د افغانستان ۱۹ زره کسیز سرحدي ځواک مشرتوب دفاع وزارت ته سپارل شوی دی. مخکې دغه مسوولیت د کورنیو چارو وزارت سره و.
د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک نن شنبه ۲ دسمبر کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د دغه ځواک نژدې څلور زره سرتېري به د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې پاتې شي.
نوموړی وايي دغه څلور زریز ځواک به له مسلکي روزنې او نویو تجهیزاتو سره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د هېواد د ځکمنیو او هوايي پولو ساتنه کوي
.
دغه پروګرام کې به د سرحدي ځواک تجهیزات او وسله هم د افغانستان له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته انتقال شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني مراسمو ته ویلي، ''اوس وسله وال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري. ''
نوموړي د هغو سیاستوالو څرګندونو ته په اشارې سره چې ادعا کوي د افغان حکومت یو شمېر کسان د 'اسلامي دولت ' ډلې ملاتړ کوي، وویل دغه کسان دې محکمې ته راشي او خپله ادعا دې ثابته کړې.
ولسمشر غني ویلي، لومړنی کس و، چې په سیمه کې یې د داعش خطر په تړاو خبرې کړې دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د افغان سرحدي ځواک د کارکوونکو له پلوه ۹۰ سلنه، د سپکو وسلو له پلوه ۸۵ سلنه، د درنو وسلو له پلوه ۴۵ سلنه او د نورو وسایطو او تجهیزاتو له پلوه ۷۰ سلنه بشپړ دی.
د دغه وزارت چارواکي وايي مخکې دغه ځواک ځینې ستونزې هم درلودې. ویل کېږي د اړینو روزنو نشتوالی، د پوځي تاسیساتو نه شتون د هوايي ملاتړ نه درلودل او د هېواد ۱۵۰۰ کیلومتره پولو کلک څار نشتوالی هغه ستونزې دي چې دغه ځواک ورسره لاس او ګرېوان و.
د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن دغې غونډې ته وینا کې وویل:
''موږ باید دغه جګړه وګټو چې له ترهګرۍ سره مو پیل کړې ده. ''
نوموړي زیاته کړه، افغان ځواکونه اوس په یرغلیز ډول جګړه کوي او له دې کبله د افغان امنیتي ځواکونو تلفات لږ شوي دي.
هغه دغه راز د ځانګړو ځواکونو ډېرښت او د هوايي ځواک عصریتوب داسې څه بللي چې د ده په خبره افغانستان کې یې د جګړې بڼه بدله کړې ده.
ناټو قومندان ویلي، امریکايي سلاکاران به بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره ګډ کار وکړي او په وینا یې طالبان د دغې جګړې ګټلو فرصت نه لري:
''یا باید روغه جوړه وکړي او یا به د جګړې په ډګر کې تباه برباد شي. ''
د جنرال نیکلسن په خبره نړیوال ځواکونه به افغان امنیتي ځواکونه د سیمې پر ډېر عصري او وړتیا لرونکي ځواک بدل کړي.