په داسې حال کې چې ګلبدین حکمتیار د حزباسلامي د مرکزي شورا کنګره راغوښتې، عبدالهادي ارغندیوال وايي چې حزباسلامي ګوند په عدلیې وزارت کې د ده په مشرۍ ثبت دی.
نوموړی چې د حزباسلامي د مرکزي شورا د کنګرې د لومړۍ ورځې په غونډه کې هم ګډون نهو کړی، د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د ده او ګلبدین حکمتیار ترمنځ یووالی هم نهدی رامنځته شوی.
دی وايي
:
"تر اوسه یووالی نهدی رامنځته شوی، خو هیله لرو چې هوکړه وشي. په عدليې وزارت کې حزباسلامي زما په مشرۍ ثبت دی، خبرې روانې دي هیله ده چې یوې هوکړې ته ورسېږو او هر څوک چې حزبیانو د رهبر په توګه وټاکه زموږ لپاره به هم د تائید وړ وي."
ګلبدین حکمتیار د چهارشنبې په ورځ د حزباسلامي د مرکزي شورا کنګره راوغوښته چې د مسؤلینو په خبره له ۳۰۰۰ نه زیاتو کسانو پهکې ګډون کړی وو.
دغه کنګره به تر درې ورځو یعنې د جمعې تر ورځې دوام وکړي او تمه ده چې په پای کې یې د حزباسلامي مشر هم مشخص شي.
حکمتیار غواړي د یوه واحد دریځ د رامنځته کېدلو لپاره حزباسلامي بیا منظم کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، تر اوسه حزباسلامي د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ له دوی سره ثبت دی.
د دغه وزارت ویاند امان ریاضت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ عدلیې وزارت کې حزباسلامي د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ او د ۴۶ مؤسسیونو په نوم ثبت کړی، د حزباسلامي په نوم د دوی فعالیتونه غیر قانوني دي، خو که د کوم بل حزب په نوم پروګرامونه لري او غواړي ثبتیې کړي هغه بېل حساب دی، کولای شي کنګره جوړه کړي او خپل رهبر مشخص کړي او بیا د ثبت لپاره راشي."
خو د حزباسلامي د مرکزي شورا ویاند وايي، افغان حکومت تېر کال د حزباسلامي د رهبر په توګه له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.
د دغې شورا ویاند فضل منالله ممتاز ازادي راډیو سره په خبرو کې د عبدالهادي ارغندیوال د خبرو په اړه داسې وویل:
"کله چې د حزباسلامي د پخوانیو غړو ترمنځ په ځانګړي ډول له ارغندیوال صاحب سره خبرې وشوې، ټول په دې توافق لري چې د حزباسلامي امیر ګلبدین حکمتیار دی او د افغانستان حزباسلامي واحد دی او هېڅ ډول تجزیه او انشعاب پهکې نهشته، دغهشان د سولې په هوکړهلیک کې ښاغلی ارغندیوال صاحب هم لاسلیک کړی دی."
ګلبدین حکمتیار د چهارشنبې په ورځ د حزباسلامي د مرکزي شورا د کنګرې د پیل په ناسته کې وویل چې غواړي د یوه واحد دریځ د رامنځته کېدلو لپاره حزباسلامي بیا منظم کړي.
خو په دغې کنګره کې د عبدالهادي ارغندیوال او د ولسي جرګې او د دغه ګوند د غړي اقبال صافي په ګډون د حزباسلامي یو شمېر غړو ګډون نهو کړی.
اقبال صافي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دی به ملي ګټو ته په پام سره د حزباسلامي د غړي په توګه پاتې شي.