محمدصفرخواريکښ
دهيواددبيا خپلواکۍ د۷ ۸ مې کاليزې په ياد
له بده مرغه دهغه څه په باب يې ليکم،چې زماله انده موږافغانان يې دامهال نه لرو.خودبيا لرلو سپېڅلې هيلې يې دهر هېوادپال افغان په زړه کې ټوپونه وهي. دغه سپېڅلې هيله زموږدلرغوني اووياړلي خوجګړوځپلي هېوادګران افغانستان خپلواکي ده.
خپلواکي څه ته وايي،موږکله اوڅنګه ترلاسه کړی وه؟
اوس خپلواکي لرو که نه؟
افغانان سولې ته اړ دي که خپلواکۍ ته ؟
څنګه کولای شوچې په سوله کې خپلواک ژوندولرو؟
* * *
خپلواکي څه ته وايي،موږکله اوڅنګه ترلاسه کړی وه؟
پورتنيو پوښتنو ته دځواب ورکولو له پاره تر ټولو لومړی اړينه ده چې دخپلواکۍIndependence او آزادۍ Freedom تعريف وشي.
د«دايرﺓ المعارف اوزده کړې سرچينې» (Encyclopedia and Learning Resources ) دتعريف له مخې: «خپلواکي؛دنورو له کنترول،اغېزاوملاتړ(حمايت) اومرستې پرته آزادحالت دی» [۱]
«استقلال يا خپلواکي: آزادي لرل،په آزادۍ کار کول،دنورو له لاس وهنې پرته دخپل کار اداره کول دي. »[۲]
په همدې توګه« آزادي: دمرئيتوب خلاف ده اوآزاد،حلالوني(حلال زېږدی)، آر(اصيل) اوهغه څوک چې له هررازتړاو ليرې وي.» [۳]
خپلواکي که هرمهال دهغه وخت له شرايطوسره تعريف شوې اوبيلابيلې شننې پرې شوي خو آر جوهر يې هماغه دنورو له يوغ او اغېز پرته دخپل واک او اختيار لرل دي.
زموږ هېواد سره له دې چې دتاريخ په ګواهۍپه وار وار ديرغلګرو اوتاړاکګرو لښکروله تېريو سره مخامخ شوی،که عجم وو که عرب دلنډ مهال له پاره يې لاندې ايستلی،خوافغان اوولس يې هيڅ وخت ايل کړی نه دی اونه يې چاته باج ورکړی دی.
که دليکنې داوږدوالي دمخنيوي له امله دتېرمهال له څېړنې تېرشو اويوازې دوروستيودووپېړيو تېري او يرغلونه را يادکړو؛نو په دغه لړکې لومړی انګريزان ووچې زموږ پرخاوره يې تېری اويرغل وکړ.
هغه مهال چې پرنګي ښکېلاک دنورو هېوادونو دښکېلولو په لړ کې دهند نيمه وچه لاندې ايستلې وه، خو دښکېلاک تنده يې لا ماته نه وه،په دغه نيمه وچه کې دخپلو ګټود«خونديتوب» اونوروګتودترلاسه کولو په نيت د «فاروردپاليسۍ» دتطبيق په لړ کې لومړی ځل په ۹ ۳ ۸ ۱ ز _ ۲ ۴ ۸ ۱ زکلونوکې،دويم ځل د۷ ۸ ۸ ۱ ز له نوامبر نه د ۸ ۸ ۸ ۱ زتراګست اودريم ځل د ۹ ۱۹۱ زکال دمی او جون په مياشتوکې تيري کړي وو چې په دغه اړوند هم زموږ کورنيو تاريخ پوهانو اوليکوالانو کتابونه ليکلي اوشننې يې کړي دي او هم بهرنيو. له ټولو ليکنو او څېړنوڅخه په ډاګه کېږي چې افغانانو په درېواړو جګړو کې پرنګي ښکېلاک ته له شرمه ډکه ماتې ورکړې اوخپله خپلواکي يې تر لاسه کړې ده. افغانان وايي « مال مې له سره ځار اوسر له ناموسه(هېواده) » .
