د قطر د بهرنو چارو وزير د نهې يا سه شبنې په ورځ ویلي کوېت ورته ويلي د قطر امیر دې خپله وېنا وځنډوي او دويې ته دې د کړکېچ هوارولو دپاره وخت ورکړي.سعودي عرب، مصر، بحرېن، متحده عرب اماراتو او يمن قطر سره سفارتي اړيکې قطع کړي دي. په قطر د عرب هېوادونو تور دی چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي خو قطر دغه تور رد کړی.
د قطر د بهرنو چارو وزير شېخ محمدبن عبدالرحمان الثاني عرب خبري ادارې الجزيره ته په يوه مرکه کې ولي چې د قطر امیر شېخ تميم بن حماد الثاني د تازه شخړې وروستو د ګل/يکشنبې په شپه قام ته وېنا کوله او د کوېت د امير په خواست يې ودرولې ده.
د کوېت دولتي خبري ادارې ترمخه د کویت امير شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح په شېخ تيم ټينګار کړی، چې د زغم مظاهره ورکړي او د داسې اقدام څخه ډډه وکړي د کوم نه چې حالات لا پسې نور خراب شي.
شېخ محمد الجزيره ته ویلي د کړکېچ رامنځته کېدو کومه اشاره ورته نه وه، او په مسلو د جي سي سي په غونډه يا تېره میاشت د عرب اسلامک امريکن په غونډه کې بحث کېدی شو.
د بهرنو چارو وزارت د ګل يا یکشنبې په ورځ ويلي دغه اقدام جواز نه لري او بې بنياده تورونه پرې لګول شوي دي.
د امریکا د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د سه شنبې په ورځ ټينګار کړی چې امريکا هيله لري چې فريق هېواودونه به اختلافات د خبرو اترو د لارې د مينځه لرې کړي.
د نيوزي لېند د سفر په وخت هغه ویلي، "زه فکر کوم په سيمه کې هر ملک خپلې ژمنې او ژوند ته اړتيا لري، دویې د خپلو ننګونو او ژوند سره دې ژمنې ته اړتيا لري چې د ترهګرۍ او تُندورۍ مرستې پرې کړي که دويې په نړۍ کې هر چرته ځان ښکاره کړي".
د سفارتي اړيکو قطع کولو سره دغو هېوادونو د يکشنبې په ورځ ویلي ؤ د ګېس نه ډک ملک قطر نه خپله سفارتي عمله رااوباسي او قطر سره يې د هوايي او سمندري لارو تګ راتګ هم قطع کړی دی.
قطر ايئروېز هم اعلان کړی چې سعودي عرب ته به يې الوتکې پرواز نه کوي.
مصر د قطر سفير ته په ۴۸ ساعتونو کې د قاهره پرېښودو او د خليج فارس هېوادونو په ۱۴ ورځو کې د قطر وګړو ته د وتلو ويلي دي.
سعودي عرب چې د يمن په ملاتړ جګړه کې د عرب هېوادونو د اتحاد مشري کوي ويلي يې دي د قطر ځواکونه به د جګړې څخه لرې کړي.