خېرګل هډه وال
د دوشنبې په ورځ د زمري د مياشتې په نهمه نېټه د جلال اباد د ښار جنوب ته د مولوي محمد يونس خالص له فاميليو سره نژدې د هډې په جومات کې د ارواښاد مولوي خالص فاتحه اخيستل کېده. ارواښاد مولوي صاحب د افغانستان يو نوميالى ديني عالم، حافظ القرآن، محدث، فقيه، نوميالى ليکوال او شاعر او بالاخره د روسي استکبار په وړاندې د افغانستان د سپېځلي جهاد يو نوميالى عالم مشر پاتې شوى. زه فکر کوم چې هيڅ داسې افغان به نه وي چې د مولوي صاحب له نامه سره اشنا نه وي او د هغه هر اړخيز شخصيت دې ونه پېژني. څوک هم چې مسلمان وي خامخا به د مولوي صاحب دې دومره لوړ شخصيت ته په درناوي سره ګوري. مولوي صاحب د سردار داود خان له وخته د وخت د مفاسدو او بېلاريو په وړاندې د قربانۍ ډګر ته راوتى و او خپل ځوان زوي مولوي محمد نسيم "عابد" يې د شهادت ډګر ته وروړاندې کړ. شهيد مولوي عابد پخپل وار د اسلامي نهضت يو پياوړى مخکښ و چې بې له شکه د خپل پلار له فکر او روزني نه متاثر و. مولوي صاحب وروسته تر هغې چې کمونستي عناصرو يې زوى ونيو له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته رامهاجر شو. مولوي صاحب لا هغه وخت خپله اسلامي مبارزه پېل کړې وه چې د ظاهر شاه د واکمنۍ په دوره کې يې په لومړي ځل د "حزب التوابين" په نامه حزب جوړ کړ. ارواښاد مولوي صاحب چې کومې ليکنې کړې دي له هغو نه د مولوي صاحب هم د علميت درجه او هم د هغه د جهاد او مبارزې اندازه ډېره ښه لګېږي. مولوي صاحب لومړنى مجاهد مشر و چې په سپينه ږيره او زهير ځان يې عملاً په وسله وال جهاد کې برخه واخيسته او د هغه د جهاد له برکته و چې "توره بوړه" نومې ځاى چې په سپين غره کې واقع دى او د هغه لوى جهادي مرکز و له نړيوال شهرت نه برخمن شو او نن سبا يوه مجله هم په همدې نامه له چاپه راوځي.
د ارواښاد مولوي محمد يونس خالص يوه بله ځانګړنه دا وه چې هغه هيڅکله هم نه پر ځان بهرنى حاکميت مانه او نه يې چاته سر ټيټاوه او نه يې خپلې ملي ګټې د چا تر ګټو قربانولې. له بي بي سي راديو سره د ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم خبره ده: کومه خبره به چې مولوي صاحب پاکستاني مقاماتو ته کولاى شوه، بل هيچا هم نشوه کولاى. مولوي صاحب د حق په وېنا کې يو زړور عالم و او له هيچا يې سترګه نه سوځېده.
کله چې په ١٣٧٤ کال کې د طالبانو تحريک سر راپورته کړ، مولوي صاحب يې ملاتړ وکړ چې په دې توګه مولوي صاحب د طالبانو يو محسن ګڼلاى شي. مولوي صاحب نه په تنظيمي جګړو کې برخه واخيسته او نه يې د طالب مخالفت وکړ چې دغه ځانګړنه په بل هيڅ جهادي مشر کې نه شو موندلاى.
مرحوم مولوي خالص له بهرنۍ مداخلې سره د خپل همنشيني مخالفت په وجه په ٢٠٠٣ کال د امريکا د حضور پر خلاف د جهاد اعلان وکړ او په دې توګه يې د امريکا په رکاب د ځغلېدا ذلت ونه مانه او بالآخره جګې سترګې د رب حضور ته ورغى. زمونږ دعا ده چې د کايناتو ستر رب دې د خپل رحمت په غېږ کې ځاى ورکړي.
زه غواړم دلته د طالبانو په هغه ناوړه حرکت تبصره وکړم چې د مولوي صاحب د فاتحې په ورځ يې وکړ. د اتو تنو بې ګناه انسانانو وينې يې وبهولې او زيات شمېر يې ټپيان کړل. د طالبانو دغه حرکت هم د اسلام مخالف و، هم د افغاني فرهنګ او هم د انساني حميت. لدې نه معلومېږي چې طالبان پير پېژني نه مير. پکار خو دا و چې په دغه ورځ طالبانو د اوربند اعلان کړى واى او خلکو ته يې ډاډ ورکړى واى چې بې وېرې ترهې د مولوي صاحب د فاتحې په مراسمو کې برخه واخلي، دا خو يې ونکړل چې لا د مولوي صاحب بې احترامي يې هم وکړه. د طالبانو دغه عمل ته د ننګرهار ټول مجاهد ولس په ډېره کرکه سره وکتل او هر سړي دغه عمل محکوم کړ ځکه چې طالبانو هم د مولوي صاحب بې احترامي وکړه او هم يې بېګناه وينې تويې کړې. طالبان دې ووايي چې پر هغو بېګناه انسانانو يې د مرګ کوم حق درلود؟ شريعت معلوم دى، د شريعت حکم معلوم دى، داسې نده چې هر څه طالب کوي هغه به شريعت وي بلکې که طالب ځان د شريعت تابع بولي څه چې د شريعت حکم وي هغه دې وکړي.
د يادولو وړ بولم په کومه ورځ چې باچاخان وفات شوى و او د هغه جسد يې د ښخولو لپاره جلال اباد ته ووړ، مولوي صاحب محمد يونس خالص مرحوم چې هغه مهال د مجاهدينو د اووه ګوني اتحاد مشر و پر مجاهدينو غږ وکړ چې د باچاخان د جنازې د کاروان مزاحمت ونکړي او په دغه ورځ دې اوربند رعايت کړي. حال دا چې مولوي صاحب او باچاخان نظرياتي لحاظ سره مخالف وو. باچاخان افغان جهاد فساد او د امريکا او روس د ګټو جنګ باله خو مولوي صاحب په داسې حال کې چې پخپله يو لوي مجاهد او لوي عالم و او دا اوس يې هم په افغانستان کې د امريکايي حضور مخالفت او جهاد اعلان کړى و خو طالبانو د هغه د فاتحې مراسم په يو ډېر ناځوانمردانه عمل سره استقبال کړل. د حافظ شېرازي په وېنا:
شرم مان باد زپشمينۀ آلودۀ ما
که بدين فضل و هنر نام کرامات بريم
د طالبانو په دې عمل سره د مولوي صاحب درانه شخصيت ته کوم زيان ونه رسېد او نه يې درناوى د چا په زړه کې کم شو خو افسوس د طالبانو په دغسې ناقدرشناسه حرکت، د هغوى دغه حرکت د مولوي صاحب زامنو ته هم د عبرت درس دى.
د مولوي محمد يونس خالص د فاتحې په ورځ د طالبانو ناځوانمردانه حرکت
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode