د جنرال مشرف دستاربندي (ګزارش)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زلمى نړيوال


ماته يواځې د غونډې ويل شوي وه دا راته معلومه نه وه چې غونډه چېرې کېږي. خو کله چې له موټر څخه کوز شوم او د هغې ودانۍ دروازې ته بوتلل شوم چې د غونډې تابيا پکې شوې وه نو ومې ليدل چې هغه د اکوړي مشهوره مدرسه وه. په مدرسه کې دننه هيڅ اندازه نشوه لګول کېداى چې غونډې ته د مدرسو ديني زده کوونکي زيات راغلي دي که د پاکستان پوځيان او منصبداران او که هغه وسله وال کسان چې غټې غټې پګړۍ، اوږدې اوږدې څڼې او ببرې ببرې ږيرې يې درلودلې او ځانونه يې کله مجاهدين، کله طالبان او کله القاعده بلل.
د مدرسې دننه لوى مېدان د دې خلکو څخه ډک و. مخامخ ستيژ جوړ شوى و چې بېخي خالي پروت و يواځې يو تن پرې اخوا دېخوا ګرځېده او کتل يې چې چېرې کوم ځاى کې خو کمى نه دى پاتې شوى.
زه يوې غاړې ته غلى کېناستم تر څو وګورم چې ستيژ ته څوک راځي. همدغه وخت په يو زورداره غږ کې وويل شول چې د غونډې ټول مېلمانه رارسېدلي دي او د پروګرام د پېل کېدو وخت پوره دى لدې امله ټول خلک د مېلمنو د احترام لپاره ودرېږئ. د دې اعلان سره سم ټول خلک چوپ چاپ ودرېدل. تر ټولو لومړى ستيژ ته د مدرسې مشر مولوي سميع الحق وبلل شو. هغه ستيژ ته له رسېدو وروسته د ټولو مېلمنو او ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او وې ويل په دې وياړي چې نن د اسلامي نړۍ د يو لوى او ستر مجاهد په وياړ کې غونډه کوي او د هغه په سر د مشرۍ او اسلامي خدمت پګړۍ ږدي. زياته يې کړه هغه شخصيت چې په پاکستان، افغانستان، عراق، کشمير، لبنان او فلسطين کې يې د اسلامي تحريکونو او شرعي نظام لپاره په زړه پورې کار کړى دى تاسې له ما ډېر ښه پېژنئ زه د هغه نامه نه اخلم خو ستيژ ته يې په خورا احترام او درناوي سره راغواړم. ټولو خلکو د هغې کوټې د دروازې په لور کتل چې د ستيژ څخه ورته لار جوړه شوې وه او مېلمانه پکې ناست وه. د کوټې څخه جنرال پروېز مشرف په داسې حال کې راووت چې پوځي درېشي يې اغوستې وه، تور څرمني بوټان يې په پښو وه او خپله پوځي لښته يې په لاس کې نيولې يو خوا بل خوا غورځوله. هغه په ډېر شاهانه انداز کې ستيژ ته ورغى او د مشر مېلمه په چوکۍ کېناست. زما څنګ ته په دوو کتارونو کې ناستو ژورنالستانو او خبريالانو د عسکونو او ويديوګانو جوړولو لپاره يو بدحال جوړ کړ. خو چې کله مولوي سميع الحق بيا مايک په لاس کې واخيست او نور مېلمانه يې ستيژ ته بلل پېل کړل نو ژورنالستان هم لږ په قلار شول. نوموړي مولوي د يو يو مېلمه نوم اخيست او ستېژ ته يې باله. ترتيب يې په دې ډول و:
شېخ اسامه بن لادن

امير المومنين ملا محمد عمر

جنرال ډيوډ ريچرډز

مولانا فضل الرحمان

قاضي حسين احمد

او جنرال حميد ګل

دا ټول مېلمانه ستيژ ته د ګډون کوونکو په تودو چکچکو او د ژورنالستانو د کامرو په پړک او پړوک بدرګه کېدل. کله چې ټول مېلمانه د ستيژ دپاسه ځاى پر ځاى شول نو بيا مولوي سميع الحق خپلو خبرو ته په دې توګه دوام ورکړ:

مونږ نن وياړو چې په دې مدرسه کې هغه ټول خلک راټول شوي دي چې د همدې مدرسې څخه وتلي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې هغه کارونه کړي دي چې هيڅوک يې نشي کولاى. هر څو که شېخ اسامه، جنرال مشرف او جنرال ډيوډ د دې مدرسې زده کوونکي ندي خو دا هيڅ فرق نه کوي ځکه چې زمونږ د ټولو کار او شعار يو دى، زمونږ ګټې سره شريکې او هدف مو معلوم دى. او په دې وياړو چې ټول د يو بل په ناويلو او ناڅرګندو خبرو هم سره پوهېږو.

