طالبان له حکومته تر مقاومته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زلمى نړيوال


په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو او دې هېواد ته د نړيوالو پوځونو د راتګ پنځه کاله پوره شول. که ورسره هغه وخت هم په تله کې واچول شي چې طالبانو د افغانستان پلازمينه کابل ونيو نو د لسو کالو څخه به يو څو مياشتې دپاسه شي. په دې لسو يا څه دپاسه لسو کالو کې د طالبانو منځته راتګ، واک ته رسېدل، له واکه لويدل او د دوهم ځل لپاره دومره پياوړي کېدل چې په افغانستان کې د اوه دېرشو هېوادونو پوځ له سر درد سره مخ کړي داسې پېښې دي چې نه يواځې د افغان ولس په ملي، سياسي او مذهبي کړه وړه اغېزمنې شوې دي بلکې په نړيوال کچ هم د سوچ او فکر د بدلون سره د سياسي بدلونونو ناشونتيا ته اشاره کوي.
طالبان چې په کومو حالاتو او شرايطو کې په افغانستان کې پېدا شول هغه يوه جلا موضوع ده چې اوږده بحث ته اړتيا لري. خو کله چې طالبانو کابل ونيو، په ډېره بيړه سره يې د افغانستان زياتې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د افغانستان د خلکو سره يې کومه وضعه وکړه هغه زما د نننۍ ليکنې يو مخ يا يوه برخه ده او بيا چې دوى له واکه ولويدل، بېرته پياوړي شول او اوس بيا د واکمنۍ په لور دي دا يې بل مخ يا بله برخه تشکيلوي.
په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدل د افغانستان د ولس لپاره يو داسې خبر و چې چا زېرى ګاڼه او چا د بدمرغۍ غږ. زيات خلک چې د طالبانو راتګ ته خوشبين وه په دې فکر وه چې په افغانستان کې د پښتنو حکومت جوړ شو او اوس به پښتانه يو څه ښه ورځ وويني. خو د ډاکټر نجيب الله او د هغه د ورور وژل او د هغوى د مړو سپکاوى کول او لږې ورځې وروسته د طالبانو افراطي مخ راښکاره کېدل د خلکو په هيلو خاورې واړولې او ډېر افغانان يو ځل بيا د پاکستان، ايران او اروپا په لور د تښېتدو او د خپل وطن نه د پښو ويستلو په لټه کې شول. طالبانو په خپله دغه واکمنۍ کې ډېر داسې کارونه وکړل چې کول يې په نړيوال کچ د پښتنو د بدنامۍ سبب شول او د افغانستان په داخل کې خلک د طالبانو څخه بدګمانه شول. په دغو کارونو کې د ډاکټر نجيب الله او د هغه د ورور وژل، د بودا مجسمې نړول، د پاکستان په امر او خوښه پاليسۍ جوړول، عربو ترهګرو ته په افغانستان کې اډې ورکول، د ښوونځيو او تعليمي ادارو د له منځه وړلو لپاره اقدامات کول، په مذهبي معاملو او عقايدو کې سخت دريځ خپلول او د خلکو سپکاوى کول شامل دي.
يوه خبره چې د طالبانو په دغه واکمنۍ کې په ډېر درز دروز سره يادېدله او پاکستاني استخبارات يې تراوسه پورې ډنګوي د طالبانو د امنيت ده. چې طالبانو په افغانستان کې مثالي امنيت تامين کړى و. خو که حقيقت ته وکتل شي نو د طالبانو دغه امنيت په هديره کې د چوپتيا په مثال و. په هديره کې چې ټول خلک مړه وي هلته هم امن وي او د طالبانو پر مهال د افغانستان مثال د هديرې و، زياتره خلک تښتېدلي وه او چې کوم پاتې وه په هغوى کې د طالبانو د يو ادنى چڼي خلاف د خبرې کولو جرات نه و نو کومه غټه خلاف ورزي کول خو خپلې تباهۍ ته بلنه ورکول وه. خلک په مسجد کې بندول او د وسله والو لخوا مسجد محاصره کول او بيا دې ته امنيت ويل دومره د بې شرمۍ او ناپوهۍ خبره ده چې انسان له ورپسې خندا هم نه ورځي، خو د پاکستان استخباراتو دغه بې شرمي ښه په نره کوله ځکه چې د هغوى خپل اهداف وه او اوس هم دغه بې شرمي روانه ده.
