په افغانستان کې د روسیې سفارت د ناټو ځواکونو د لوی قومندان دا څرګندونې ردوي چې مسکو له طالبانو سره مرسته کوي.
دغه سفارت د یکشنبې په ورځ( د مارچ ۲۵)رسنیو ته په استولې اعلامیه کې وايي، چې دا دا ډول لوړپوړو چارواکو داسې ادعاوې باید د کره سندونو له مخې وي.
"موږ یو ځل بیا ټینګار سره وایو چې ورته څرګندونې بې بنسټه دي او له چارواکو غواړو چې دا ډول پوچې خبرې بیا ونه کړي. "
د روسیې د سفارت دا بیان له هغه وروسته دی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان تېره اونۍ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، له طالبانو سره د روسیې همکاري د افغان سولې مخه ډب کوي.
جنرال جان نیکولسن دا هم ویل، چې روسیه په افغانستان کې د داعش شمېر ته په هوا ور کولو له طالبانو سره د مرستې لپاره ځان ته پلمه پیدا کوي.
د روسیې سفارت په سي بي اېس تلوېزون کې د امریکايي چارواکو چاپ شوې څرګندونې هم هیښوونکې بلل شوې چې پکې ویل شوي له طالبانو سره د روسیې ملاتړ د افغان سولې بهیر زیانمنوي.
په خبرپاڼه کې د مسکو او طالبانو ترمنځ د استخباراتو د تبادلې په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو نقل قول هم ناسم بلل شوی دی.
په اعلامیه کې امریکايي چارواکي په افغانستان کې د روان وضعیت مسوول بلل شوي او زیاته شوې چې په افغان جګړه کې خپله ماتې په روسیه اچوي او له دې لارې افغان- روس اړیکي خرابول غواړي.
په افغانستان کې د داعش له رامنځ ته کېدو راهیسې او شمالي ولایتونو ته د جګړې په غځېدلو سره پر روسیه تور لګېږي چې له طالبانو سره مرسته کوي.
نږدې میاشت مخکې د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست مشر بي بي سي ته وویل، چې روسیه او ایران له وسلوالو طالبانو سره یوه اندازه مرسته کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا رد کړ.
روسیه هم دا ډول ادعاوې ردوي.