د افغانستان او پاکستان تر منځ روان کړکيج او دلیلونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع م پ

د اوسني کړکيچ په اړوند د افغاني لورې سیاست او ستراتیژي
د کړکيج په اړوند د پاکستاني لوري سياست او ستراتيژي

د اوسني کړکيچ په اړوند د افغاني لورې سیاست او سترتیژي
په تیرو ديرشو کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ( د جهاديانو او طالبانو له دورې پرته) تل له تاو تريخوالي سره مخامخ ول. نن هم دغه اړيکې د مطبوعاتو او تړيوالو د پاملرنې په مرکز کې ځای لري. په تيره بیا په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې زیات ترينګړي شوي دي چې ځنې کسان ددغه ترينګړتيا دليل د حامد کرزي په وروستیو څرګندونو پورې اړوند بولي. په هر صورت د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې يو ځل بيا د تاوتريخوالي يو نوي پړاو ته ننوتي دي. شنونکي او څيړونکي دغه تاو تريخوالي ته له بیلابیلو زاويو څخه ګوري او ورته کتنه کوي. په عمومي ډول شنونکي په دوه ډلو ويشلی شوي دي.
۱. یوه ډله ډله شنونکي د پاکستان تر وړاندې د حامدکرزي د شدید غبرګون هرکلی او ملاتړ کوي او هغه پرځای او مناسب غبرګون بولي. دغه ډله د زړه له کومې هېله منده ده چې حامد کرزی او دده حکومت به د پاکستان د تیریو پر وړاندې ټينګ او کوټلي ګامونه پورته کړي او دا ځل به پاکستان واکمنانوته خوله ماتونکی ځواب ورکړي .

دا د افغان اولس ريښتنې هبله وه او ده چې له بهر څخه ټول تيري شنډ او مخه يې ونیول شي. خو پوښتنه داده چې دا کار به څرنګه ترسره کيږي؟ آيا افغانستان داسې يو کار ته چمتووالی لري؟ دا ځل حامد کرزي د پوځي اقدامونو له لارې ددغه ستونزي د حل وړانديز وکړ. خو آيا افغانستان دا وس او امکانات لري چې پرپوځي اقدامونو لاس پوري کړي؟
څرګنده خبره ده چې افغانستان له پوځي او اقتصادي پلوه له پاکستان سره په اوس وخت کې د پرتلې وړ نه دی. افغانستان هغه ناروغ ته ورته دی چې د تیرې لسیزې دجګړو د سختې او ورانونکې ناروغۍ څخه لا پوره نه روغ شوې نه ؤ چې بیا د کورني اوسیمه ایز او نړيوال کړکيچ په مرکز کې ځای ونیوه. لا اوس هم د کورنۍ ترينګړتبا ويجاړونکې ناروغې يې ستونې زبیخي. اقغانستان د سیمې په پرتله څه چې د افغانستان د کورنیو اړتيا په انډول هم لا يو مناسب پوځ او پوځي امکانات نه لري. دغه هیواد په زياتیدونکې توګه د اداري فساد، قاچاق، بې عدالتۍ، زور زياټي، بې قانوۍ او د توکمیزو اختلافونو (چې د ګاونډیو هیوادونو له خوا ورته لمن وهل کیږي) په سمندر کې د ډوبېدو په حال کې دی. نړيوالې ټولنې د بن په کنفرانس کې د پاکستان تر فشار لاندي يو کوچنی پوځ د افغانستان د پاره ومانه، دغه پوځ هم له فني او مسلکي کسانو څخه جوړ نه بلکې د جنګي ډلو ټپلو او جنګسالارانو له منځه جوړ شو. نو ځکه پوښتنه پيداکیږي چې دا کمزوری او دا وران ویجاړ هيواد په کوم زور او امکاناتو د يو غښتلي پوځ لرونکي هیواد سره ډغرې وهي؟