په دغو حوالو زما خبره معلومه شوه چې د طالبانو واکمنۍ د افغانستان لپاره يو فيصد ګټه هم نه لرله بلکې د ځان سره يې هغه تاوانونه راوړل چې د افغانستان خاوره او ولس به يې تر ډېرې زمانې پورې ياد ساتي.
راځو هغه وخت ته چې نړيوال قوتونو په افغانستان کې د طالب د واکمنۍ له منځه وړلو ته اړ شول. دا نو بيا د سپتمبر د يوولسمې نېټې هغه پېښه وه چې امريکا او ګرده نړۍ يې ولړزوله. هغه چاودنې چې په زرګونو خلک يې ووژل او د نړۍ په کچ د يو نړي جنګ سبب شوه.
د همدغه جنګ د اغاز سره سم د اکتوبر د مياشتې په اومه نېټه د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ بريد وکړ او په يوه مياشت کې بيا نه طالبان وه او نه يې ملاتړي. پاکستان چې د طالبانو د زېږولو، تنظيمولو او واک ته رسولو چارې په غاړه درلودې د امريکا د يو ټيټ رتبه چارواکي په يو تليفون طالبانو ته درې کاڼي طلاق ورکړ او د امريکا په لاس يې بيعت وکړ. خو د پاکستان استخباراتو بيا هم د طالبانو او القاعده څخه لاس وانه خيست.
د نړيوالو په دغه بريد کې چې افغانستان او افغانانو ته کوم زيانونه واوښتل د هغې پړه خو د طالبانو په غاړه ده ځکه چې په امريکا کې د ترهګرۍ مسئول يو داسې عرب ترهګر و چې د طالبانو مېلمه او نژدې خپلوان و. دغه مېلمه او خپلوان په هغه وخت کې خو انکار وکړ ولې وروسته يې ومنله چې په امريکا کې شوې ترهګري د هغه لخوا تربيه شويو ترهګرو کړې ده. نو بيا دې خبرې ته هيڅ دليل پاتې نه شه چې امريکا په طالبانو بريد بې ثبوته او بې جوازه کړى دى. چې ما يو داسې سړى په کور کې کېنولى وي چې درځي او ستا کور ورانوي نو ته به زما په کور بريد نه کوې؟ ايا ماته به شابسى راکوې؟ افغانانو ته دا يوه ګټه وشوه چې د طالبانو د افراطي او بې سره و بې پښو واکمنۍ څخه خلاص شول او خداى پاک نجات ورپه برخه کړ. دا چې د دې نجات لاره په زړه پورې نه وه يانې نجات يې د امريکايانو په لاس ورکړ نو دا ښه خبره نده خو افغانانو سره لدې پرته بله لار هم نه وه.
طالبان چې له واکمنۍ ولويدل نو زياتره يې خپل پلارني ټاټوبي (پاکستان) ته لاړل او هلته په خپلو پخوانيو مرکزونو کې پټ شول. د پاکستان استخباراتو هغوى وروزل، وسلې يې ورکړې، په جنګي تاکتيکونو يې پوهه کړل او بيا يې افغانستان ته راواستول تر څو خپل نيمګړى مشن (د افغانستان ورانول) اوس له دې لارې سر ته ورسوي. د پاکستان استخباراتو په خپلو ښارونو او سيمو کې طالبان او د هغوى مشران پټ کړل او د ضرورت په وخت يې ځينې په امريکا وپلورل ځکه چې پاکستان په داسې معاملو کې يواځې خپلې ګټې په نظر کې ساتي، د چا د عقيدې، مذهب، کلتور، دوستۍ، ورورولۍ او ګاونډيتوب په کيسه کې ندى.