دانګرېزي ښکېلاک په خلاف وروستۍ جګړه چې زموږ دهېوادپه تاريخ کې دخپلواکۍ دجګړې په نامه يادېږي، داعليحضرت امان الله دسلطنت په مهال وه کله چې ده د ۹ ۱۹۱ز په فبرورۍ کې دچارو واګې په لاس کې ونيولې ويې ويل :«مادسلطنت تاج دافغانسان دکورنۍاو بهرنۍ خپلواکی په شرط منلی دی»اوله خپلې دغه پرېکړې څخه يې دانګلستان دولت ته ليکلې خبر ورکړ، اوهم يې افغان اوولس ته په خطاب کې چاپي خبرتياوې خپرې کړې چې په کې ليکل شوي ؤ:«ای دافغانستان ستر ملته! ... کله چې زما ستر ملت دپاچاهي تاج زما پر سر کېښود،ماژمنه وکړه چې بايد دافغانستان دولت دنړۍدنوروخپلواکو قدرتونو په څېر په دننه اوبهر کې آزاداوخپلواک دی.دافغانستان ملت دهېوادپه دننه کې بشپړه آزادي لري اوله هرډول تېري اوظلم نه په امن او يوازې بايد دقانون تابع اوسي اوبس». [۴]
خو انګرېز دولت چې دخپلو آسيايي او افريقايي مستعمرو دسر او مال په حساب له لومړۍ نړېوالې جګړې نه سوبمن راوتلی ؤ اودجرمني غوندی ستر طاقت اومتحدينو ته يې ماتې ورکړې وه،نوپه خپل پوځي ځواک يې زياته حسابوله،اودافغانستان دخپلواکۍ په خبرتيا يې نه يوازې سر ونه ګروو، بلکې دافغانانو له لاسه يې پخوانۍ ماتې هم هېرې کړې اودافغانستان داستقلال دپېژندلوپرځای زموږپرهېوادله دريو (ننګرهار،پکتيااوکندهار) لوروپه پوځي تيري لاس پورې کړ.افغانانو په بشپړ ملي يووالي اودحريت پالنې په عالي روحيې او سرښندنې سره يرغلګر پوځ ته داسې ماته ورکړه چې تر ډېره وخته نړېوالو نه باوروله او معما يې ګڼله.ددغه ماتې په پايله کې ؤ چې انګرېزانودافغانستان دخپلواکۍ په رسميت پېژندلو ته غاړه کېښوده.
اوس خپلواکي لرو که نه؟
لکه څرنګه چې اعليحضرت امان الله خان افغان اوولس ته په خطاب کې څرګنده کړې وه،چې دافغانستان دولت دنړۍ دنوروخپلواکوقدرتونوپه څېر خپلواک اوآزاد دی.او لکه څرنګه چې ارواښادمحمدداودافغانستان جمهور رئيس دشوروي سوسيالستي جمهوريتونو داتحاددمشرلئيونيدبرژنف سره په رسمي کتنه کې دافغانستان په شمال کې دلوېديځو هېوادونو دماهرانودشتوالي له امله دهغه په ځواب کې ويلي ؤ:
«جلالتمأب برژنف!
تاسو ښه پوهېږئ چې افغانستان يوپرمختيايي هېواددی،اودخپلواقتصادي ستونزو دله مينځه وړلو له پاره په نړۍ کې دخپلو دوستوهېوادونو مرستې ته اړدی،موږ تل دخپلو دوستو هېوادونو له مرستې اوپه هغوکې له شوروي اتحاد نه دزړه له کومي مننه کوو،نوله دې امله تل هيله کوو چې دوست هېوادونه په اقتصادي مرستو اوافغانستان ته دماهرانو په لېږلو سره له موږسره مرسته وکړي،خوکه دامرستې اودماهرانورالېږل زموږپه کورنيوچارو کې دلاس وهنې په توګه وګڼل شي موږهغوۍ له مټو نيسو اوټول له افغانستان نه بهر غورځوو.که دجرمني،فرانسې،شوروي اتحاد،امريکا،بلغاريااونورووي.»اوددغه وينا له ژباړې وروسته يې يوځل بيازياته کړه چې «ستاسو په اجازه يوځل بيا خپلې خبرې تکراروم»،اوعېن خبرې يې دلاس په هماغه حرکت سره(دله لاسه نيولواو شړلو مانا يې لرله) تکرار اوزياته يې کړه چې: « البته افغانستان يو غريب هېواددی،خويوخپلواک او آزاد هېواددی،اوهيڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې دمرستو په نامه يې په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي.دافغانستان دبرخليک ټاکل يوازې دافغان ملت په لاس کې دي اويوازې دافغانستان خلک حق لري چې په دغه باب تصميم ونيسي.» [۵]
دخپلواکۍ او آزادۍ په باب دبيلا بيلو تعريفونو په پام کې نيولوسره او هغه راز چی ارواښاد محمد داودويلي افغانستان دکلمې په رښتيني مانا خپلواکي نه لري.
دانګريزانو له ماتې وروسته چې افغانستان دنړۍدخپلواکو هېوادونوپه ليکه کې ودرېدلې ؤ،بيا له شوروي اتحاد نه دپوځي مرستو په غوښتنه يې خپلواکي زيانمنه شوه،چې په دغه لړ کې لومړی دګڼ شمېرپوځي سلاکارانوراتګ اوورپسی دهېواددهغه مهال ددولتي اوګوندي مشر دساتلو له پاره دهغه له استوګنځي څخه پرافغاني ساتونکو سربېره روسي "پوځي ساتونکي"راتاو شول ( چې بيا دهمدوۍپه لاسووژل شو) په افغانستان کې هغه راز چې بايد وای وجود نه درلود،ترڅو چې دشوروي اتحاد دپوځ په راتګ سره دافغانستان بهرنۍ خپلواکي لا څه چې کورنی يې هم زيانمنه شوه.
دسرولښکروله وتلو وروسته دافغانستان جمهور رئيس ارواښاد داکتر نجيب الله ،که څه هم دشوروي اتحاد دهغه وخت واکمنو په تائيداودسور پوځ په موجوديت کې واک ته رسېدلی ؤ،دهېواد دسياسي _ پوځي حالاتو دهراړخيزې څېړنې اودسيمې اونړۍ دسياسي پرمختياوو اوبدلونونو په پام کې نيولوسره دملي روغې جوړې تګلاره وړاندې کړه.وروسته يې کله چې دژنيو دتوافقاتو پر بنياد شوروي پوځي ځواکونه له افغانستان نه ووتل هغه ورځ يې دهېواد دژغورنې ورځ ونوموله اوپه دی توګه يې په شورواتحاد پورې دافغانستان دکورني او بهرني سياست تړاو ته دپای ټکی کېښود.البته داکار هم يو له هغو لاملونو څخه شوچې روسي واکمنو په څرګنده نه يوازې دافغانستان له ملاتړ څخه لاس واخيست او آن داچې پخوانۍ ژمنې يې هم تر سره نه کړې،بلکې دافغانستان ددولت دراپزولو له پاره په ګوند اودولت کې توطيې پېل کړې.په داسې حال کې چې دملکرو ملتو په سازمان کې دافغانستان دسولې پر پنځه فقره ييز پلان دبين سيوان تر نظر لاندې کار روان ؤ په مسکو کې دافغانستان دحکومت اورژيم په بدلون خبرې روانې وې. دغه مهال روسي مطبوعاتودکابل درژيم دبدلون اوواک ته دبرهان الدين رباني درسېدو خپرونې کولې.
دمجاهدينو اوطالبانو په مهال خو خپلواکي لا څه چې واحدمرکزي دولت وجود نه درلود.بې شمېره تنظيمونه دخپل شمېر په اندازه په بيلا بيلو لارو روان وو، هريويې چې په بهر کې په کوم دولت يا کړيو پورې تړلي وو په کور کې دننه دهم دهغوۍدګټو ساتندويان اودهغوۍ داندونو رواجوونکي وو.هرې ډلې چې په کومه سيمه کې واک درلود دهغې سيمې امير،استاد،قومندان دګمرک مشراو لنډه داچې هرکاره او ټولواک ؤ. دوۍپه خپلوسيموکې آن له بهرنيو دولتونو سره دمرکز له خبرتيا پرته تړونونه (چې د بهرنيو په ګټه وو دڅه خولې خوږۍ په بدل کې ) لاسليک کړي .
دامهال چې په افغانستان کې دناتو اوانګريزانو پر پوځ سربېره تردوه سوه زرو زيات امريکايي پوځ زموږ خاورې ته دB52 ډوله الوتکو دبمباريو اودکروز اوتام هاک توغنديودډزو په دوړو کې راننوتي، زموږ په درد ندي دردېدلي بلکې دخپلو پټو اوښکاره ګټو دترلاسه کولو شوم نيت يې ټولوته څرګند دې.
د«الشرق لاوسط» (منځنی ختيځ) په ورځپاڼه کې دمصر دستراتېژيکو چارو يو کارپوه حسام سويلم «دافغانستان جګړه اودامريکا ښکاره او پټې موخې» تر سرليک لاندې ليکي : «تاريخ يوازنی ګواه دی چې کولای شي په افغانستان کې دپرله پسې جګړو او په دغه هېواد کې دسترو قدرتونو دترخو ماتوپه اړوند خلکوته ګواهي ورکړي اونن امريکا سره له دې چې ددغو ټولوتاريخي پېښونه خبره ده راغلې چې دسپتمبر ديولسمې دبريدونوله امله دبايللي حيثيت دبيا تر لا سه کولواودتروريستي ډلودله مينځه وړلو په پلمه دافغانستان خاورې ته ننوزي.په ډاډ سره هر اګاه انسان کولای شي چې پرافغانستان باندې دواشنګټن دپريددموخودپټې کړۍ په پراختيا پوه شي، ځکه چې يوازې دسترو موخو شتوالی دی چې امريکا قانع کړي تر څو دافغانستان په ډاروونکې پلندۍکې پښه کښېږدي. » [۶]
دا مهال دبهرنيو پوځونو په شتون کې نه يوازې دهېواد بهرنۍ چارې بلکې کورنۍ چارې هم په بشپړه توګه ددوۍ په کنترول او واک کې دي.ددولت په لوړو دندواو آن دمرکزي او ولايتي امنيتي بولندويانو ټاکنې ددوۍ په لاس کې دي.امريکايي پوځونه دافغاني مقاماتو له اجازې لا څه چې له خبرتيا پرته په رڼه ورځ دکليو او کورونوپه بمباريو کې ښځو اومشومانو په ګډون په سلونو بېګناه خلک وژني. دوۍ په داسې حال کې دطالبانو او القاعدې په تور د بې ګناه افغانانو سرونو ته کڅوړې اغوندي چې دالقاعدې حاميان (برهان الدين رباني ، عبدالرسول سياف او نوروچې په خپل وخت کې يې عصامه بن لادن راوستو اوپه خلاص لاس يې ډېرو عربو ترهګرو ته افغاني پېژند پاڼې ورکړې) په تښرګ کې نيولي دي.
امريکايانو پروني ټوپکيان او لاسپوڅي تنظيمي مشران يو ځل بيا دواک په کرسۍ کښېنول چې له يوې خوا له غله سره دجوال خوله ونيسي اوله بله پلوه ددغه چوپړ په بدل کې دملي اوشخصي شتمنيو په لوټ کې لوی او آزاد لا س ولري ( دشېر پور چور اودپغمان تالان دعيان تکرار ي بيان دی) .
هغه پټې اوښکاره ژمنې چې دافغانستان دولت له امريکا سره کړي اويا يې تړونونه لاسليک کړې دي دافغانستان خپلواکي يې په څرګنده ،له مينځه وړې ده.چې په دغه لړ کې« له خروارڅخه موټی دبېلګې په توګه»دهغه تړون لا سليک دې چې له امريکايانونه به په افغانستان کې دجرم کولو له امله په دې هېواد کې پوښتنې اوګروېږنې نه کېږي دجزا ورکول خو لا په ځاې پرېږده.
