د جرمونو نړيوالې محکمې قاضيان په دې پرېکړه کوي چې په افغانستان کې د جنگي جنايتونو په تړاو رسماً پلټنې پيل کړي او که څنگه.
ټاکل شوې دوى ډېر ژر د تاوتريخوالي افغان قربانيانو له لوري د سپارل شويو اسنادو ارزونه پيل کړي چې د جنگي جنايتونو له لوري شونې پلټنې پر چا او يا پر څه ورټولې وې.
بي بي سي موندلې چې د جرمونو نړيوالې محکمې ته په سپارل شويو اسنادو کې له نومول شويو لوړ پوړو چارواکو يو د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دى. له لسيزو راهيسې پر ښاغلي دوستم د بشري حقونو د سرغړونې تورونه پورې شوي دي. خو نوموړي تل دا تورونه رد کړي
.
ښاغلى دوستم اوسمهال په ترکيه کې دى. نوموړى وروسته له هغه ترکيې ته ولاړ چې د هغه سياسي سيال او د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي ادعا وکړه چې د ښاغلي دوستم په حکم وتښتول شو او ورباندې جنسي تېرى شوى .
د جرمومونو نړيوالې محکمې سر څارنوالې "فتو بېنسودا" تېر کال ويلي و داسې مناسب دلايل شته چې باور وشي په افغانستان کې جنگي جنايتونه تر سره شوي دي.
طالبان، سي آى اې او افغان ځواکونه ښايي د جنگي جنايتونو د شونو تر سره کوونکو له ډلې وي.