د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې یوه لوړ پوړي قاضي، شوکت عزیز صدیقي تور پورې کړی، چې د پوځ څارګرې ادارې ای ایس ای چارواکو ترې د خپلې خوښې پرېکړو غوښتنه کړې وه.
نوموړی وايي، ای ایس ای چارواکو ورته ویلي و، دې سره به یې له وخته مخکې د سږ کال سپتمبر کې قاضي القضات یا د سترې محکمې مشر قاضي وټاکي او د ده خلاف پرته دوسیه به هم ختمه کړي.
قاضي صدیقي راولپنډۍ کې د مدافع وکیلانو یوې غونډې ته وویل، د ای ایس ای چارواکو ته یې وویل 'د وجدان پلورلو پر ځای به مرګ غوره کړي
. '
نوموړي دا ادعا هم کړې، چې له هغه وروسته د ای ایس ای چارواکو په غوښتنه دی د پخواني لومړي وزیر نوازشریف خلاف قضیه د پرېکړه کونکو قاضیانو له ډلې وایستل شو.
نوموړی وايي:
''له هغه وروسته د اسلام اباد عالي محکمې مشر قاضي انور کاسي د ای ایس ای استازو ته وویل، هغسې پلاوی به رامنځته کړو، چې تاسې سره ستونزه نه لري. ''
نوموړي ادعا وکړه، ای ایس ای چارواکو د اسلام اباد عالي محکمې مشرتابه ته ویلي و، دوی غواړي نوازشریف او لور یې مریم نواز د جولای ۲۵ له ټولټاکنو مخکې له زندانه بهر نه شي.
د نوموړي په خبره د محکمې مشرتابه دغه غوښتنه ومنله او د ای ایس ای د خوښې قضايي پلاوی یې جوړ کړ، چې د نوازشریف په ضمانت د خوشي کېدو غوښتنه یې و نه منله.
هغه ادعا وکړه، چې ای ایس ای چارواکي نه یوازې د محکمو په کار او پرېکړو کې لاسوهنه کوي، بلکې په وینا یې د خپلې خوښې پلاوي ټاکي او قضیې په خپله خوښه پر مخ بیايي، چې د پرېکړو لپاره دوی د خوښې پلاویو ته وسپارل شي.
د ښاغلي صدیقي په وینا:
''زه پوهېږم د نوازشریف خلاف د محاکمې ټول حال ای ایس ته ورکول کېده او دا هم راته معلومه ده، چې ستره محکمه کې د چا پیغام چا ته رسول کېږي. ''
نوموړی وايي، نه پوهېږي چې له دې وروسته به ورسره څه کېږي، خو په وینا یې نه غواړي وجدان وپلوري.
تر اوسه د پاکستان پوځ یا د ای ایس ای استخباراتي ادارې د نوموړي قاضي د څرګندونو او تورونو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.