زموږ په هېوادکې دامريکايي پوځيانو جنايتونه اودبشرله حقونونه سرغړاوی خو کورنۍ ورځپاڼې او رسنۍ دډارله امله نه شي رسواکولای ،خوله هېواد نه بهر ځينې ورځپاڼې يې کله ناکله ليکي.دګاردين ورځپاڼې دفبرورۍ داتلسمې نېټې په ګڼه کې،په افغانستان کې دامريکايي ځواکونودزندانونوپه اړونديورپوټ کې ليکلي : «دبنديانو شکنجه(ځورول)،جنسي تېری اوسپکاوې په هغه بڼه چې دعراق دابو غريب په جېل کې تر سره کېده په افغانستان کې هم دامريکايي پوځ په زندانونو کې سر ته رسېږي ...هغه عکسونه چې دافغانستان په جنوب کې له يو زندان نه لاس ته راغلي وواودامريکا ددوويشتم پلي غنډ سرتېري دتړل شونو سترګ بنديان يې داعدام دصحنې په جوړېدوسره دشکنجې په حال کې ښودل، په لوي لاس له مينځه وړل شوي دي. » [۷]
په داسې حال کې چې پردي دې ستاپه خپل کور او هيوادکې ستا دتړلو،وژلو اوسپکولو اختيار او واک ولري اوته ورته څه ويلای ونه شی اونه يې ستا دو لت مخه ونيولی شي،نوبيا خو دا څرګنده ده چې دې هېوادکې خپلواکي نه، بلکې بلواکي ده. «کور هم ميداند که دلده شوراست»
افغانان سولې ته اړ دي که خپلواکی ته؟
زموږ په هېواد کې دڅولسيزوپرله پسې اوولس تباه او کورورانوونکو جګړواوله دغه امله د انساني او مالي تباهيو په پام کې نيولو سره هر افغان دسولې اوامن تږی اوليوال دی.خو ګرانه ده چې له خپلواکۍ پرته دسولې تصوروکړو،.زما په اند لکه څرنګه چې دانسان دپايښت له پاره اوبه اوخواړه دواړه اړين توکي دي،همدارنګه دهغه په ټولنيز ا و سياسي ژوند کې سوله اوخپلواکي دواړه ( چې له يوبل سره پېوند لري اوديوبل بشپړوونکي دي) اړين ګڼل کېږي.
سوله دپخلاينې اوله يوبل سره دجوړ ېدو مانا لري، سوله يوازې دجګړې نشتوالی اواوربند نه دی . سوله کې بايد له طبقاتي،جنسي،ژبني ،قومي، او مذهبي توپير پرته دهېواد دهروګړي ټول هغه حقونه، چی دبشر حقونو په اعلاميه کې راغلي خوندي اوله هر راز ګواښ ،ننګونې اوتېري څخه خوندي وي. ثبات ، پرمختګ اوسوکالي دهمېشنۍ سولې نښه ده. خودخپلواکۍ نشتوالی يا په بله وينا بلواکي هغوټولو ښېګڼو اوارزښتونو ته ګواښ دی چی په سوله اوسوله ييز ژوند کې شته.په بلواکۍ کې له پت او عزت سره سوله ييز ژوند نه ، بلکې حق تلفۍ اواستبداد ته غاړه ايښودل او له سپکاوي اوبې پتۍ سره ژوند وي . په دغه رازحالاتوکې سوله يوازې دکاغذونوپرمخونو ليدل کېږي.موږ افغانان هم سولې هم خپلواکۍ ته اړياستو.
څنګه کېدای شي چې په سوله کې خپلواکي ولرو؟
که دخپواکۍ دترلاسه کولو له پاره دافغانانو دتاريخ پاڼې راواړوو،ددوۍ له اتلولۍډکې مبارزې اوسرښندنې وګورو؛نودا به پوره راڅرګنده شي چې افغانانو ته خپلواکۍ تر بل هرملت زيات ارزښت لري. دسولې په ارزښت اواړتيا باندې دپوهېدوله پاره خو دادريو لسيزو کورنۍ جګړې ناتارونه او تنظيمي لوټمارۍ بسنه کوي چې افغانان سوله لکه دژوند اوبه وګڼي .داچې سره له دې هم دغه ملت ولی له سولې اوخپلواکۍ محروم اوبې برخې ساتل شوی ډېر لاملونه لري.
د آسيادزړه په څېرزموږ دهېواد ژيوپوليتيک موقعيت.
