د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پر سیمه ییزو مسلو د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.
ښاغلی ټېلرسن په دغه شپږ ورځني سفر کې پر سعودي عربستان سربېره د سویلي اسیا او جنیوا ته هم سفر وکړي.
اټکل دی چې په سعودي عربستان او قطر کې به د ښاغلي ټېلرسن خبرې پر دې وي چې سيمه کې د ايران له ډېرېدونکي اغېز سره څنګه مقابله وشي
.
نوموړی پر داسې مهال د سعودي پلازمېنې ریاض ته رسېدلی چې په سیمه کې د ایران د منفي نفوذ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
واشنګټن او ریاض دواړه اندېښنه لري چې ایران په عراق او سوریه کې د خپلو ملاتړو ډلو په مرسته، د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.
ښاغلی ټېلرسن به د سعودي عربستان او عراقي چارواکو په یوه ګډه ناسته کې هم ګډون کوي او پر دواړو هېوادونو به غږ کوي چې په سیمه کې د ایران د سیاسي او پوځي نفوذ د مخنیوي لپاره، په خپلو منځو کې همکاري لا پراخه کړي.
واشنګټن تمه لري چې د سیمې ځواکمن سني مذهبه هېوادونه به د رقې او موصل ښارونو په بیا جوړونه کې هم مرسته وکړي، چې د داعش ډلې پر ضد په جګړه کې سخت وېجاړ شوي دي.
سیمې ته د ښاغلي ټېلرسن د سفر یوه موخه دا هم ده چې د قطر او د هغه د ګاونډیو ترمنځ د روان سیاسي کړکېچ د خمتولو په اړه خبرې وکړي.
د سیمې څلور عرب هېوادونه پر قطر تور لګوي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، او له همدې کبله یې پر دوحې یو شمېر بندیزونه لګولي.
د ولسمشر ټرمپ اداره په سیمه کې د خپلو متحدینو ترمنځ دا ډول خپلمنځي جنجالونو اندښمنه کړې ده. خو د بهرنیو چارو وزیر ټېلرسن وایي، دا ستونزه ښایي کوم سملاسي حل ونلري.