روزگان لومړۍ گڼه له چاپ نه راووتل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب اله غمخور

له هيوادنه بهر دنړۍ دمطبوعاتوپه بڼ کې بل افغاني گل وټوکېد !


دروزگان په نامه مهالنۍ خپرونه چې په مؤقته توگه به دسويډن له دموکراتيک اوسوله دوست هيوادنه خپرېږې نن د۱۳۸۵ل کال اسد دمياشتي په ۲۶ نيټه دلمړی ځل لپاره دسويډن دمالموپه ښارکي له چاپه راووتل .
دروزگان زورېدلی اولس دهيواد دبلې هري سيمې په کچه سولي او غوړېداته حياتي اړتيا لري . پدې ولايت کښې دا ۲۷ کاله ددواړو خوا وويعنې دولت اوله دولت نه مرورو تر منځ دتاوتريخوالي کچه نده ټيټه شوې اودټوپک خوله تر اوسه نده سړه شوې . هره ورځ دلته جنازي خاوروته سپارل کيږې ښځې او ماشومان ،لوي او واړه دخپلو خپلوانو دمرگ دوير پر کمبله په سرو سترگو ناست وي .
حقيقت خو دادئ چي دا ۲۷ کاله پدې ولايت کښي کار نشته ،کور خوورانشوی دی ،دتعليم او تحصيل خبره څوک نه کوې ؛ يوه خوا وايې ښوونځۍ ته تگ کفر دی ،بله خوا وايي دلته امنيت نشته دښوونځۍ جوړول اصلأ ارزښت نلري ، ځکه بيا يې ورانوې . په منځ کښي خوار غريب اودربدره بې دفاع ولس اوماشومان راتلونکو بدمرغيوته يوپه بل پسي انتظار باسي . دروزگان خلک پداسي شرايطو کي شپې او ورځې سبا کوي چې ددواړې خواوې ورته دټوپک او ماشينگړوپر ماشه گوته نيولي ولاړ دي ، خواوسېدونکی چوپه خوله حيران پاته دی څه نه وايي ،پوهېږي چې دواړه پر غلطه دي اويوطرف هم ددوي خبره نه اوري ،دلته به نودکومې خوښی اوکوم ژوند خبره سړی مطرح کړاي شي ؟
دغو ټولو ويل شوو اودقلم په ژبه دنه ليکل کېدونکوناخوالو دروزگان غريب ولس په خپلو وحشي منگلو کې دومره را مروړلی دی چي نور دهيڅ ډول حرکت توان پکښې نسته .
ددوي په وړاندي نړيوالي ټولنې اوپه ځانگړې توگه دافغانستان مؤقتي ،عبوري او اوسنی حکومت همدومره مسؤليت لري لکه دپاکستان اوبل ځاي نه رالېږل شوې وژونکی ډلې .
ددې ولايت دغو زړه بوږنوونکو ستونزو ،دافغانستان دحکومت اوپه ځانگړې توگه داطلاعاتو اوکلتور وزارت بېغوريو اودميرېزي وروربرخورد دېته اړيستم چې ديوشمير دوستانو اووطندارانو سره پدغه ولايت کښي دديوي خپرونې دخپرېدود تشې د ډکولولپاره لاس په کار شم . تر زياتو تلاښونو په هيواد کې دننه اوتر هيواد بهر اړېکو او مشورووروسته مې پرېکړه وکړه چې دلته دسويډن له ښکلې او بيطرف هيواد څخه چې په نړۍ کې ددموکراسۍ ،ټولنيز عدالت او سولي سمبول دی ، ددي ولايت دغيرتي ولس دږغ دپورته کولو،دهيواد اونړۍ په کچه دروزگان په نامه ديوي بيطرفه اسلامي ،ملي ،علمي او ادبي خپروني په کار پيل وکړم .
پدې ټينگ باور لرم چي ډير ژربه دروزگان زورېدلی ولس پدي پوه شي چې جنگ جگړه دحل لاره نده ،تر څوبه وژنه او ورانه ونه دوام پيداکوی؟ ښه به داوی چي دسولي او ملي پخلاينېي لاره غوره شې،اوله بلي خوا ددولت داوسنيواړونده اداروڅخه کلکه اوجدي غوښتنه کوو چي دروزگان دخلکوسره ددښمنۍ او تربگنۍ سیاست ته دپاي ټکی کښېږدې . پردې ولس رحم وکړې اودهغوي سره دژوند په ټولو چاروکي هراړخيزه مرستي پيل کړي .
داطلاعاتو اوکلتور نوی مشرتابه بايد دتير هوزير پر قدمو پښه کښېنه ږدي ،ډير ژر هلته دفرهنگي اومطبوعاتي تشي دډکولو لپاره اړين او کوټلي گامونه پورته کړي ،هلته بايد محلي راډيو ،تلويزيوني خپروني او اونېزه په هر شکل او قيمت چي کيږي په فعاليت پيل وکړې ،تر څو دولس ذهن روښانه نشي او ددولت لخوا عيني مرستي او خواخوږي لمس او احساس نکړې داولس به دپردو په هڅونه دخپل هيواد پر خلاف جگړه کې هره ورځ خپل بچې دلاسه ورکوې. ددي پروسي ددوام مسوليت نن ،سبا اوپه راتلونکی کښي ددولتي چارواکو پرغاړه دئ . که هلته دولت رمؤثرکار وکړې موږته به هم دا امکان برابر شې چې دانشريه په فيزيکي لحاظ له سويدن څخه روزگان ته انتقال کړو اودهغې دمحتوااوشکل په غني کولو کښي به له دي چايه مالي او معنوي مرستي ورسره کوو .