دداسې ګاونډيانو ترمينځ واقع کېدل چې زموږ تباهي خپله ابادي ګڼي.
زموږ داولس بې سوادي، اوله دې امله ددوست اودوښمن اودخپلو ملي ګټواوتاوان نه پېژندل.
دامهال دخپل منځي بې باوري اوملي نفاق شتوالی.
دجګړې او بل واکۍ له اوسني ځورونکي حالت نه دافغان اوولس دژغورنې له پاره،په کار ده چې له لومړني لامل(ژيوپوليتيک موقعيت) نه دهيواد اواوولس په ګټه دکاراخيستلو اهليت او توان پيداکړو . دکرغېړنو موخو لرونکو ګاونډي دولتونو شوم پلانونه تشخيص اوشنډکړو ،اوهغوۍ چې دخپلو ګټو او ناوړه هدفونو په نيت يې زموږ هېواد دجګړې ډګر ګرځولې ، عرب دی که عجم دخپل هېواد اوخلکو دتباهۍداصلي لامل په توګه وپېژنو اوپه خپل خاوره کې يې دپاتې کېدوبهانې له ميتځه ويسو.افغانانوته هغوۍ چې ښوونځي سوځوي،په لويولارواو د ښارونو په مينځ کې بمونه ږدي اويا ځان مرګي بريدونه کوي.او بې ګناه وګړي وژني ،او هغوۍ چې ددوۍ سره دجګړې په پلمه په کليو اوکورونو بمبارۍ کوي او ملکي کسان ،ښځې اوماشومان وژني څه توپير نه لري . افغانانو اوس دواړه اړخونه پېژندلي چې ديوې سيکې دوه مخه دي.
دامنيت بشپړ تأمين زموږله هېوادنه دامريکايانو دوتلو مانا لري، نو ځکه امريکايان ددې هڅه نه کوي چې په افغانستان کې بشپړ امنيت ټينګ شي.
سوله اويرغل سره نه جوړېږي، دبن له کنفرانس نه دادې پنځه کلونه تېر شول تېر مهال دا بربنډه کړه چې يرغلګر نه يوازې هيڅ افغاني مقام ته مسؤول اوځواب ورکوونکي نه دي، بلکې سرغړونه او تمرد کوي ،ديکته کوي ،امرکوي او ځانونه غېر مسؤول ګڼي. موږته بيا بيا ددې ټکي يادول په کار دي چې افغانان دخپل منځي تفاهم اوپخلاينې جوګه شي اوپرته له هرراز بدنيتۍ اوتعصب څخه خپل پياوړی ملي پوځ ولري .افغانانو تل ددي توان درلودچې دخپل ټاتوبي ساتنه اودفاع په خپله وکړي. که بهرنيان له موږسره مرسته کوي نولار يې داده چې دهيواد په بيارغونه اوابادۍ کې راسره مرسته وکړي چې ترڅو دبېرته پاتې والي اوفقر له دغه حالت چې همدوۍ يې لامل وو راوځو. په دې توګه دتروريستي جګړو او دهغوۍ دسربازګيرۍ مخه نيول کېږي اوعمر يې لنډېږي .هغه مهال به هم سوله تأمين شي اوهم خپلواکي.
دخپلواکۍ دلارې دخدای بخښلو اتلانو روح دی ښادوي.
دهغه مهال په هيله چې افغانان په خپل ټاټوبي کې خپل واک ، سوله او امن ولري .
اخځليک:
۱-www.worldbook.com
۲- عميد« فارسي فرهنګ» ___________________۱ ۱۳ مخ
۳- دداکتر محمدمعين په اهتمام« برهان قاطع» ___ ۵ ۳ مخ
۴- غبار مير غلام محمد « دافغانستان اوسنی تاريخ»__۱۱۸۴مخ
۵- جميلي عبدالجليل ليکنه___ دافغان_جرمن ويبپاڼه
۶- «شرق الاوسط » ،«دافغانستان جګړه اودامريکا ښکاره اوپټې موخې» WWW.ISNA.IR
۷- «په افغانستان کې دبنديانو ځورول»__ زندګی ويبپاڼه
خپلواکي که بلواکي؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode