د افغانستان د مالیې وزیر د سې شنبې په ورځ( د جون ۲۶) کابل کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال استعفا وکړه.
نوموړي وویل، د چهارشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې یې وروستۍ ورځ ده.
اکلیل حکیمي شخصي ستونزې او د کور کارونو ته سمه نه رسیدګي له مالیې وزارت د لاس په سر کېدلو لامل وبلل
.
اکلیل حکیمي افغان ولسمشر اشرف غني ته نږدې کس او له څلورو کلونو راهیسې د مالیې وزیر و.
هغه له ولسمشر غني مننه وکړه چې د ده استعفا یې ومنله.
هغه د افغانستان د کورنیو عایداتو زیاتېدل او له دغه هېواد سره د مرستو لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنو دوام خپلې مهمې لاسته راوړنې وبللې.
له دې مخکې د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري هم-چې د اشرف غني له ډلې و- له خپلې دندې استعفا وکړه.
د سو داګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا په هکله هم ویل کېږي چې اسپانیا کې د افغانستان سفیر ګومارل شوی دی.
له بلې خوا د جون په نهمه افغان ولسمشر د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ، خو د هغې ورځې په پای کې یې اجرایه مشر مخالفت وکړ.
علي احمد عثماني چې د عبدالله عبدالله له ډلې وزارت ته غوره شوی و، د جون په لسمه د ۱۳ میلیون ډالرو تړون هم لاسلیک کړ.
خو دوه ورځې مخکې وویل شول چې نوموړی نور دفتر ته نه ځي او په ځای یې سرپرست ټاکل شوی دی.