د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه د یوه پرېکړهلیک د مسودې په جوړولو سره له نورو دولتونو غوښتي چې په خپلو خاورو کې د ترورېستانو ځالو ته ځای ورنهکړي.
پر دغه پرېکړهلیک پرون د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بحث وشو.
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په اړه تر دوو ورځنیو خبرو اترو وروسته د دغه هېواد د وضعیت په اړه د یوه پرېکړهلیک مسوده ترتیب کړه
.
په دې پرېکړهلیک کې د ملکي وګړو په نښه کېدل غندل شوي او له دولتونو غوښتنه شوې چې په خپلو خاورو کې ترورېستانو ته اجازه ورنهکړي.
په دغه پرېکړهلیک کې په همدې اړه د کوم ځانګړي هېواد نوم نهدی اخیستل شوی، خو تر دې وړاندې افغان او امریکايي چارواکو پاکستان تورن کړی چې په خاوره کې یې د ترورېستانو ځالې شته.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ په اعلانولو سره له پاکستان څخه وغوښتل چې دغه پناه ځایونه لهمنځه یوسي.
د ملګرو ملتونو سازمان پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ژورې اندېښنې وښودل شوې.
په دې غونډه کې همداراز د هغه څه په اړه چې د نشهیي موادو د راکړې ورکړې او ترورېستي فعالیتونو ترمنځ یوه قوي رابطه ګڼل شوې ده، اندېښنه وښودل شوه.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په نیویارک کې ترسره شوه.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې د وینا پر مهال د دې پرېکړهلیک د مسودې هرکلی وکړ او هغهیې د افغانستان څخه د نړیوالو د پراخ ملاتړ نښه وبلله.
ښاغلي عبدالله وویل:
"دا پرېکړهلیک د افغان امنیتي ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې د دوامداره ملاتړ اهمیت څرګندوي او پر هغه بیا بیا ټینګار کوي. دغه پرېکړهلیک دغهراز د سولې د هڅو په مشرۍ کې د افغانستان د رول پر مرکزیت هم ټینګار کوي."
په همدې غونډه کې د مالدوا، بریتانیا او ناروې استازو ویلي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د لا ښهوالي لپاره د نړیوالې ټولنې لا ډېر ملاتړ ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې د لسګونه نورو هېوادونو استازو هم د لا ډېر ملاتړ مسئله وړاندې کړې ده.
په دغه سازمان کې د ناروې استازي ویلي چې ګډ هدف د افغانستان ثبات او هم دا دی چې دغه هېواد د ترورېستانو په امن پناه ځای بدل نهشي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان استازې ملیحې لودهي د افغانستان په اړه په دې غونډه کې غوښتي چې په افغانستان کې جګړې د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېږي او زیاتهیې کړه هېڅ لوری نهشي کولای پوځي حل لاره پر مقابل لوري تحمیل کړي.
مېرمن لودهي په همدې حال کې له طالبانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې خبرو ته کېنې.
په دې سازمان کې د عربي متحده اماراتو استازي د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د پرمختیایي مرستو او بشري ملاتړ پر برابرولو ټینګار وکړ.
عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په اقتصادي برخو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو او پروګرامونو او هم د ترورېزم په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د مبارزې یادونه وکړه.