ځواب ساده دی! دا هیواد په ريښتیا هم دومره کمزوری دی چې آن د خپلو جنګسالارانو او جنګي جنایتکارانو د قابو کولو اوپر هغوی د قانون د تطبیقولو وس نه لري، څه پاتې چې له بل هیواد سره دجګړې میدان ته راودانګي. ځنې شايد ووايې چې زموږ پلرونو او نيکونو په تشو لاسونو خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړې نو داځل به هم دا کار وکړي. هو زموږ خلک ټينګ او غیرتي خلک دي خو اوس د جګړې بل لوری هم له همدغه خلکو جوړ دي او اوسنی دولت خو بیا له خلکو بېخي جلا او ګوښې دی دغه دولت دومره د خلکو پر حقونو او ګټو تيري کړي دي چې څوک نه غواړي د يو داسې فاسد نظام دپاره قرباني ور کړي او ترې دفاع وکړي. نو بیا هم پوښتنه رامنځ ته کيږي چې کرزی او دده دولت پر څه حساب کوي؟ دولت پر څه او پر کوم قدرت وياړي؟
څرګنده ده چې دا دولت د بهرنیو ځواکونو پر پوځي او اقتصادي امکاناتو ولاړدی او چليږي نو د هغې د قوت او اقتداراصلي ستنې هم همدغه ځواکونه جوړوي.د پاکستان پر خلاف دا څرګندونې له اروپايې هيوادونو او پاريس څخه د حامد کرزي له راستنیدو وروسته وشوې. حامد کرزی د اروپايې هيوادونو او د پاریس له غونډې څخه يو لړ ژمنې تر لاسه کړې او ددې خبرې تصورهم آسان دی چې حامدکرزي به د ناتو له مشرانو او د اروپايې اتحاديې له غړيو هیوادونو او د امریکې د متحده ايالتونو له لوړ پوړو استازيو سره د افغانستان پر خرابيدونکي پوځي، سیاسی او ټولنیز حالت خبرې کړي وي. او دغه هيوادونه بر دې قانع شوي وي چې د حالت خرابېدل د پاکستان د څرګندو او پټو تيريو نتیجه ده او ترڅو چې دغه ستونزه له پاکستان سره او په پاکستان کې دننه حل نه شي نو افغانستان ته به سوله او آرامي را نه شي. او کېدی شي دغو هیوادونو په تیره بیا د ناتو غړيو هيوادونو پر پاکستان باندې د فشار د زياتولو په خاطرحامد کرزي ته دداسې څرګندونو واک ور کړي وي. دا څرګندونې د امريکايې پوځي کړيو يانې پنتاګون له دريځ سره هم سمون لري. ځکه تر دې پيښې دمخه د امريکايې ځواکونو په عملیاتو کې يو شمیر پاکستاني پوځيان ووژل شول چې پيښه د امريکې دديپلوماتيکو سرچينو له خوا يوه اشتباه وګڼل شوه خو امريکايې پوځي سرچينو دغه عمليات پرځای او پرحق وبلل. له بلې خوا د امريکې دموکرات ګوند استازی او د امریکې احتمالي راتلونکی ولسمشر هم پاکستان د خپلو راتلونکو اقدامونو مهمه برخه بللې او ويلي يې دي چې دغه هيواد ته به زیاته پاملرنه را اړوي ځکه دغه هیواد درستې نړۍ ته د خطر په اډه آوښتی. خو د امريکې د بهرنیو چارو وزیرې د حامد کرزي خبرې ناسمې او بې ځايه و بللې او دواړه هېوادونو ته يې سپارښتنه وکړه څو خپلې ستونزې په خپله حل کړي. خو ددې خلاف د امريکې د دفاع وزیر د پاکستان څخه افغانستان ته د جګړه مارو آوښتل خطرناک او د تشویش وړ وبلل او څرګنده يې کړه چې دغه بنسټپال نه يوازې افغانستان او پاکستان ته خطر راپېښوي بلکې درستې نړۍ او امريکې ته هم خطرناکه دي. همدارنګه د ناټو يوشمیر نورو هیوادونو هم په وار سره څرګنده کړې ده چې جګړه په افغانستان کې نه ګټل کيږي بلکي ددغه جګړي جرړې باید د ډيورند دکرښې بلې خواته باید وچې کړی شي. په دغه برخه کې د امريکې د متحده ایالتونو سياست ورو ورو په ډاګه کيږي، په دی وروسیو کې د امریکې د متحده ایالتونو ولس مشر وویل چې د پاکستان دولت په ځنې مسالو کې ددوې سره مرسته کوي خو په ځنې نورو برخو کې بیا ددوی د هيلې خلاف څه نورکوي، هغه وویل پاکستان د امریکې د متحده ايالتونو د راتلونکي ولسمشر دپاره لويه ننګونه بلل کيږي.
ويل کيږي چې همدا اوس ولسمشر بوش ته داسې يوه طرحه وړاندې شوې چې له مخې يې د امريکې پوځي ځواکونو ته دا اجازه ورکوي څو خپل عمليات د پاکستان په خاوره کې دننه ترسره کړي.
واقعیت دادی چې په پاکستان کې له ټاکنو وروسته د سیاسي او پوځي ډلو ټپلو ترمنځ يو ډول جوړ جاړي رامنځ ته شو او ددې جوړ جاړي په پايله کې پاکستاني واکمنانو هڅه وکړه ترینګړتیا افغانستان ته واستوي او لا شدت ورکړي. دوی په افغانستان کې هره ورځ سختو تروریستي عملیاتو ته سازمان ورکوي.
همدا اوس په افغانستان کې د عراق په پرتله د ناتو او امريکايې پوځونو تلفات زيات شوي دي چې د هغوې انديښنې يې زياتې کړي دي، شواهد ددې شاهدي ورکوي چې د جګړې اصلي مرکز له عراق څخه افغانستان اړول شوی وي.
په پاکستان کې د بنسټپالو د اغیز زیاتوالی له دې امله هم د اندېښنې وړ دی چې پاکستان يو اتومي هيواد دی. بنسټپالو ته ددې وسلو په لاس ورتګ ټوله نړۍ له ګواښ سره مخامخ کولی شي. پاکستاني واکمنو د اتومي وسلو د خپرولو په برخه کې لا پخوا هم اقدامونه کړي اويو شمیر هیوادونو ته يې د اتومي وسلو د جوړولو تکنالوژي په واک کې ورکړې ده . اوس د پاکستان د استخباراتي شبکو له پلان سره سم بنسټ پال د پښتون خوا ايالت او بلوچستان سربېره خپل اغیز سند ايالت او د پاکستان نورو برخو ته هم پراخوي. نو د همدغه انديښنو پر بنسټ ایتلاف او ناټو غواړي په لومړي قدم کې د افغانستان ددولت په وسيله پنجابي واکمنان تر فشار لاندې راولي.
خو باید وویل شي چې دا کومه مذهبي جګړه نه ده بلکي دا دسیمې د اقتصادي او انرژيکي ګټو دپاره د سترو زبرځواکونو او د سیمه ایزو ځواکونو تر منځ د زور آزموينې جګړه ده او پاکستان په نویو رامنځ ته شويو حالاتو کې غواړي لکه د سړې جګړې د وخت په شان له مذهبي او ديني احساساتو څخه د خپلو مخو د پاره ګټه پورته کړي.
نو ددغه ټکو او شواهدو پر بنسټ د کرزي د نوې پالېسۍ پلويان دې ته هيله لري چې ناټو شاید د خپلې ناکامۍ څخه د مخنيوي دپاره خپلو عملیاتو ته د ډیورند د کرښې بلې خواته دوام او پراختیا ورکړي. چې طبعاُ داکار به د پاکستان سره د ناټو د غړيو هیوادونو کړکيچ زیات کړي. او دا کار به پاکستان نور هم په کورنی ترینګړتیا کې ډوب کړي. د ويلو وړ ده چې دغه ډله کسان ټول یوشان نه دي، یوشمیر ريښتني وطنپال چې په هيواد کې سوله او پرمختیا غواړي اودغه لار له ترینګړتيا څخه د افغانستان د وتلو دپاره يوازنۍ لار بولي، خو بله ډله يو شمیر جنګ سالاران او جنایتکاران دي چې له دغه حالت څخه په ګټه اخیستو سره غواړي خپل جنایتونه پټ او خپل واک قانوني کړي.

۲. دویمه ډله هغه کسان او سیاسي ډلې دي چې د حامد کرزي د وينا پرخلاف یې سخت غبرګون ښودلی او دا غبرګون لا اوس هم په شدت سره روان دی دوی د ښاغلي کرزي وينا احساساتي او بې بنسټه بولي. دوې د خپل دريځ د سم ښودو دپاره د موجوده دولت ټولې نیمګړتیاوې يو په يو را په ګوته کوي. دوی د افغانستان په اوسني وران ،ويجاړ حالت کې داسې څرګندونې د افغانستان په زيان او غیرمسوولانه او تشې لاپې باټې بولي. دوې د کرزي دا خبرې يوه هڅه بولي چې د اتم د ثور او د کندهار د پيښو درسوايې د پټوولو دپاره يې کوي. همدارنګه دغه ډله په دې عقیده ده چې د کرزي دولت د اوه کلن چور او تالان، بډو، قاچاق، بې قانونۍ، نه مصونیت په پايله کې خپل بشپړ اعتبار له لاسه ورکړې دی ( البته په دغه اړوند زياتې لېکنې شوي تکرار يې لازم نه بولم) نو ځکه حامدکرزی او اړونده ډله او ټپله يې د راتلونکو ټولټاکنو په درشل کې په يو لړ سیاسي مانورونو لاس پورې کوي څو خپل د لاس تللی اعتبار د ټولټاکنو تر وخته بیرته تر لاسه کړي.
دوې همدارنګه په دې عقیده دي چې دا ډول بې مسوولیته څرګندونې د افغانستان پر زیان دي نه په ګټه. دوې د ترانزيتي پلوه په پاکستان پورې د افغانستان تړاو ددغې خبرې ښه دليل بولي. دوې وايې که پاکستان خپلې لارې پر افغانستان وتړي نو په افغانستان کې به بېي ډيرې اوچتې شي او دا به د بې وزلو خلکو د زياتې بربادۍ او تباهې امکانات برابر کړي دوی د بيو اوسنۍ لوړتيا هم د همدغه ترینګړتیا زیږنده بولي. همدارنګه دوې په پاکستان کې ددوو دریو مېلیونو په شاخوا کې د اوسیدونکو کډوالو برخه لیک هم ددې خبرو په پايله کې ترګواښ لاندې ويني.
دغه ډله هم يوشان نه دي . يوه ډله هغه شنونکي دي چې په ريښتیا په افغانستان کې ددرغلۍ او فساد څخه په تنګ راغلي اودوې داسې يوه فاسده اداره چې افغانستان خلک يې بيخي له سترګو غورځولي دی، د افغانستان د خلکو د ګټو ساتونکي نه بولي. نو ځکه ددولت اوسنۍ نارې سورې دروغ او رياکاري بولي.
بله ډله شننونکي هغه کسان دي چې په ډاګه د پاکستان د ګټو دفاع کوي او غواړي د پاکستانیانو جنايتونه په افغنستان کې پټ کړي

په تاسف سره باید وویل شي چې د افغانستان دولت د پاکستان تر وړاندې روښانه او سمه پاليسي نه لري. دغه پاليسي تر ډيره حده د ورځنيو پيښو په چوکاټ کې د متضادو غبرګونونو په ډول څرګنديږي د افغانستان دولت کله د پاکستان پر وړاندې د ورورۍ او ښه ګاونډيتوب خبرې کوي او په اصطلاح د جهاد په دوران کې د پاکستان تيري د افغانستان له خلکو سره مرسته بولي او ورڅخه د رضایت او خوښۍ او مننې په توګه يادونه کوي. او کله هم اوسني واکداران پاکستان د خپل دويم کور په نوم يادوي. او کله هم د پاکستان تيريو ته د تېريو په سترګه ګوري او غندنه يې کوي. نو ځکه ويلی شو چې د افغانستان دولت په اصل کې د پاکستان تر وړاندې روښانه سياست او پاليسي نه لري. دا چې ولې اوسنی دولت د پاکستان په اړوند روښانه سیاست نه لري يو علت يې دا دی چې اوسنی دولت په حقیقت کې د سیمې او یوشمیر نورو هیوادونو له خوا جوړ يو ايتلافي دولت دی. او دغه دولت دې ته اړ دی څو د پالېسۍ په جوړولو کې د ټولو ښکيلوهیوادونو ګټې په پام کې ونيسي.
خو د امریکې متحده ایالتونه په پريکړو کې بر لاس لري او وروستۍ خبره کوي نو ځکه دغه سیاست تر زياته بریده د امريکې له سياستونو سره تړاو لري او د امریکې د سیاستونو تر مسقیمې اغیز لاندې دی.



د کړکيج په اړوند د پاکستاني لوري سياست او ستراتيژي
د پاکستان لوری د افغانستان تر وړاندې منظمه ستراتيژي لري او دا ستراتیژي په افغانستان کې د ژورتیا د سیاست پر بنسټ جوړه شوي، يانې پاکستاني لورې غواړي چې افغانستان يا په بشپړه توګه په خپل کنترول کې ولري او يا افغانستان ترخپلې غیرمسقیمې ادارې لاندې ولري. پاکستان هيڅکله د يو خپلواک او ملي واک لرونکي او پرمختللي افغانستان زغم نه لري. يا به افغانستان د پاکستان په خوښه اداره کيږي او يا به دا هيواد د همېشنۍ بې ثباتۍ سره لاس او پنجه نرموي او په اور کې به سوزي.
په ۱۹۹۲ کال پاکستان خپلې ټولې موخې په افغانستان کې تر لاسه کړې. دوې په افغانستان کې سياسي، اداري، ټولنيز، کلتوري ،پوځي او اقتصادي جوړښتونه په بشپړه توګه له منځه يوړل ښاورونه يې ړنګ او په سل ګونو زره انسانان يې د ژوند له حق څخه بې برخي کړل او بيايې د تند لارو په مرسته خپل واک پر دغه هيواد بشپړ کړ. د يادونې وړ ده چې په دغه کلونو کې د سیمې نورو ګاونډيان هم په دغه بحران او کړکيچ کې تر پاکستان کم لاس نه درلود او اوس هم د افغانستان پر حالاتو ستره اغیزه لري. د همدغه وسله والو سیالیو په نتیجه کې افغانستان له سخت اوبوږنونکي حالت سره مخامخ شو چې البته دا بیل بحث ته اړتیالري چې ددې بحث موضوع نه ده.
طالبان د پاکستان امريکا د ګډې ستراتیژۍ په پايله کې رامنځ ته او واک ته ورسېدل. د امريکې هدف انرژيکي زیرمو ته رسیدل ول خو د پاکستان هدف د اسلامي بنسټ پالنې په چوکاټ کې پر افغانستان او سیمه د خپل اغیز خپرول ولاو همدارنګه د لويديځ د مرستندوی په توګه د ميلیونو ډالرو تر لاسه کول ول. د انرژۍ په برخه کې امريکايې شرکتونو لکه يونيکال يو لړ قراردادونو د سیمې له هیوادونو او طالبانو سره لاس لیک کړل خو وروسته القاعده د طالبانو غورځنګ تر خپل اغیز لاندي راوست او د امريکې انرژيکي پلانونه يې شنډ کړل ، د طالبانو سره کړکيچ له همدغه ځايه پیل شو.
په امریکه کې د سپتمبر د ۱۱ پيښو په سیمه کې هرڅه بدل کړل. امریکي د خپلو ملګرو په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ، طالبي رژیم يې نسکور او رټل شوي تنظيمونه او جنګسالاران يې واک ته ورسول. پاکستاني واکمنان دې ته اړ شول څو له بین المللي اتحاد څخه بیا هم ملاتړ وکړي او خپل دوستان او ستراتیژيکې ګټې په افغانستان کې د څه وخت د پاره په تکتيکي ډول په شا وغورځوي ترڅو پاکستان له هغه خطره وژغوري چې ورته متوجه ؤ او د راتلونکې دپاره پوره وخت او نوي امکانات تر لاسه کړي. البته پاکستاني واکمنانو پرته له دې بل انتخاب نه درلود د پاکستان دپاره دا يوه غوره او ګټوره پريکړه وه . دوې په دغه قمار کې د يو څه په بایللوسره پاکستان و ژغوره او نه يوازې پاکستان وژغوره بلکي ددغه دوه مخې ملګرتیا په خاطر يې په ملياردونو ډالري او مرستې هم تر لاسه کړي. دې کار که له يوې خوا پاکستان له سخته خطره وژغوره نو له بلې خوا يې په پاکستان کې د اقتصادي پرمختیا او غوړيدو لاره خلاصه کړه او پاکستاني واکمنانو ته يې ددې وخت ورکړ څو نوي امکانات ترلاسه کړي.
ددغه وخت نه په ګټې اخستلو سره پاکستاني واکمنانو په ډيرې زيرتیا خپل پلانونه جوړ او عملي کړل. پاکستاني واکدارانو داسې لاره په مخ کې ونیوله چې هم امریکا او ملګري يې خوشاله وساتي او هم بنسټپالې ډلې. پاکستاني واکمنانو کله نا کله د بنسټپالو پرخلاف ځنې نیمګړي اقدامونه ترسره کړل او ځنې کسان يې د امریکایانو په واک کې هم ور کړل چې دهغوې د خوښې سبب شو خو پنجابي واکمنانو د بنسټ پالو اصلي مرکزونو د منځه تللو له خطره وساتل او ددې ترخوا يې په فعاله توګه دبنسټپالو ډلې ټپلې منظمې او د پوځي روزنې مرکزونه يې فعاله کړل او هغوې ته يې نوې امکانات په لاس ورکړل چې د هغوې د رضایت او خوښۍ سبب شو او په دې ډول د مناسبو شیبو رسیدو ته په تمه شول. افغانستان چې تر طالبانو وروسته تیرو جهادي کړيو، قوماندانو او جنګسالاراتو ته د امريکايانو او ملګرو له خوا يې د سوغات په توګه ډالۍ شو او یو ځل بیا پخوانیو چپاولګرو په دولتي څوکيو کې ځای ونيو او د پاټکونو چارې يې دفترونو ته راوړلې. نويو واکمنانو د ملي شتمنیو سربیره د بهرنیو مرستو مېلیاردونه ډالرې په خپلو جېبونو کې واچولې. بې قانوني، بډې او رشوت، قاچاق، زورزياتی، نه مصونیت، د بهرنیو ځواکونو د بې رحمانه او بې موجبه بمباریو په پايله کې د بې ګناه او غیر پوځي خلکو وژل او ولږه ددې سبب شول څو خلک له اوسني رژيم څخه مخه واړوي. او دا واک چې څومره اوږدیږی دومره د نويو جګړو ډپاره لاره آواره کیږي. جنګي ډلو په نويو متودونو سره د خلکو پر مال او ځان را ودانګل.
او دې کار په هیواد کې د جګړو او نا آرامیو دپاره لاره آواره کړه اوس جګړه په دومره شدت سره روانه ده چې هره ورځ ملکي خلکو ته د نه جبرانيدونکو زيانونو سبب کيږي. او دا هغه څه ول چې پنجابیانو يې تمه کوله. نن د هرې ورځې په تیريدوسره دمخالفو ځواکونو ليکې پیاوړې کيږي.

خو لکه چې وويل شو پاکستاني واکداران په پرله پسې ډول تر فشار لاندې راغلل څو نه يوازې د طالبانو مخه ډب کړي بلکې په پاکستان کې دننه د افراطي ډلو ټپلو پر خلاف غِوڅ اقدامونه و کړي او ديني مدرسې چې په تیرو دیرشو کلونو کې يې د بنسټپالنې د ايديولوژۍ پر بنسټ جهادي جنګيالي روزل هم تر خپل کنترول لاندې راولي او د بنسټپالنې د ايډیولوژي مخه و نيسي.
د بنسټپالو پر خلاف د پاکستاني واکمنو ظاهري او سطحي اقدامونه يوازې تکتیکې اقدامونه ول. د پنجابې واکمنانو دوه مخي سياستونه ددې سبب شول څو پاکستان په يو ژور کړکيج کې ډوب شي. ملي او دموکراتیکو ځواکونه چې تر دې دمه د پوځي واکمنانو لخوا په سختۍ سره ځپل کيدل او د سر پورته کولو وس يې نه درلود دنويو حالاتو په رامنځ ته کيدو سره بیرته فعال او ډير ژر يې پراخ وګړنیز ملاتړ تر لاسه کړ.
د بینظیر بوټو د خلکو ګوند، د نوازشریف د مسلم لیک ګوند ، د نېشنل عوامي ګوند او د بلوڅو ګوندونه د ځواکمنو ګوندونو په توګه راڅرګند شول. د لويديځ تر فشار لاندې پوځيان دې ته اړ شول څو د ملي دموکراتیکو ځواکونو تر وړاندې پر شا تګ وکړي او دولتي واک یو غيرپوځي حکومت ته وسپاري. بینظير بوټو او نوازشریف پاکستان ته ستانه شول او د انتخاباتو دپاره چمتوالی نيول کيده، بینظیر بوټو چې د بنسټپالو او پوځيانو د واک د محدودولو په ټينګ هوډ راستنه شوې وه په ډيره مرموزه توګه د پاکستاني استخباراتو له خوا ترور او ووژل شوه.
پوځيانو او د پاکستان استخباراتي دستګاه په ځنې تکتيکي په شا تګونو لاس پورې کړ، چې پوځي ديکتاتور مشرف ته يې ملکي جامه پرغاړه کړه او د حکومت چارې يې د خلکو ګوند ته وسپارلې. پوځيانو د افغانستان پولې ته نژدې هم په ځنې اقدامونو لاس پورې کړ.
مذهبې ډلو چې تردې دمه يې په سرحد ایالت کې په لوې اکثریت سره حکومت کاوه، په دغه ټاکنو کې بېسارې ماتې وخوړه او د نېشنل عوامی ګوند ستر اکثریت تر لاسه کړ. دغه ماتې د پوځيانو او آی اس ای د پاره د زغم وړ نه وه ځکه آی اس آی او پوځيانو په تیرو لسیزو کې د بنسټپالنې د تود بازار له برکته دغه ګوندونه د سیاسی ژوند له ډګره بهر کړي ول او داسې لوې اکثریت سره د هغوی بیرته ستنیدل دوې ته د زغم او منلو وړ نه ول او نه دی.
پوځيانو د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې نوې ستراتیژی غوره کړه څو ملي او دموکراتیک ګوندونه يو ځل بیا له سیاسی ډګره وباسي. پوځيانو د پاکستاني طالبانو سره د سولې تړون لاس لیک کړ او قبایلي سیمې يې هغوی ته خوشې کړې. په دې کار کې پوځیان څو مخې لري. د سرحد او بلوڅو د ایالتونو خلک چې د مذهبی ډلو ټپلو له ناوړه کارنامو ستړي شوي ول نو خپلې وټونه يې ملي او دموکراتیکو ګوندونو ته ورکړل. خلکو په دې کار سره وښودله چې دوې په خپلو سیمو کې د ژورو اقتصادي او ټولنیزو بدلونو غوښتونکي دي. دوې خپلو سیمو ته د زیات واک او زياتو امکاتو غوښتنه کوي، دوې په افغانستان کې د پاکستاني واکمنانو د لاسوهنو مخالف دي او له افغانستان سره ښه او نژدې اړيکې غواړي. نو ځکه پوځیانو او آی اس آی دغه سیمي په اصطلاح پاکستاني طالبانو ته چې تر ستوني يې پر وسلو سمبال کړي دي خوشې کړل څو هغه کار چې پخوا پوځيانو په خپله د ملي او دموکرتیکو ځواکونو د ځپلو دپاره ترسره کاوه اوس يې ددوې په وسیله ترسره اود پښتنو او بلوڅو په سیمو کې د پرمختیا او ترقۍ مخه ډپ کړي او همدارنګه ددوی په وسیله په افغانستان کې هم بحران تازه وساتي. طالبانو پر قبایلي سیمو د خپل واک پر خپرولو سره په دغه سیمو کې د شرعیت نظام اعلان او په افغانستان کې یې د جهاد د پرمخ وړلو اعلان وکړ.
نویو واک ته رسیدلو ګوندونو ته دا يو لوی ګواښ او ننګږنه ده، ځکه دوې د طالبانو په شتووالي کې نه شي کولی په دغه سیمو کې د ټولنیزې؟ اقتصادي پرمختیا پلانو نه عملي کړي او چې دوې په دغه کار کې پاتې راشي نو په خلکو کې به خپله خواخوږي له لاسه ورکړي. او که دوې د وسله والو ډلو پر خلاف پوځي اقدامونو ته پورې کړي نو دا کار هم سیمې ته اقتصادي او ټولنیز زیانونه رامنځ ته کوي چې ددوې د اعتبار د کمېدو سبب کيږي او د بلې خوا دوې پوځي امکانات هم نه لري، دوې به د افغانستان د لوري هم تر فشار لاندې وي څو د طالبانو مخه ونيسي. چې څرګنده ده دوې ددې کار وس هم نه لري. او دا کار به د افغانستان سره ددوې پر اړیکو هم منفي اغیز وکړي. پنجابي واکمنان به هڅه وکړي څو د پښتونخوا د ایالت چې اوس د سرحد د ايالت په نامه ياديږي د پیښو مسولیت د ځآيې واکدارنو او د پاکستان د نوي ټاکل شوي حکومت په غاړه واچوي. او هغه فشارونه چې د نړيوالو له خوا تر دې دمه پوځيانو او آی اس آی ته متوجه ول دغه نوي حکومت ته ور په غاړه کړي.
پنجابې واکمنان غواړي پښتنې سيمې د کړکيج او ترينګړتیا پر سیمه بدل کړي، دوې غواړي جګړه په دواړه غاړو کې د پښتنو سیمو ته راوغزوي، له دې کاره د پنجابي واکمنانو هدف دادی څو د امريکا او ناټو په مرسته هغه پښتنې سيمې و ځپي چې د پاکستان د شتوالي په ټوله دوره کې يې د پنجابیانو مستقیم واک پر ځان نه دي منلی، پنجابیان پر دې پوهيږي چې د پښتنو په سیمه د بهرنيانو يرغل به په دغه سیمه د بنسټپالې احساسات چې په وروستیو کې کمزوري شوي ول ،بیا پياوړي او غښتلي کړي.
پنجابيان غواړي څو د تندلارو په وسیله د پښتنو د ترقي بهیر ګډوډ کړي او پښتانه د تل دپاره د جهالت او ناپوهې په تنور کې وسېځي.
پنجابیان غواړي په پښتنې سیمو کې د تندلارۍ په پیاوړي کولو سره افغانستان هم په همېشنۍ بې ثباتۍ کې وساتي.
