- د افغانستان پلازمېنه کابل د امریکا د مرکزي قومندانۍ له خوا را غوښتل شوې امنیتي غونډې کوربه دی چې پر افغانستان سربېره د پاکستان، قزاقستان او ازبکستان لوی درستیزان پکې ګډون لري.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قومندان جان نیکولسن هم دې ناسته کې برخه لري.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، چې دا غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوې او سې شنبه پای ته رسېږي
.
د دولت وزیري په خبره، د ناستې ګډونوال پر اړوند مسلو له یو بل سره خپلې تجربې او لارې چارې شریکوي.
"د غونډې ګډونوال له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کوي".
ښاغلی وزیری زیاتوي، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم د سې شنبې په ورځ دې غونډه کې ګډون لپاره کابل ته رسېدلی دی.
له غني سره د ازبک او قزاق لوی درستیزانو لیدنه
له بلې خوا له ارګ خپره شوې بیانیه وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په شپه د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف سره ولیدل.
"دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سیمه ییزې، امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې".
تېره جمعه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د منځنۍ اسیا د سفر پر مهال له ازبک چارواکو سره هم پر امنیتي مسلو خبرې درلودې.
ټاکلې ده د دواړو هېوادونو د ګډ کمېسون غونډه هم په نږدې وخت کې جوړه شي.
ازبکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، خپلې خاورې ته د وسلوالو په تېره ازبکستان اسلامي غورځنګ له نفوذ وېريږي.
په شمال کې د عملیاتو ډېرېدل
په ورته مهال د افغانستان شمال کې د وسلوالو په تېره د داعش خوځښت هم ډېر شوی.
تېر ډیسمبر افغان چارواکو ومنله چې د داعش بهرني وسلوال شمالي سیمو په تېره جوزجان ته رسېدلي دي.
په دې وسلوالو کې پر فرانسوي او الجزایري وګړو سربېره ازبک او چیچنیايي هم شته.
په شمالي ولایتونو کې د وسلوالو د فغالیتونو په ډېرېدلو سره د دوی مقابل کې عملیات هم ډېر شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکند ملاتړ ځواکونو ویلي، د هېواد په شمال ختیځ او سوېل کې یې د طالب اورپکو د پټنځیو ویجاړولو لپاره هوايي بریدونه ډېر کړي.
په دې بریدونو کې د بي ۵۲ په نوم بم غورځوونکې الوتکې هم ګډون لري.