مولوي سميع الحق زياته کړه: تاسو خبر ياست چې مونږ ټولو د اسلام د سرلوړۍ او په نړۍ کې د اسلامي احکامو د تنفيذ لپاره مبارزه کړې ده، مونږ په دې لار کې شهيدان ورکړي دي، مونږ په افغانستان کې د سور شوروي په ضد جهاد کې د امريکا ملاتړ کړى دى او د جنرال ډيوډ مشران په دې خبره ګواه دي چې دوى ډالر له لاسه ورکړي دي او مونږ خلک بايللي دي خو دغه جګړه مو ګټلې ده. نن چې جنرال مشرف مونږ سره په دې لاره کې شريک دى نو دا هسې خبره نده دوى جنرال ضياء الحق او جنرال اختر عبدالرحمن له لاسه ورکړي دي او هغه پوځيان چې په کشمير او افغانستان کې شهيدان شوي دي زمونږ وياړ دى.

دا زمونږ لپاره ډېره د وياړ خبره وه چې کله په دې هېواد کې ولس زمونږ پر ضد ودرېد او ځينې خلکو د روښانفکرۍ او دموکراسۍ په نامه غوښتل چې ولس زمونږ د واکمنۍ څخه لېرې کړي نو جنرال مشرف خداى له اسمانه مونږ ته په ځمکه راکوز کړ او د روښانفکرۍ او دموکراسۍ په نامه يې هغه څه وکړل چې مونږ غوښتل.

جنرال مشرف د يو نر پلار نر بچى او زمونږ اتل دى. ده په خپل اوه کلن حکومت کې د اسلام او شريعت د سرلوړۍ لپاره څومره تاريخي کارنامې ترسره کړې! په دې اوو کلونو کې د القاعده ملا تر پخوا څلور ځله پېړه او پياوړې شوه، طالبانو ماډرنې وسلې او روزل شوي بريد کوونکي ترلاسه کړل، په افغانستان کې د خلکو په رايو د انتخاب شوي حکومت لاس او پښې مات کړاى شول، زمونږ مجاهدينو هلمند او فراه کې ولسوالۍ ونيولې او د پاکستان بېرغونه يې پرې ودرول، په عراق کې د جنګونو کچه لوړه شوه، ځانمرګي بريد کوونکي تر پخوا څو چنده زيات شول، صوبه سرحد او بلوچستان کې زمونږ هغه خلک وزيران شول چې چا ورپسې لمونځ نه کاوه او په وزيرستان کې مو رسمي حکومت جوړ کړ، آيي ايس آيي او مجاهدين يو ځاى شول او دا صلاحيت يې ترلاسه کړ چې په ممبۍ او لندن کې لا چاودنې وکړي، په القاعده او طالبانو کې چې کومو خلکو زمونږ خبره نه منله يا يې اخوا دېخوا پښې لاسونه وهل جنرال مشرف په ډېره هوښيارتيا هغه په امريکا خرڅ کړل او مونږ له يې په ملياردونو ډالر راوړل. زما ورونو! کشرانو او مشرانو! دا او داسې نورې ډېرې کارنامې دي چې جنرال مشرف يې زمونږ اتل کړ. د جنرال مشرف دغه کارنامې او کړنې له مونږ څخه غوښتنه کوي چې مونږ هم د ده لپاره يو څه وکړو. همدغه سوچ و چې ما د خپلو ملګرو شېخ اسامه، ملا عمر، جنرال ريچرډ او جنرال حميدګل سره مشوره وکړه او پرېکړه وشوه چې د جنرال مشرف د اسلامي کودتا د اوم کال په پوره کېدو ده ته د اسلامي امت د مشرۍ پګړۍ ورپه سر کړو او رسمي دستار بندي يې وکړو. نو د دې کار لپاره زه شېخ اسامه، ملا محمد عمر او جنرال ريچرډ راغواړم چې ښاغلي مشرف ته دا پګړۍ ورپه سر کړي.

