عبدالسلام اندړ
ټوپک مارو ډلو ، جنګي جنايتکارانو،دبشرله حقونوڅخه تيري کوونکو،دپرديودوښمنو استخبرا تو قرار دادي اوکړۍ په غوږجاسوسا نو چې په حکومت کې دننه دقدرت په سر
زورونه وهي، زور واکانو ،چپاولګرانو، اداري فسادپېشه ګانو، دآزادبازارنرخونو،محتکرينو ، دشخصي اودولتي مځکو غصبونکې مافيا،دنشه يي توکوقاچاقبرې مافيا، دغلطوراپورو له مخي په ودونو، بېګنا اوبې دفاع خلکوبمباريو،قومي،ژبني ،منطقوي اومذهبي دوښمنيو، سړي تښتو نکو،په پاک لمنو،کمزرو وړو نجنواوهلکانوجنسي تېری،د لوږي له کبله دځان او اولادونو پلورل،ځان وژونکوبر يدونو اوډېرو داسي نورو علتونوله کبله دافغانستان خلک تر ژوند مرګ بهترګڼي.! خواران خوراپه تنګ راغلي دي اوحال له دې نورهم خرابېدونکی دی وايي:( چې په تنګ شي نوپه جنګ شي!)
دحکومت دچارو واګې دجنګي جنايتکارانو،دبشر له حقو نوسرغړونکو، مذهبي بنسټپالو اودوديزوملايانو غنيمت کړي دي، څه چې زړه غواړي همهغه کوي نوځکه ګونګ حالت دافغانستان پر سياسي اوآمنيتي فضا مسلط دی اوحقيقت ویل زهر غوندي ترخه دي .
ددغو ټولو بد بختيوسبب او همدارنګه د امريکايي اوغربي واردې شوي ديموکراسۍ د خنډ او هغې ته يوازنی لوی خطر پورتني لاملونه دي .
که دغه اوسنۍ اقتصادي،اجتماعي ،سياسي،دسيسه کاره آمنيتي وضعه په همدې ډول دوام ولري نو د حــ قــ يـــ قــ ت ملابه ماته وي، سترګې به يې ړندې وي اود حــ قــ يـــ قــ ت ډېوه به توره تياره رڼا نه کړای شي او ويونکې به يې دقانون په خلاف په تورواوزهردارو منګولوکې په فشار سره نيول کېږي .
نو جووته ده چې ژورناليستان به حلاليږي، ژورناليستان به ترورېږي، ژورناليستان به دکفر په نامه اعدامېږي ،ځولانه کېږي اورنګارنګ دسېسې به ورته جوړېږي .
دحکومتي چارواکو داډول دقانون خلاف کړني به ورته په لوړه بيه تمامي شي....
زه اوزما دکورنۍ ټول غړي دآريانا دتلويزيون د حــ قــ يـــ قــ ت خپروني ممتاز، عالم، سياسي څېړونکی،شجاع اوقهرمان چلوو نکې نصير فياض ته د دسيسې جوړېدل اودهغه ځولانه کېدل په کلکه غندو، اودآفغانستان خلکو ته ګران ژورنالست دي ژر ترژره په عزت او قدر دبدنام خاد له تيارو څخه درڼااوحـــ قـــ يــــ قــــ ت په لوري پرېښودل شي او دحقيقت ډېوه بيا روښانه شي ، دخاينانو دسترګو ازغی شي اوخلک له دغه همېشني مړ ژواندي حالت څخه خبر واوسي .
څخه دلته غواړم ديو شعر څو بيتونه رانقل کړم (www.sporghay.com) له
ځولنې شرنګوې
شـهيدهــډوکي خومي تـه خـرڅـوې
څـوک راته لويي ته وړې شرنګوې
آسمـا نـه نـو رسکروټي مـه او رو ه!
ګـډ ېـږې یخي هـم تـودې شرنګـوې
هـم ځولنې دي راته خوله کي پرتې
جــو ړه وې نــوري حـلقــې شرنګوې
نـورځــولـنـې زه پــه غـاښــومـاتـو م
تــه لاهـنـوزسپکي درنې شـرنګـوې
په درناويدا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
حـــ قـــ يـــ قـــ ت تــريـــخ دی!
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode