د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، کابل کې پر یوه پوځي مرکز برید پای ته رسېدلی دی. نوموړي بي بي سي ته وویل نن ګهېځ 'پنځو ځانمرګي بریدګرو ' مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته نژدې پر یوه پوځي مرکز برید وکړ، چې په وینا یې څو شېبې مخکې یې وروستی بریدګر هم ووژل شو.
د نوموړي په وینا له دغې ډلې دوو بریدګرو په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې، دوه د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي او یو بریدګر نیول شوی دی
.
د ښاغلي وزیري په وینا پېښه کې د افغان امنیتي ځواکونو پنځه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت ویاند وايي، لومړیو دوو بریدګرو هڅه وکړه، چې پوځي مرکز ته ننوځي، خو د مرکز مېشتو افغان پوځیانو له لوري پرې متقابلې ډزې وشوې.
نوموړي ویلي، د بریدګرو راکټونه او سپکې وسلې د پوځ لاس ته ورغلې دي. دغه برید ګهیځ وختي شاوخوا ۴ نیمې بجې پیل شوی و.
کابل کې د بي بي سي خبریال محفوظ زبیدي وايي، د برید پیل کې درنې چاودنې او د سپکو وسلو ډزونه اورېدل کېدل. امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړه او هلته تللې لارې یې وتړلې.
د ۲۰۱۷ کال اکتوبر میاشت کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون بهر یوې چاودنې کې د دغه پوهنتون ۱۵ محصلین وژل شوي وو.
د شنبې پر ورځ د کابل ښار صدارت څلور لارې سیمې یوې خونړي ځانمرګري برید کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.