د دې خبرې سره سم جنرال مشرف د ستيژ دپاسه په خپل ځاى ودرېد، دوو وسله والو کسانو يوه ستره پګړۍ راوړه چې يو سر يې اسامه ونيو بل يې ملا عمر او د جنرال مشرف د سر نه يې تاوول پېل کړل. جنرال ريچرډز ورته د شا لخوا لاسونه پړکول او داد يې ورکاوه. مدرسه چې ټوله له خړو پوځي دريشيانو، غټو غټو پګړيو او وسله والو ږيرو څخه ډکه وه د خوښۍ يو مرکز وګرځېد. هر چا کوښښ کاوه چې تر نورو زياته خوښي وښيي او جنرال مشرف ته داد ورکړي. ژورنالستانو د خپلو کامرو رڼا دومره تېزه کړه چې ان يو ځل د اسامه او ملا عمر سترګو کار پرېښود او پګړۍ يې د جنرال مشرف له غاړې تاو کړه.

د جنرال مشرف د سر څخه د پګړۍ له تاوېدو وروسته مولوي سميع الحق په ډېره خوښۍ او خندا سره مايک په لاس کې واخيست، جنرال مشرف او ټولو ګډون کوونکو ته يې مبارکي وويله او بيا يې په ستيژ ناست مشران يو يو وغوښتل چې په دې اړه خپلې خبرې وکړي. ښاغليو مشرانو په لاندې ډول خپلې څرګندونې وکړې:

شېخ اسامه بن لادن

ډېر د خوښۍ ځاى دى چې نن مې دا هر څه پخپلو سترګو وليدل. زما هم دغسې يو ارمان و چې مشرف صېب ته بايد يو څه وياړ او افتخار ورکړاى شي ځکه چې هغه زمونږ د اجنډا په سر ته رسولو کې ډېر ښه رول ادا کړ. دا خبره يواځې زما نده امريکا هم له مشرف څخه ډېره خوشاله ده هغه په دې چې مشرف زمونږ په کارونو کې دومره څه وکړل چې مونږ يې سوچ هم نه شو کولاى. د ښاغلي بوش او د هغه د پلار په مهربانۍ او د ښاغلي مشرف په ملګرتيا او احسانونو زه دې ځاى ته رارسېدلى يم. نن سبا زه په ډېرو زياتو مرضونو اخته شوى يم لدې امله زياتې خبرې نه شم کولاى خو بس دومره به ووايم چې سيدنا مشرف دې تل ژوندى وي.

ملا محمد عمر (مخ يې په څادر پټ و)

که رښتيا درته ووايم دا د امير المومنين کلمه نوره له ما سره خوند نه کئي ځکه چې د نړۍ په سطحه د اسلام د بدنامولو لپاره دې مشرف ورور له ما څه زيات کار وکئ. دى له ما څه زيات بهادر هم دئ ځکه چې ما په افغانستان کې هغه مهال شوونځي ورانولاى شول چې حکومت مې وه خو دى يې اوس هم ورانولاى شي او په دغه اړه يې خپله بهادري ښودلې ده. موژ د ده له کار څه ډېر راضي او خوش يو. زه له خپلې خوا د امير المومنين دا رتبه و مشرف ته سپارم. که زه په دې وتوانېدلم چې په افغانستان کې يو ځل بيا هغه د پخوا په څېر د تيږې د زمانې دوره راولم نو شاغلى مشرف به دومره شوم هم نه وي چې دا رتبه و يو ځل بيا ماته رانکړي.

جنرال ډيوډ ريچرډز

زه د امريکا د حکومت او ولس لخوا جنرال مشرف ته په دې دستاربندۍ مبارکي وايم او هيله ځنې کوم چې دى به خپلې همکارۍ ته همداسې دوام ورکړي تر څو مونږ په دې سيمه کې خپلو اهدافو ته ورسو. زه بښنه غواړم چې نور څه نه وايم ځکه چې زه د خپل هېواد سياستدان او ستاسو پوځي نه يم د ډېر څه ويلو اجازه نلرم.

مولانا فضل الرحمان

زما مسلمانانو ورونو! زه محترم مشرف ته مبارکي وايم يقيناً چې دا زمونږ لپاره د دايمي خوشحالۍ خبره ده چې نن مونږ هر څه يو د محترم مشرف او د ده د مشر روحاني پېشوا شهيد ضياء الحق په مهربانۍ يو. د ضياء الحق په حکومت کې مونږ کوشش کړى و چې هغه امير المومنين کړو خو د بده مرغه زمونږ دا ارمان پوره نشو خو اوس چې زه محترم مشرف او د هغه په سر د اسلامي امت د مشرۍ دغه پګړۍ وينم نو په سترګو کې مې د خوښې اوښکې ګرځي. د محترم مشرف په ژوند او مشرۍ کې زمونږ ژوند ښه او بهتر دى.

قاضي حسين احمد

زه د مولانا فضل الرحمان خبرې تاييدوم.

جنرال حميد ګل

زه د جنرال مشرف نه لږ خفه شوى وم ځکه چې تېرو ورځو کې يې په امريکا کې ويلي وه چې د آيي ايس آيي پخواني مشران د طالبانو سره مرسته کوي. ايا دا څه پټه پناه خبره ده؟ لمر چا په ګوته پټ کړى دى؟ د پاکستان د پوځ او آيي ايس آيي خو تلعمري اجنډا هم دا ده چې په افغانستان او کشمير کې به د خپلې خوښې حکومت جوړوي او د پاکستان د ولس د رام ساتلو لپاره به د اسلام او جهاد په نامه هر څه چې کولاى شي کوي. دا کار مونږ له اولې ورځې کوو او اوس هم روان دى. زه يې هم کوم مشرف صېب يې هم کوي او د پاکستان ټول پوځ يې کوي. زمونږ ديني علماء او روحانيون هم په دې کار کې شريک دي. ډالر چې کوم راځي هغه هم يواځې ما ندي خوړلي بلکې تاسو ټولو پرې مزې کړې دي نو بيا زما نوم ولې اخيستل کېږي؟ خو خېر وروسته زه پوه شوم چې دا هم يوه سياسي دوکه وه. او نن ډېر خوشال يم چې په دې غونډه کې ګډون کوم. زمونږ پوځي مشران او ديني عالمان چې يو بل ته لاس ورکړي نو بس بيا چې هر څه دوى غواړي هماغسې کېږي. زما ډېره لويه تجربه ده او تاسې ته د همدغې تجربې په رڼا کې مشوره درکوم چې په ظاهره د خلکو په مخ کې هر څه وايئ پرواه نه کوي خو د خداى لپاره په پټه يو موټى او يوه خوله شئ، په دې کې زمونږ د ټولو ګټه ده. او يوه خبره درته کوم چې که افغانستان او کشمير او جهاد ستاسې د لاسونو نه ووت نو ستاسې د امدن بله هيڅ لاره نشته، دغه درې زمونږ لوى کاروباري مرکزونه دي. نن زما يوه لور د پنځوس کروړه ډالرو سرمايې څښتنه ده. دغسې ستاسې د هر يو د دې څخه زياته شتمني ده، دا تاسې کارخانې او فابريکې خو نه دي لګولې دا ټول د افغانستان او کشمير د جهاد ګټه ده. او يوه خبره نن زه دلته بله کول غواړم. د مشرف صېب نه زيات مونږ له د جنرال ريچرډ مننه او کورودانى کول پکار دي ځکه چې زمونږ دا ټول کار د امريکا په مرسته او لاس امداد روان دى. دا جهاد خو په اصل کې پېل کړى هم امريکا و. او تر څو چې د نړۍ په سر امريکا موجوده ده مونږ ورسره تړلي يو. که امريکا په دې سيمه کې جهاد کوي هم زمونږ پکې ګټه ده، که روښانفکري راولي هم مونږ په ګټه کې يو او که د سيمې په وسيلو او زېرمو قبضه کوي هم زمونږ له ګټې پرته يې نشي کولاى. يواځې د کوکنارو امدن زمونږ لپاره د دواړو جهانو د جنت نه کم نه دى. نو ځکه وايم چې مونږ بايد امريکا سره خپله "دښمني" نوره هم پياوړې کړو.

د غونډې په اخر کې جنرال مشرف د مېلمنو او ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې هيڅکله به د امريکا اجنډا نيمه پرېنږدي، که د دې لپاره په افغانستان اتومي بريد کولو ته اړتيا پېښه شوه نو هم به صرفه پرې ونکړي.

له چکچکو او اسلام زنده باد له شعارونو وروسته مولوي سميع الحق ژورنالستانو ته اجازه ورکړه چې که د مېلمنو څخه پوښتنې کول غواړئ نو وکړئ خو شرط دا دى چې د يو مېلمه څخه به يواځې يوه پوښتنه کېږي.

يو ژورنالست د اسامه څخه:

ښاغلى شېخ ! تاسې جهاد اصلاً عربو څخه د امريکايانو د ويستلو لپاره پېل کړى و خو تر اوسه پورې په افغانستان او عراق کې ښکېل ياست، دا ولې؟

اسامه: ورور جانه زه عرب يم او عرب تاريخ کې په غېرت ياد شوي دي، نو زه دومره بېغېرته خو نشم کېدلاى چې خپل خلک ووژنم او خپل هېواد وران کړم. عرب که غلا کوي نو هم په خپله سيمه کې يې نه کوي ځکه زمونږ په کلتور کې دا ډېره د بېغېرتۍ خبره ده. نو زمونږ جهاد خو د امريکا لپاره د خلکو د وژلو په مانا دى افغانان پخپله د خپل هېواد په ورانولو نه خفه کېږي ځکه خو زمونږ کار په افغانستان او عراق کې برابر دى او چلېږي نو سعودي او کويت ته ولې لاړ شو؟؟؟

د ((غږ)) ورځپاڼې خبريال له جنرال مشرف څخه:

محترم جنرال صېب اورېدلي مو دي چې لکه څنګه اسامه او ملا عمر پخپلو کې سره خپلوي لري داسې تاسې او بوش هم په خپلو کې سره خپلوي لرئ؟

جنرال مشرف: زه ډېره بخښنه غواړم چې په دې اړه ما په خپل کتاب کې هيڅ ندي ويلي. اوس چې زما بل کتاب چاپېدونکى دى او په هغې کې مې دا خبره ليکلې ده نو تاسې به يې په کتاب کې وګورئ. د خپرندويه ټولنې د شرط له امله په دې اړه زه د څه ويلو څخه معذور يم.

يو بل ژورنالست له ملا عمر څخه:

ملا صېب که دا راته وواياست چې دا ستاسې په شريعت کې دومره توپير ولې دى چې يو خوا تا خپل مخ په څادر کې پټ کړى دى او څوک نه پرېږدې چې عکس دې واخلي خو بل خوا ستا قوماندانان ملا دادالله او نور په داسې حال کې خپل ويډيوګان جوړوي چې خلک پکې حلالوي؟

خبره داده چې اصلاً په شريعت کې ژورناليزم نشته. د حضرت پېغمبر په زمانه کې اخبار، راديو او دا شيان نه وه نو ستاسې دا کار د شريعت پر ضد دى او چې ژورناليزم په شريعت کې نشته نو ته هم بايد ونيول شوې او زموږ په اسلامي محکمه کې محاکمه شې.

په دې خبرې کولو سره ملا عمر ملا دادالله ته وويل: دغه سړى ونيسئ چې روغ درنه خلاص نشي. ملا دادالله د خپلو ټوپکوالو سره په هغه ژورنالست پسې ورمنډه کړه. ومې ليدل چې څو تنو ببرو ږيرو لرونکو ټوپکوالو د مدرسې دروازه بنده کړه تر څو ژورنالست بهر لاړ نشي خو په توله مدرسه کې يوه ګډوډي جوړه شوه. ټول خلک يو خوا او بل خوا ته په منډو شول. د هغه د تښتېدو لاره هم بنده شوه. نور چې هيڅ ونه شو خپله کامره يې د زړه د خلاصه جيګه کړه او د ملا دادالله سر ته يې راخلاصه کړه. درز شو..... درز دومره دروند و چې په يو ټوپ ورسره راويښ شوم.