د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنهیي ویلي، د تهران او مسکو په ګډو هڅو واشنګټن ګوښه کېدای شي.
نوموړي د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین غوښتي چې د امریکا د ګوښې کولو په لارو چارو کې له ایران سره مرسته وکړي.
د ایران د دولتي رسنیو د خبر پر بنسټ، ایت الله علي خامنهيي له ولاديمیر پوتین سره په لیدنه کې په منځني ختیځ کې د ثبات ټینګولو او د امریکا په ګوښې کولو کې د تهران او مسکو د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده
.
نوموړي زیاته کړې، زموږ په همکارۍ امریکا یوازې کېدای شي، په سوریه کې د امریکا د ملاتړو جنګي ډلو له ماتې څوک هم انکار نه شي کولی، خو امریکا لا هم خپل چل ول ته دوام ور کوي.
ایران او روسیه پر سوریه د بشارالاسد د واکمنۍ ملاتړي هېوادونه ګڼل کېږي.
له بل لوري د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې ویلي، له سیمه ییزې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تهران او مسکو ملګرتیا بېګله جوړېدای شي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د ایران او پنځه جمع یو هېوادونو ترمنځ د شوي اټومي تړون له یو اړخیز مخالفت سره جوړ نه دی.
د نوموړي اشاره، د دغه تړون په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستي دريځ ته وه.