پنجابیانو د خپلې واکمنۍ په دوره کې له پښتنو څخه تل همداسې ګټه پورته کړې. د هند پرخلاف جګړو ته يې پښتانه وړاندي کول څو جهاد وکړي او د شهيادت ویاړ ترلاسه کړي خو وزارتونه، لوړې څوکې يې پنجابیانو ته ورکړې، پښتانه يې افغانستان ته د جهاد دپاره واستول خو پوهنتونونه، روغتونونه، صنعتي موسسې او ټول مادي امکانات يې پنجابیانو ته ورکړل.
پنجابیان غواړي پښتانه د ناپوهۍ پر رسۍ داسې ټينګ وتړي چې شپيته کاله نوريې هم ددين او مذهب په نامه په خپله غلامۍ کې وساتي .
په دې ډول پوځي واکمنان د تاريخ په دې سختو حالاتو کې غواړي د پاکستان ماته بیړۍ څه ناڅه له ډوبيدو وژغوري او د نويو او مناسبو حالاتو دپاره وخت تر لاسه کړي او لکه د پخوا په شان به يوځل بیا د ملکي ادارې او ګوندونو خلاف په پوځي کودتا لاس پورې کړي.
خو داسې ښکاري چې نړيوال غواړي چې پاکستاني واکداران د بنسټپالو پر خلاف خپل اقدامونه څرګند هر اړ خيز کړي. پاکستاني رژيم د خپلو مانورونو سره سره د سخت بحران او آزمايښت سره لاس او ګريوان دی. پاکستان چې د بنسټپالنې د ايديولوژۍ پر بنسټ رامنځ ته شوی دی او نیمه پيړې يې پر دغه بنسټ وده کړې او په حقیقت کې يو بنسټپال دولت دي د يو داسې غوښتنې سره مخامخ دی چې په حقیقت کې د ځان وژنې مانا لري يانې کله چې دوې ته ويل کيږي بنسټپالي له منځه يوسي یانې ځان بايد له منځه يوسي نو له دې کبله دغه دولت نن په يو داسې دوه لاري کې ولاړ دی چې يا به له دغه ايديولوژۍ سره د تل دپاره مخه ښه کوي او يا به رامنځ ته کيدونکي توفان ته ځان چمتو کوي.



وروستۍ خبره! بايد وویل شي چې د افغانستان کړکيج دوه اړخونه لري کورنۍ او بهرنی: کورنی اړخ په دې پورې اړه لري چې د افغانستان اوسنۍ دولتي اداره يوه ملي او دموکراتیکه اداره نه ده او د افغانانو دپاره د منلو وړنه ده. دغه اداره په بې ساري فساد او درغلي کې ډوبه يوه اداره ده. تر څو چې دغه اداره له کرغیړنو عناصرو پاکه نه شي افغانستان ته به هيڅکله هم سوله او ثبات را نه شي. په کار ده چې د افغانستان دولتي اداره ريښتنو، پتمنو او صادقو افغانانو ته وسپارل شي، قوماندان سالارۍ او جهاد سالارۍ ته باید د پای ټکی کيښودل شي، د افغانستان ملي بنسټونه غښتلي کړی شي، په چټکو اقدامونو سره په ټول افغانستان کې دعمومي بې وسلي کول بهیرپيل او بشپړ شي. ريښتنې ملي اردو، پوليس او د ملي امنیت اداره جوړه شي. د پوځي پلوه افغانستان د سيمې له نورو هیوادونو سره په انډول کې راوستلی شي. جنایتکاران او قانون ماتونکي د قانون پنجې ته وسپارل شي، د جاسوسانو او وطن ضد عناصرو پر فعالیتونو بنديز ولګول شي.
ددې تر خوا د نړیوالو مرستو څخه د هیواد د پرمختیا او غوړیدو په لاره کې په صادقانه ډول کار واخیستل شي. ددغه پيسو چپاولګران تثبیت او د قانون پنجو ته وسپارل شي.
يوه ملي او وګړنیزه اداره کولی شي د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي، ددې تر خوا لازمه ده چې د ترهګرۍ بنسټونه د نړيوالې ټولنې په مرسته په پنجاب او اسلام آباد کې وچ کړی شي.
د افغانستان دولت بايد د پنجابیانو ددغه دسيسې پر خلاف ټينګه مبارزه وکړي چې غواړي جګړه پر پښتنو وتپي.
د افغانستان دولت دنده لري چې د پولې دواړه غاړو ته د ملي او دموکراتیکو ځواکونو ټينګ ملاتړ وکړي.
نړيواله ټولنه بايد ددغه سیمو د خلکو د اقتصادي او ټولنیز حللت د ښه کولو دپاره پراخ اقدامونه تر لاس لاندې ونيسي.