افغان حکومت د صادارتو ډېرښت لپاره له ۳۳ اروپايي هېوادونو، د چین ارمچي او د روسیې پلازمېنې مسکو سره د هوايي بارچالاني دهلېزونه رسماً پرانیستل.
دغه راز حکومت له هند سره د هوايي دهلیز کچه د دغه هېواد پنځوسو ښارونو ته غځولې ده.
اروپا ته نن 'پنجشنبه سپتمبر ۲۷ مه ' دې لړ کې د قره قل ۱۲ ټنه پوستکي د فلنډ هلسنکي ته او اته ټنه غالۍ د ایټالیا مېلان ته صادرې شوې
.
د افغان ولسمشر د اقتصادي سلاکار دفتر یوه کارپوه فرید احمد رودوال بي بي سي ته وویل، د نننیو صادراتو بیه نژدې یو نیم میلیونو ډالرو ته رسېږي.
ښاغلی رودوال وايي، د دې تر څنګ د هند ډیلي او کولکتې ښارونو ته هم تازه مېوه واستول شوه.
نوموړی زیاتوي، د دغو دهلیزونو له لارې د الوتنو شمېر په دې پورې تړلی، چې سوداګر څومره توکي صادرولو ته چمتو کولای شي.
افغانستان له دې مخکې د هوا له لارې یوازې له پنځو نړیوالو ښارونو ډیلي، جدې، ممبۍ، الماتا او استانبول سره هوايي دهلېزونه درلودل.
افغانستان د ۲۰۱۷ کال په جون کې لومړی هوايي دهلېز پرانیست او له هغه راهیسې بهر ته ۱۸۰ الوتنې شوې، چې د څه باندې شپیته میلیونو ډالرو توکي یې صادر کړي دي.
د افغانستان سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه ډېر شوي دي.
د افغان چارواکو په خبره، که څه هم د صادراتي توکو شمېر ډېر نه دی، خو د هوايي دهلېزونو ډېرېدل په دې لړ کې ګټور دي.