په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال هاشم پښتین بي بي سي ته ويلي، پولیسو پر هغه هوټل چاپه وهلې چې پکې د غورځنګ مشران و او ډېری یې نیولي دي.
د هاشم پښتین په خبره په نیول شویو کې علي وزیر، عصمت شاه جهان او یو شمېر نور مشران شامل دي.
په داسې حال کې ده چې د پېښور په غونډه کې د غورځنګ غړو پرېکړه وکړه چې راتلونکې غونډه به یې د اپریل پر ۲۲مه (سبا) په لاهور او ۲۹مه به په سوات کې وي
.
تردې وړاندې د لاهور ځايي چارواکو د غورځنګ مشرانو ته په لاهور کې د جلسې کولو اجازه نه وه ورکړې خو د غورځنګ مشر منظور پښتین بي بي سي ته ویلي و په هر صورت به جلسه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې نه وړاندې په اسلام اباد، کوټې، شمالي وزیرستان او پېښور په ګډون بېلابېلو ښارونو کې د خلکو د لادرکه کېدو، قبایليو کې بنسټیز بشري حقونو او په کراچۍ کې د وژل شوي قبایلي وګړي نقيب مسید په وژنې تورن پخواني پولیس چارواکي ته د سزا ورکولو غوښتنه لري.