عمران خان د بېسوادۍ اتل شو
ایران ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هلته یوې غونډې ته وینا کې جرمني او جاپان نه یوازې څنګلوري هېوادونه بللي، بلکې د ده په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ په دویمه نړیواله جګړه کې میلینونه انسانان هم وژل شوي دي
.
پر خواله رسنیو د عمران خان د وینا هغه ویډیويي کلېپ خورا ډېر لاس په لاس شوی، چې په اروپا کې پروت جرمني او ختیځه اسیا کې پروت جاپان د یوه بل ګاونډیان بولي.
نوموړی دې کلېپ کې وايي:
''څومره مو چې له یوه بل سره سوداګري ډېره شي، اړیکي به مو ښه شي. جرمني او جاپان سلګونه زره خلک سره ووژل، خو له دویمې جګړې وروسته یې د خپلمنځي پولې سیمه کې په شریکه فابریکې ودانې کړې او له هغه راهیسې یې د اړیکو خرابیدو هېڅ پوښتنه نه مطرح کېږي، ځکه ګټه یې شریکه ده. ''
جرمني او جاپان په دویمه جګړه کې اتحادیان وو، دوی څنګه د یوه بل خلک ووژل او زرګونه کیلومتره لرې یو هېواد څنګه د بل ګاونډی کېدای شي، دا هغه پوښتنه ده، چې د عمران خان څرګندونو اورېدونکو ذهنونو کې راپورته شوې او ویډیويي کلیپ یې له ټوکو ټکالو سره لاس په لاس کېږي.
عمران خان ښايي غوښتل جرمني او فرانسه یاد کړي، خو د خواله رسنیو کاروونکي یې د لفظي تېروتنې بښلو ته چمتو نه ښکاري.
د ښاغلي خان تردې خبرو وروسته نه یوازې پر خواله رسنیو بلکې یو شمېر پاکستانيو او هندي رسنیو هم پر نوموړي نیوکې کړې او وایي چې د پاکستان لومړی وزیر عادي معلومات هم نه لري.
که څه هم یو شمېر پاکستانیو سیاستوالو هم پر لومړي وزیر نیوکې کړې، خو د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري بیا له ښاغلي خان سره سره پر اکسفورډ پوهنتون هم نیوکه کړې، چې د ده په خبره عمران خان ته يې هلته یوازې د کرېکټ لوبې له برکته د زده کړې فرصت ورکړی و.
''جرمني او جاپان پرېکړه کړې چې پر خپله ګډه پوله بادام وکري '' البته ځینو بیا خبره شاعرانه کړې او محمد حضران نومي یو کس لیکلي:
''د عمران خان هدف د زړونو پولې دي، هغه د احساساتو او ارادو پولې یادوي، خو تاسې چېرې پرې پوهېږئ! ''
د یادونې ده چې عمران خان لومړی ځل د نړیوالو موضوعاتو په هکله کم علمي نه ښيي، بلکې پروسږ کال یې د اقتصادي دیپلوماسۍ پر موضوع یوه کنفرانس کې 'افریقا د پرمختګ په حال کې هېواد ' بللی و.
ښايي همدې ته په پام سره د خواله رسنیو ځینې کاروونکي وايي، ''لطفاً یو څوک عمران خان ته جغرافیه ورزده کړئ او یا د ده لپاره یو داسې کس ومومئ چې ویناوې یې ورته ولیکي. ''