پاکستان په دې دوه طرفه لوبه کې ډېرې ګټې لاس ته راوړې. جنرال مشرف چې يو پوځي ديکتاتور دى او غواړي چې حکومت يې له منځه لاړ نشي، له يوې خوا په پاکستان کې مذهبي بنسټپال خپل پلويان کړل او له بلې خوا يې د امريکا او نړيوالو پښې ووهلې او ورسره سم يې په افغانستان او قبايلي سيمو کې خپل اهداف هم لاس ته راوړل. همدغه و چې طالبان بيا پياوړي شول او په افغانستان کې دومره خواره شول چې بهرنيو قواوو ته يې سر درد جوړ کړ. بهرنيو ځواکونو په دې لوبه کې خپله ماتې ونه منله خو خپلې غلطۍ يې په ډاګه کړې. ولې اصلي غلطي لا تر اوسه پورې چا نده په ګوته کړې. او هغه غلطي دا وه چې نړيوالو د ترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان د ځان سره ملګرى کړ حال دا چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ تر ټولو لوي مرکز دى. په پاکستان کې د ترهګرو د روزلو په سلګونو اډې دي چې د کوکنارو څخه هم زياته په پېمانه ترهګر توليد کوي او په ګرده نړۍ کې د تباهۍ لپاره خورېږي.
طالبان چې اوس کوم مقاومت کوي او دوى ته ورته جهاد وايي دا هم په تمامه مانا د افغانانو لپاره په تاوان وګرځېد ځکه چې د دوى په بريدونو، چاودنو او ځانمرګو حملو کې زياتره ولسي خلک مړه کېږي او د نړيوالو لخوا په ځوابي عملياتو کې هم ولسي خلکو ته زيان رسېږي. نو دې ته جهاد ويل خو هيڅ صورت لري. بل دا چې اسامه ومنله چې د سپتمبر ٢٠٠١ء د ترهګريزو پېښو پلان القاعده جوړ کړى و خو طالبان لا تر اوسه پورې په خپل دې عمل پښېماني نه ښئي چې اسامه يې امريکا ته په لاس ورنکړ. نو دا پخپله د دې خبرې يو ثبوت دى چې طالبانو په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ څخه پرته بله کومه اجنډه نه درلوده او نه يې لري.
طالبانو د خپل پېل، حکومت او اوسني مقاومت په دورو کې بل هيڅ ندي کړي بې له دې چې افغانستان وران کړي او د ترهګرۍ لارې چارې پراخه کړي. نو ځکه د افغانستان خلکو او نړيوالو قوتونو له پکار دي چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي او که داسې ونکړي نو پاکستان په خپلو اهدافو کې بريالى معلومېږي.
د طالبانو او پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پروګرام په لاندې ډول ترتيبيدلاى شي:
١: په افغانستان کې دې يو داسې ولسي تحريک منځته راشي چې د ولس په ملاتړ د افغانستان د دفاع لپاره غږ پورته کړي او هر هغه څوک له منځه يوسي چې په هېواد کې ښوونځي سوځوي، په ولسي خلکو چاودنې کوي، غلاګانې کوي او ماشومان تښتوي، قاچاقبري کوي او بې امني پيدا کوي. دغه تحريک بايد وسله وال وي او ولسي بڼه ولري.
٢: د افغانستان دولت دې په سياسي ډول د خپلو ټولو اړيکو او لارو چارو څخه کار واخلي او د نړيوالو سر دې په دې خبره خلاص کړي چې د ترهګرۍ اصل سرچينه په پاکستان کې ده او د ترهګرۍ په ضد روان جنګ پاکستان ته وړل پکار دي.
٣: نړيوال بايد په دې قانع شي چې تر څو يې د ترهګرۍ مرکزونه او اډې له منځه نه وي وړې ترهګر نه شي ختمېدلاى. د ترهګرۍ او ترهګرو د توليد اډې او مرکزونه په پاکستان کې دي او د پاکستان پوځ، استخبارات او ديني مدرسې پکې نېغ په نېغ لاس لري. بايد دغه ځايونه په نښه کړاى شي او د ترهګرۍ په ضد جنګ همدغلته وکړاى شي.