د ټرمپ د عامه اړیکو مخکني مشري ادعا کړې چې په سپينه ماڼۍ کې دننه ځیني د ولسمشر ټرمپ د پرځولو نیت لري.
انتوني سکراموچي ادعا کړې چې امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ د خپل موقف د ساتلو لپاره باید په خپل حکومت کې ژمن او متعهد کسان وګماري.
ښاغلي سکراموچي د امریکايي تلویزون ای بي سي ته ویل په واشنکټن کې دننه ځیني افراد چې سپینې ماڼۍ سره نژدې روابط پالي د ولسمشر ټرمپ د تګلارې او اجنډا د پلې کولو لپاره لیوال نه دي
.
ښاغلی سکراموچي یوازې د دوو اونیو لپاره د ولسمشر ټرمپ د اړیکو مشر و
سکراموچي پخوا د ولسمشر ټرمپ پر مشر سلاکار، ستفین بنن، او د دفتر پر پخواني مشر، رین پریبوس، سختې نیوکې کړې وې خو نوموړي د یکشنبې په ورځ دا ونه ویل چې په سپینه ماڼۍ کې څوک د ټرمپ د پرځولو نیت لري.
انتوني سکراموچي یوازې دوه اونۍ د ولسشمر ټرمپ د عامه اړیکو مشر و، چې بیا له دندې لېرې کړل شو.
د همدغه کال په پیل کې ولسمشر ټرمپ د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه، تراوسه سپینه ماڼې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.