د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتونو په مرکزونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوملیکنې بهیر یوې بلې میاشتې ته غځولی دی.
د مهال ویش له مخې د ولایتونو په مرکزونو کې د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره د نوملیکنې مهال تر راتلونکو دريوو ورځو پای ته رسېده خو اوس په دې مهال ویش کې بدلون راغلی او يوه مياشت نور غځول شوی دی
.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر رفیع الله بیدار بي بي سي ته وویل، ټاکنې به په خپل وخت ترسره کېږي، يوازې د نومليکنې بهير غځول شوی دی.
نوموړی وايي، "د نومليکنې پروسه په لومړيو کې ډېره ټکنۍ وه، زموږ تخنيکي مطالعاتو وښودل چې دغه دوره وغځول شي او د ۳۴ ولايتونو په ټولو ولسوالیو او کليو کې پلې شي".
په ولایتي مرکزونو کې د نوملیکنې دا بهیر شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و چې تر دې دمه نژدې یونیم میلیون کسانو نوملیکنه کړې ده.
افغان حکومت تمه درلوده چې لږ تر لږه لس میلیونه کسان به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه وکړي.
یو شمېر کسانو د نوملیکنې له بهیر سره د خلکو نه لیوالتیا یو لامل په پيژندپاڼو باندې د سټېکر یا نښې لګول په ګوته کړي دي.
هغه کسان چې نا امنه سیمو کې ژوند کوي ویره لري چې د سټيکر لګول یا د پيژندپاڼو په نښه کول به یې ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو کمیسیون ته سپارښتنه کړې چې د سټیکر لګولو پرځای بدیله لاره ولټوي.
د ټاکنو کمیسیون وايي په دې اړه بحثونه پیل کړي دي.