د بلخ لپاره نوی ټاکل شوی والي محمد داوود د پولیسو له یوه ځانګړي ټولګي سره یو ځای مزارشریف ښار ته رسېدلی، چې د خپل پلار په جنازه کې ګډون وکړي.
کابل کې ځینې حکومتي سرچینو ویلي، چې د جنازې له مراسیمو هاخوا ښاغلي داوود په مزارشریف ښار کې نورې بوختیاوې نه لري.
عطا محمد نور چې دی یې پر ځای ټاکل شوی له یوې میاشتې راهیسې د بلخ ولایت څوکۍ پرېښودو ته چمتو نه دی او له کابله یې غوښتنه کړې وه، چې ځای ناستی یې ور و نه لېږي
.
د بلخ نوی ټاکل شوي والي محمد داوود د روانۍ میاشتۍ لومړیو کې د کابل وزیر اکبرخان مینې یو مېلمستون کې راڅرګند شو او د مستعفي والي عطامحمد نور هغه تورونه یې رد کړل، چې ګواکې له دغه ځایه بلخ کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره وسله وال چمتو کېږي.
د افغانستان ملي امنیت ادارې یوه خبرپاڼه کې هغه مهال وویل، دغه مېلمستون د بلخ د نوي والي انجنیرداوود کاري دفتر دی او د خوندیتوب مسوولیت یې د مهمو شخصیتونو 'رجال برجسته ' د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.
ښاغلي داوود هغه مهال ویلي و، د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.
له دې مخکې د لیندۍ پر ۲۷ د افغانستان ولسمشرۍ دفتر او محلي ارګانونو ادارې اعلان وکړ، چې افغان ولسمشر د ښاغلي نور استعفا منلې او محمد داوود یې د هغه پر ځای د بلخ والي ټاکلی دی.