د افغانستان د هوايي چلند ادارې له یوه فرانسوي شرکت سره د ۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت د رادار د کنټرول او خوندیتوب سیستم د نصبولو تړون لاسلیک کړ.
تړون یکشنبه د اګسټ ۷مه د ولسمشر په شتون کې لاسلیک شو.
د دغه سیسټم پر ساتنې او چلولو به هر کال څه باندې لس میلیون ډالره لګښت راځي.
د رادار د ساتنې او خوندیتوب دغه نوی سیستم M-LAT نومېږي چې په فعالېدو سره به یې د الوتنو خوندیتوب زیات او الوتکې به تر ۲۹ زرو فوټو لوړ الوت وکولی شي.
وې، چې دوه کاله وړاندې یې افغان لوري ته وسپارل شوې
.
د افغان چارواکو د ادعا له مخې، د سیستم د زړېدو له امله یې د افغانستان ټوله هوايي فضا تر کنټرول لاندې نه شوه راوستلی. د هوایي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي وايي، د نوي سیستم پر مټ به د افغانستان ټول هوايي حریم د پردې پرمخ معلوم کړي چې جوخت به ور سره هوايي ټرافیک هم پراختیا ومومي:
"دغه سیستم چې موږ یې نن هوکړه لیک لاسلیک کړ، په نړۍ کې له پرمختللو رادار سیستمونو دی چې جرمني، فرانسه او یو شمېر نور هېوادونه هم ګټه ترې اخلي."
د رسمي شمېرو له مخې، هره ورځ د افغانستان له فضا له ۳۰۰ تر ۴۰۰ الوتکې تېرېږي چې له هرې یوې یې ۵۰۰ ډالره مالیه اخیستل کېده، خو د نوي سیستم په فعالېدو به یې مالیه ۷۰۰ ډالرو ته لوړه شي.
افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د هوايي حریم د مالیې له لارې ۴۰ میلیونه ډالره عاید لرل، خو د نوي سیستم په فعالېدو اټکل دی چې دغه عاید په ۲۰۱۷ کال کې ۵۸ میلیون ډالرو ته لوړه شي.