افغان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه چوپه خوله دی چې ویلي یې دي، ایران په افغانستان کې له طالبانو سره مرسته کوي.
ټرمپ دغه څرګندونې تېره شپه د ایران په اړه د وینا پرمهال وکړې.
د ښاغلي ټرمپ په وینا، سلګونه امریکایي سرتېري په عراق او افغانستان کې د هغو اورپکو ډلو لخوا وژل شوي چې ایران یې ملاتړ کوي.
د ایران پر حکومت له طالبانو د ملاتړ تورونه له ډېرې مودې راهیسې مطرح کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې له افغان طالبانو د ایران د مرستو په اړه دومره بربنډې څرګندونې کوي
.
ډونالډ ټرمپ تېره شپه د ایران په تړاو د خپلې استراتیژۍ د اعلان پرمهال پر تهران تور پورې کړ چې دده په وینا ترهګرې ډلې پاللي او لا هم مرسته ورسره کوي:
"د ایران رژیم د سپټمبر ۱۱مې تر برېدونو وروسته مهمو ترهګرو ته پناه ورکړه، لکه د اسامه بن لادن زوی. د ایران لخوا ملاتړ شویو ډلو په عراق او افغانستان کې د امریکا سلګونه سرتېري وژلي دي. د ایران دیکتاتور رژيم تېری لا هم دوام لري. دغه رژیم لا هم د نړۍ له مخکښو هېوادونو دی چې القاعده، طالبانو، حزب الله او نورو ترهګرو شبکو ته مرستې برابروي."
ایران جوړې وسلې
خو د افغانستان حکومت د ښاغلي ټرمپ ددغو څرګندونو په اړه څه نه وایي، بي بي سي له ارګ او بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوله، هغوی ونه غوښتل په دې تړاو خبرې وکړي.
د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې د افغانستان د وسلوال پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، داسې اسناد لري چې د افغانستان په لویدیځ کې ایران له طالبانو سره د پوځي امکاناتو مرسته کوي.
جنرال شریف یفتلي وویل له طالبانو سره د ایران د ملاتړ په هکله اسناد هم لري، چې دغه اسناد یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم شریک کړي دي.
خو وړاندې د افغانستان ځینو حکومتي چارواکو په وار وار ادعا کړې چې تهران طالبانو سره مرسته کوي. په وروستي ځل د افغانستان د پوځ ستر درستیز و چې تېره میاشت یې له بي بي سي سره خبرې کولې وویل دوی داسې اسناد په واک کې لري چې ښيي ایران د افغانستان په لویدیځ کې طالبانو ته وسلې او نور پوځي تجهیزات ورکوي.
تېر کال د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې د طالبانو د وسلو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه د دولتي ځواکونو لاسته ولوېده چې وروسته حکومتي چارواکو وویل، په ایران کې جوړ شوي دي.
له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت هم د دغه هېواد کانګریس ته په یوه رپوټ کې، له طالبانو او حقاني شبکې نه د روسیې په ګډون د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران پر ملاتړ اندېښنه ښوولې وه.
خو دغو هېوادونو تل دا ادعاوې رد کړي دي. کابل کې د ایران سفارت د ټرمپ د تازه څرګندونو په تړاو له څه ویلو ډډه وکړه.
طالبانو هم په خپل غبرګون کې د امریکا د ولسمشر څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی له هېڅ یوه هېواد نه مرسته نه ترلاسه کوي.