د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، دندې کې يې برياوې د دې لامل ګرځېدلى ،چې هېواد کې یې اغېزمن اپوزسيون نه شته. د روسیې ملي ټلويزيون کې خپريدونکي کلني خبري کنفرانس کې هغه وويل، له هغه راهيسې چې په لومړي ځل ولسمشر شو، د هېواد عوايد پنځه برابره لوړ شوي دي.
د هغه په وينا د زيږون پرمهال د مور او ماشوم مړينې کچه په بي ساري توگه ټيټه شوې اود وگړو د کمېدو بهير ورو شوى
.
دا له هغه راهيسې د ښاغلي پوتين لومړى ځل څرګنديدل دي چې د مارچ ټولټاکنو کې يې د دريدو اعلان وکړ.
ولسمشر پوتین دغه راز په خپله دغه کلنۍ خبرې غونډه کې تور پورې کړ، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخالفان له روسیې سره د ولسمشر ټرمپ د اړیکو 'خیالي کیسو جوړلو ' سره امریکا ته زیان رسوي.
ولادیمیر پوتین وايي، د روسي چارواکو او ټرمپ ټاکنیز ټیم تر منځ له ټاکنو مخکې عادي اړیکي وو. د ښاغلي پوتین په خبره امریکايي اپوزیسیون د هغو خلکو درناوی نه کوي، چې ټرمپ ته یې رایې ورکړې.
پوتین د خپل هېواد راتلونکي کال ټاکنو په تړاو هم خبرې وکړې.
نوموړي وویل څلورم ځل ته به دغو ټاکنو کې برخه واخلي، خو په خبره یې د واکمن متحدې روسیې ګوند له لوري به ټاکنو کې برخه نه اخلي، بلکې په مستقل ډول به ټاکنو ته درېږي.
ښاغلی پوتین وايي که د راتلونکي کال مارچ میاشتې ټاکنې د ده مخالفانو وګټلې، په خبره یې روسیه به بې ثباته شي.
ولسمشر پوتین خپلو خبرو کې د اپوزېسیون مشر الیکسي نوالنې یادوونه و نه کړه، چې د یوې جنايي قضیې له کبله پرې ټاکنو کې د برخې اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د اروپا شورا د نوموړي محکومېدل غندلي او دا یې 'خپلسري او ناعادلانه ' چاره بللې. تر ١٦٠٠ ډېرو خبريالانو دغه کنفرانس کې گډون کړى و، چې څو ساعته وغځيد.