د امریکا د ولسمشر لور او سلاکاره ایوانکا ټرمپ چې د سوداګرۍ په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره هند ته تللې وایي، د امریکا او هند ترمنځ ډېر څه شته چې په ګډهیې ترسره کړي.
د ایوانکا ټرمپ د هرکلي لپاره د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» په حیدراباد کې سور فرش غوړېدلی و.
د روېټرز اژانس د راپور له مخې ایوانکا ټرمپ چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لور او همیې سلاکاره ده، هند ته د سفر په درشل کې د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا او هند ترمنځ د اقتصادي ودې، اصلاحاتو، د ترهګرۍ په
وړاندې مبارزې او د امنیتي همکاریو د پراختیا په ګډون ډېر مسایل شریک دي چې دواړو ته لومړیتوب لري او باید په ګډه ورته کار وشي.
ایوانکا چې د هند په حیدراباد کې د سوداګرۍ د نړیوالې غونډې په اړه خبرې کولې وویل چې د لومړي ځل لپاره د دغې غونډې له نیمایي زیات ګډونوالې ښځې دي.
ایوانکا چې په دې غونډه کې د یوې بریالۍ سوداګرې او د امریکا د پلاوي د مشرې په توګه ګډون کوي، دغې هندۍ ورځپاڼې ته ویلي چې په تېر سپټمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په جریان کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره کتلي او له هغې سرهیې خپل دا نظر چې له اوږدې مودې راهیسې د هند تاریخ او کلتور ستایي شریک کړی او همیې هیله څرګنده کړې وه چې دغه پرمختګونه په تېره بیا د ښځو لپاره دوام وکړي.
ایوانکا وایي، لېواله ده چې په دې اړه د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره خبرو ته دوام ورکړي.
ایوانکا د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره کتلي.
ایوانکا د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره کتلي.
د روېټرز په وینا د هند او امریکا ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړه-ورکړه هم زیاته شوې چې تېر کالیې اندازه شااوخوا ۱۱۵ میلیارده ډالرو ته رسېده.
د چین نفوذ ته په پام سره چې ورځ تر بلې په سیمه کې پراخېږي، د واشنګټن او نوې ډهلي ترمنځ پوځي او ستراتېژیک شراکت هم پیاوړی شوی دی.
حیدراباد چې د هند یو ستر اقتصادي مرکز ګڼل کېږي او د مایکرو سافټ په ګډون یو شمېر امریکایي سترې کمپنۍ پهکې فعالې دي، د ایوانکا عکسونه هره خوا ځړول شوي دي.
د دغې سترې غونډې د امنیت د تأمین لپاره هم ویل کېږي چې شااوخوا ۱۰ زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي.
د دغه غونډې د امنیت لپاره شااوخوا ۱۰ زره ځواکونه ګومارل شوي.
د دغه غونډې د امنیت لپاره شااوخوا ۱۰ زره ځواکونه ګومارل شوي.
ایوانکا وایي، د نړۍ په کچه یوه عمده مسئله چې په امریکا، هند او ټوله نړۍ کې د خلکو لپاره مهمه ده دا ده چې اقتصادي فرصتونه رامنځته شي او اقتصادي سوکالۍ ته وده ورکړل شي.
د هغې په وینا ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې د امریکایانو لپاره سخت کار کوي او مودي هم پر دې ډېر تمرکز کړی چې د خپلو وګړو په تېره بیا د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه زیات کړي.
د حیدراباد د سوداګرۍ په نړیواله غونډه کې د ۱۵۰ هېوادونو د سوداګرۍ چارو مشرانو او پانګهوالو ګډون کړی دی.
ایوانکا د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره خبرو ته دوام ورکوي.
دا ځل دا غونډه چې دوه مخکېنۍ یې په متحده ایالاتو او ترکیې کې جوړې شوې وې، د ښځو پر مسئلې څرخي.
ایوانکا وایي، په دې هیله چې دغه د ۲۰۱۷ میلادي کال غونډه د دې لپاره زمینه برابره کړي چې پر هغو ښځو چې د سوداګرۍ چارې مخ ته وړي، ډېره پانګونه وشي او هغوی لا پیاوړې شي.