پدې هيله چي ددي خپروني نشر دهغه ولايت اوټول هيواد لپاره ديو نيک فال په توگه ومنل شي او ژر تر ژره زموږ په ټول هيواد کښي دايمی سوله اوامنيت ټينگ شي .
روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه به هم يوازي په روزگان پوري اړه ولري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول ملي ژبني ،قومي او سيمه ايز توپير او تفق سره نه پخلا کېدونکې ده . دا خپرونه به دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي او فرهنگي عقيدو اونظريو دخپرولو خپلواک تريبون وی .
روزگان خپرونه به په پښتو ،دري اوانگليسي ژبه دگرانو هيواد والو دعلاقې او لوستلو وړمطالب په هرو دومياشتو کښي يوچل خپلو مينه والو ته وړاندي کړې ،البته دامکاناتو په لرلو سره کيداي شې چې دمسلسل نشر وخت يي راکم شي .
په همدغه لومړۍ ورځ غواړم دټولو هغو دوستانو څخه په افغاني او انساني مينه دزړه له کومي مننه وکړه کوم چې پدې له ستونزو ډکه ولې پر افتخاره هڅه کښي يې زماڅخه هيڅ ډول معنوي مرسته اوهمدردي نده سپمولې .
پرځاي يي بولم چي پدغه ملي او وطنې تکل کښي ماته ډيرگران اوزماهمېشنۍ فرهنگي همکار زموږ دهيواد د ښکلې ننگرهار دادغيرتونواو شاعرانه افسانو دخوگياڼو دولسوالۍ ((دشورلاخيلو)) په کلي کې دزېږېدلی ځوان او تنکي شاعر ،فرهنگپال او دروزگان دخپرونې دادبي اوشعري برخې مسؤل او سمبالوونکی هيواد(( شيرزاد)) نه ددي خپروني دټولو ملاتړو اودروزگان دروڼ اندو په استازيتوب دزړه له کومي مننه څرگنده کړم . که هيواد شيرزاد روزگان ندی ليدلۍ خوزماسره يې په زياته مينه او وياړ ددي لومړۍ گڼي په تخنيکي چارو اودهغې په سمبالښت کي تر نيمو شپو کار وکړ ،دده کورنۍ په ځانگړې توگه مور اوپلار حق لري په داسي وياړلې اودځوانۍ دغرور پر آس سپو ر فرهنگي زلمی په وطني مينه علاقه ملي چوپړ افتخار وکړي . پدي اميد چي زموږ په هيواد کې دداسي زلمو کمۍ نه وې .
په روزگان کښې دگډون بڼه او بيه !
.....................................................................
۱/ روزگان خپرونه کومه تجارتي خپرونه نده ، او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ،مگر دچاپ او دافغانستان مختلفو ولاياتو اونورواړونده علمي او فرهنگي مؤسسو ته دلېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره کلنی گډون په لاندي توگه په نظر کې نيول شوی دی :
الف : دټولو هغو نشراتي ارگانو ته چي زموږ سره دخپلو نشراتو درالېږلو تبادله لري داخپرونه مفته لېږل کيږې .
ب : دهيوادهغو ليکوالو ته چي دخپروني سره قلمي مرستي کوې اوپه خپلو علمي او معنوي هڅو داخپرونه ژوندی اوغښتلې ساتي هره گڼه رايگان ليږل کيږي .
ت : په افغانستان کښي دروزگان دولايت په شمول ټولو ولاياتواو هلته فرهنگي ، علمي موسسو ،پوهنتونو ،دافغانستان علومو اکاډمۍ ،کابل پوهنتون ،دپوليتخنيک انستيتيوت کتابتون ،دکابل عامه کتابتون ،دافغاني سري مياشتي کتابتون اويوشمير نورونړيوالو خير خوښونکو موسسوته به داخپرونه زموږ په مالي امکاناتو اوله هيواد نه بهر دفرهنگپالواوپدغه خپرونه کي دگډون له لاري په سپماشوو پيسو به لېږل کيږي .
ث : په روزگان خپرونه کښې دکلني گډون بيه په ټوله اروپا ،امريکا متحده ايالاتو ،کاناډا ،استراليا ،هند ،ايران اوپاکستان کي ((۳۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۳۰ )) ايورو ټاکل شوېده .
په بهر کي له درنو هيوادوالو نه په درنښت غوښتنه کوو چې پدې فرهنگي لار کښي پرموږ خپلې لورېينې او پيرزوينې ونه سپموی . پاي
حبيب اله غمخور
دروزگان خپرونې مؤسيس اومسول مدير