د پښتونخوا ګڼو فعالانو د سوات پولیسو هغه ګام غندلی، چې هلته يې د احتجاج کوونکو پر ضد پورته کړی و. د یکشنبې په مازديګر د خوازه خېلې پولیس چارواکو د شپږو هغو احتجاج کوونکو پر ضد د ترهګرۍ مادو له مخې رپوټ ثبت کړی و، چې هلته يې لاریون کړی و
.
د عوامي نېشنل ګوند سیاستواله بشرا ګوهر وايي، دغه رپوټ باید ژر تر ژره بېرته واخیستل شي او د امنيتي پوستو د هغو مسولینو پر ضد باید رپوټ ثبت شي، چې له بې غورۍ يې یو ماشوم د تالاشۍ په انتظار کې مړ شوی و.
ګڼو پښتنو فعالانو پر خواله رسنیو هم د احتجاج کوونکو پر ضد د ترهګرۍ مادو له مخې د پولیسو رپوټ ثبتول غندلي او دا يې د پښتنو د سوله ییز احتجاج سپکاوی بللی.
پر خواله رسنیو "زه د سوات لاریون ملاتړی یم، پښتانه ریاستي ترهګري غندي، د پښتنو لانګ مارچ، پښتانه د پاکستاني پوځ امنیتي پوستې نه غواړي "شعارونه خپاره شوي او چلېږي.
د سوات د خوازه خېلې پولیسو تاڼې چارواکو بي بي سي ته ویلي، د شپږو هغو کسانو پر ضد يې رپوټ ثبت کړی، چې پرون یکشنبه يې هلته احتجاج کړی و.
د خوازه خېلې پولیسو په خبره دې احتجاج کوونکو د پاکستان، پوځ او امنيتي ارګانونو ضد شعارونه ورکړي، ولس يې د پاکستان ضد راپارولی و نو ځکه يې د دوی پر ضد رپوټ ثبت کړ.
د پولیسو د لومړنیو پلټنو په همدې رپوټ کې لیکل شوي، چې دې اعتراض کوونکو نه یوازې د پوځ او امنيتي ارګانونو ضد ویناوې کړې، بلکې ولس يې هم په دغه لاریون کې ځورولی او په ځينو دوکاندارانو يې په زوره دوکانونه تړلي.
د یکشنبې ورځې په دې احتجاج کې شریک ګڼ فعالان وايي، که د ولس ځورولو ضد پاڅون ته ترهګري ویل کېږي او دغه ګام د پاکستان ضد ګڼي، نو دوی به بیاهم له دې په شا نشي.
پرون یکشنبه د سوات په خوازه خېلې او مینګوره سیمو کې ګڼو ولسي وګړیو د پاکستانیو امنيتي پوستو ضد احتجاج کړی و او غوښتنه يې کړې وه، چې په دې پوستو کې دې ولسي وګړي ناحقه نه ځوروي.