کامل خان
هسې خو پاکستان د خپلو هغو ګناهونو په سبب چې د پوځي واکمنانو لخوا پکښې تر پوندو ککړ شوى ؤ د خپل عمر پاتې ورځې په داسې حال کې شمېرلې چې د يوې ورځې نه يې بله بتره وه. ځکه چې که تاسې وګورئ نو د پاکستان په نامه هېواد په خپل ګاونډ کې يوه داسې سيمه هم نده پريښې چې څه ناڅه فساد يې پکې نه وي کړى. پخپله د پاکستان دننه د مېشتو قومونو په وسيلو يو څو خاصو خلکو خېټه اچولې ده او داسې ناروا کارونه يې پېل کړي دي چې د چنګېز او هلاکو په قانون کې روا نه وه نو د يويشتمې پېړۍ بشري دوره خو يې ليدلى هم نشي.
د افغانستان دننه خو د پاکستان د ورانکارۍ او ترهه ګرۍ اوږد مهاله فعاليتونه او پلانونه له هيچا پټ ندي خو نړيوال سياست او د نړۍ د قامونو د بېدارۍ کچ اوس تر دې ځايه رارسېدلى دى چې نه خو نور څوک د اسلام په نامه دوکه کېدلى شي او نه جنګونه ستونځې حل کولى شي.
په دغسې حالاتو کې د پاکستان پوځي ديکتاتور حکومت د بلوچانو د بېلتون خوښو ډلو يو تن مشر نواب اکبر خان بګټي د بلوچستان ايالت د کوهلو په سيمه کې د بمبارۍ په نتيجه کې شهيد کړو او په دې توګه يې نه يواځې د پاکستان پاتې عمر نور هم کم کړ بلکې په بلوچو او نورو بې برخې کړاى شويو قومونو کې يې د ازادۍ او بېلتون خوښې جذبه لا توده کړه.
زه به د يوې خبرې دلته لږ وضاحت وکړم. پاکستانۍ ميډيا لګيا ده په ډېره سپين سترګۍ سره نواب اکبر بګټي خلکو ته يو ظالم او بې زړه انسان معرفي کوي او وايي چې هغه په خپلو خلکو داسې ظلمونه کړي دي او دا يې کړي او دا.
زه د دغو خبرو سره همغږى يم چې نواب اکبر بګټي پخپله دا ويلي وه چې ما لومړى قتل د يوولسو کالو په عمر کې کړى دى او دومره خلک مې وژلي چې هيڅ شمېر يې نشته. هغه هر څو که تر لوړې درجې باسواده ؤ خو د يوې قبايلي ټولنې نواب ؤ. د خپلې قبيلې خلک يې په خپل کنټرول کې ساتلي وه او هر څومره ظلم چې يې کولى شو او د لاسه يې کېده هغه يې کړى دى.
خو هماغه وخت چې نواب اکبر بګټي يو ظالم انسان ؤ، جاګيردار ؤ، زورور ؤ او ناروا قبايلي مشر ؤ د پاکستان د پوځي ديکتاتورانو او استخباراتي ايجنسو لخوا مرکزي وزير، بيا د بلوچستان ايالت لوي وزير او اخره کې والي (ګورنر) وټاکل شو. د حکومت لخوا هغه ته په مليونونو ډالر ورکول کېدل تر څو هغه د (سويي) په سيمه کې د ګاز په ګټه او کار کې کار ونلري.
نواب اکبر بګټي تر ډېره وخته د پاکستان د حکومت پلوى و. د خپل حکومت پر مهال يې د مري قبيلو پر ضد عمليات هم کړي وه. خو کله چې د بلوچستان په ايالت کې د بلوچو د حقونو خبره راوچته شوه او نواب اکبر بګټي پکې خپل غږ جيګ کړه نو حکومت هغه خپل دښمن او د پاکستان "غدار" اعلان کړ.
لدې داسې برېښي چې په پاکستان کې که يو سړى ظالم وي، خپل جېلونه لري، په زرګونو خلکو واک چلوي، په سلګونو خلک ووژني، په مليونونو ډالرو غلاګانې وکړي او هر هر څه وکړي هغه هيڅ مجرم ندى، هيڅ ګنانګار ندى خو که د خپلو خلکو او قام لپاره يې د حق غوښتنه وکړه نو هغه غدار دى، بېلتون خوښى دى او ددې وړ دى چې په بې دردۍ سره ووژل شي. د نواب اکبر بګټي سره همدغسې وشول.
د نواب اکبر بګټي دغه ډول وژنې په پاکستان کې مېشتو پښتنو، بلوچو او سندهيانو ته ثابته کړه چې د پاکستان حکومت به د هر حق غوښتونکي سره همدا وضعه کوي. د ديکتاتور مشرف په مشرۍ پوځي حکومت د پنجاب د يو څو خېټورو کورنيو په لاس کې ګېر دى او هر څه چې هغوئ وغواړي هماغه کېږي.
خو دلته دا خبره ډېره په سختۍ سره مخې ته راغله چې دې پېښې د پاکستان پاتې عمر له نيمې هم ډېر کم کړ. په ټول پاکستان کې سياستمدارانو، ولس او قامي مشرانو د دې پېښې غندنه کړې او په داسې حال کې چې پوځ د ډېرو ښارونو کنټرول په لاس کې اخيستى و بيا هم غوصه شويو خلکو مظاهرې وکړې، جنګونه يې وکړل او د حکومت سره يې لاس په لاس معلومه کړه.
بلوچ قوم که غريب دى خو بې غيرته ندى. د بلوچستان ايالت بلوچو مشرانو ګواښ کړى چې د دې ظلم بدله به د حکومت څخه اخلي. اوس نو هغه ټول شرايط برابر دي چې په پاکستان کې په زور ورمنډل شوي پښتانه، بلوچ او سندهيان سرتاسري پاڅون وکړي او خپل حق واخلي. همداسې به کېږي ځکه چې د حالاتو الامې همداسې ښکاري.
ډېر زر به پښتانه ، بلوچ او سندهيان په خپلو خاورو کې واکمن شي او خپل حقونه به ترلاسه کړي چې ورسره به افغانستان هم د پاکستان د شر او فساد نه خلاص شي.
د اکبر بګټى مرګ د پاکستان عمر نور هم کم کړ.
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode