتوګه په دې لامل هم رامنځته شو چې ، هغه مهال د عدم تشدد غورځنګ ټوله سیمه د انګریز لپاره په یوه ناسور بدله کړې وه . د عدم تشدد سیاست د اغیزمنتوب او په دې اړه د انګریز د هغه مهال د سیاست په باره کې ارواښاد ولی خان پخپل « ریښتیا ریښتیا دي » نومي کتاب کې لیکي « د پاچا خان او خدايي خدمتګارو تحریک د پيرنګي د سترګو ازغی په دوه وجه و : د پيرنګي کوښښ لازمي طور دا وچې پر هندوستان خپل حکومت جاري وساتي او د هغه اندروني تحریکونو مخنېوی وکړي کوم چې هندوستان له د ازادۍ ګټلو پاره چلولی شي . او دویم دا چې هندوستان د بهرني خطرونو د سالم ساتلو لپاره يي د دفاع انتظام وکړي . دا هم څرګنده ده چې د ملک دننه د ازادۍ تحریک انډین نشنل کانګرس چلولو چې هغه د هندوستان د ټولو فرقو او مذهبي ډلو نمایندګي کوله . هندوان ، سکهان ، مسلمانان ، پارسیان او عیسویان هرڅوک د هغه ممبران کېدلی شول . نو د پیرنګي پالیسي د کانګرس کمزوري کول او د هغه د مقابلې لپاره د نورو تحریکونو مرسته او د هغوی مضبوطول وو . موږ دا هم لېدل چې خدايي خدمتګار ځکه وهل خوړل چې هغوی د پیرنګي په دغو دواړو پالیسیو کې نه ځایېدل . »
انګریز که په ښکاره د هند له لويي وچې ووت ، خو د ځان په استازیتوب يي د سیمې د ژاندارم دنده پاکستان ته وسپارله . پاکستان هم ټوله پاملرنه په پښتونخوا کې د خدايي خدمتګارو د غورځنګ په خپه کولو او د هند پر وړاندې د کشمیر پر سر ناندریو او شخړو ته واړوله . پاکستان چې نیمايي د افغانستان او پاتې نور د هندوستان پر خاوره په جعلي ډول جوړ شوی ، د خپل زیږېدون له ورځې راهېسي په درېیو جبهو ، لوېدیځ ته له افغانستان ، ختیځ ته له هندوستان او په کور دننه له پښتونستان سره په تلپاتې شخړه کې چې کله کله د تودې جګړې بڼه هم نیسي ، راښکېل دی . ددغو دریواړو جبهو هممهال شتون ، پاکستان ارام ته نه پریږدي . په همدې لامل ، پاکستان داسې یوه سیاست ته اړتیا لري چې هغه هممهال په درېيو لورو کې کاري او ګټور وي چې هغه تشدد او له مذهبي سخت دريځو څخه مرسته او مدد دی .
د ۲۰۰۳ کال د یوې سروي له مخې په پاکستان کې د دیني مدرسو شمېر ۲۲۴۳۰ ته رسېده چې پکې له ۴۰۰ زرو څخه زیاتو سخت دریځو زده کړه کوله .
لاندې شمېرنو ته د لوستونکو پاملرنه رااړوم :
د ځای نوم د مدرسو شمېر د سخت دریځو شمېر
پنجاب ۲۷۱۵ ۲۵۳۲۱۵
لاهور ۳۵۶ ۴۷۶۳۴
ګوجرواله ۱۵۴ ۱۷۴۳۷
راولپنډۍ ۱۸۶ ۱۹۳۵۸
فیض اباد ۱۲۴ ۱۱۳۰۰
سرګوده ۱۶۴ ۱۴۲۵۵
ملتان ۳۶۳ ۲۳۵۶۰
دیره غازي خان ۳۹۷ ۲۹۵۱۱
بهاولپور ۹۶۸ ۸۰۰۲۳
پورته رقمونه ښۍ چې دومره غټ شمېر سخت دریځو ته پاکستان ځکه اړتیا لري چې له دوی څخه په یاد شویو درېيواړه جبهو کې د خپلو پوځونو د مرستې لپاره د عقبي قوي پتوګه کار واخلي .
خو بلخوا افغانستان او د ډیورند پورې غاړه پښتانه داسې موخې نلري چې ترلاسه کولو لپاره يي خپل پښتانه سخت دریځۍ ته وهڅوي او د هغو د روزنې لپاره د تشدد مدرسې او روزنغالي پرانیځي . پښتنو پخوا هم د پاچاخان په مهال خپلې روا غوښتنې د عدم تشدد له لارې غوښتلې او اوس هم د پردي تشدد قرباني دي .
دا مهال چې د پښتنو سیمه ، د پاکستان د ناوړه پوځي سیاستونو په پایله کې د القاعدې ، ترهګرو او نړیوالو ځواکونو د سیالۍ او جګړې په ډګر بدله شوې ، په سیمه کې د عدم تشدد غورځنګ د بیا راژوندیتوب هڅې تر هر مهال زیاته خپله مبرمتیا په ډاګه کوي .
هغوی چې د جګړې او تشدد پر وړاندې د سولې ، وروۍ ، ښه ګاونډيتوب او ګډپوهاوي لاره وهي ، غږ يي باید لوړ او لیکې يي باید غښتلې شي .
مردازی