د امریکا دفاع وزیر (له کین لوري دویم کس) به دغه سفر کې له افغان ولسمشر سره هم وګوري.
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس په یوه نااعلان شوي سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته تللی دی. کابل ته د نوموړي سفر پر داسې مهال دی چې ویل کېږي په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره پراخې ډيپلوماټيکې هڅې پیل شوې دي.
په وروستیو څو میاشتو کې دا کابل ته د ښاغلي ماتیس دویم سفر دی
.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي،امریکايي پلاوي له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره په ګډه غونډه کې د سولې پر بهیر، د سویلي آسیا او افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پر بریالیتوب او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کړي دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي له پاکستان سره خبرې هم په غونډه کې یادې شوي دي.
افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر له سفر وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اسلام ته سفر کړی او له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
افغان حکومت پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې د جنګېدونکو وسله والو ملاتړ کوي او امریکايي چارواکو هم د پاکستان ځینې دولتي بنسټونه په افغانستان کې له جنګېدونکو وسله والو په ملاتړ تورن کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر جیمس ماتیس د سویلي اسیا لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې چې شاوخوا کال یې پوره شو، لوی لاس درلود او دوی ادعا کوي چې دغې ستراتیژي یې ښې پایلې هم ورکړي دي.