د پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشبنې پر ورځ د اګست پر دولسمه نېټه د پښتنوخوا په صوابۍ کې ولسي غونډه وکړه. په غونډه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و. د غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وینا کې پر پاکستاني ادارو غږ وکړ چې له پښتنو سره روان ظلم دې بند کړي او د هغوی غوښتنې دې ومني.
ښاغلي پښتین وویل، په پاکستان کې قانون شته او محکمې شته خو بیا هم د څلورنیم سوه کسانو قاتل ته سزا نه ورکړل کېږي
.
د نوموړي اشاره د پاکستان د کراچۍ ښار د پولیسو پخواني افسر راو انوار ته وه، چې د نقیب الله مسید په ګډون د ګڼ شمېر پښتنو د وژلو تور پرې لګول کېږي.
د منظور پښتین په وینا، د غورځنګ غړي به تر هغې په قراره نه کېني چې راو انوار ته سزا نه وي ورکړل شوي.
نوموړي د غونډې ګډون والو ته وویل:
" د پاکستان له اساسي قانون سره سم دي موږ د ژوند کولو حق راکړل شي. ولې زموږ کسان تری تم دي، که يې کومه ګنا کړې وي، د پاکستان محکمو ته يې راولي او سزا دي ورکړي".
په پاکستان کې د تېرې میاشتې تر ټاکنو وروسته دا د غورځنګ لومړنۍ جلسه وه.
په دې ټاکنو کې د غورځنګ دوه مخکښو مشرانو، علي وزیر او محسن داوړ هم د پاکستان پارلمان ته لاره ومونده.
په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې هم وې چې د غورځنګ په لیکو کې ځیني اختلافونه رامنځته شوي.
د ځینو په باور، د غورځنګ مشر منظور پښتین په دې ناراضه و چې د غورځنګ دوه مهمو غړو، علي وزیر او محسن داوړ د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته.
خو محسن داوړ د یکشبنې پر ورځ نه یوازې په صوابۍ کې دغورځنګ په جلسه کې برخه واخیسته، بلکې وینا یې هم ورته وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې د بابړۍ غمیزې ته په اشارې سره وویل، د پښتنو پر خاوره د پښتون وژنې پیل ۷۰ کاله پخوا له بابړې نه شوی دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې د پښتنو ځوان نسل اوس راویښ شوی دی او د خپل حق غوښتنه کولی شي.
محسن داوړ همدا رنګه د پاکستان پر ریاستي ادارو غږ وکړ چې د غورځنګ نیول شوی ملاتړ حیات پرېغال دې راخوشې کړي.
ښاغلي پرېغال د انټرنېټي یا سایبري جرم په تور څه باندې یوه میاشت مخکې په ډېره اسماعیل خان کې له خپل کوره بېول شوی او دامهال په بند کې په بند کې دی.