ګوهریني ټکي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبید الله نادر                 

په دي غمـجن ماحـــول کې ګرځم، یو انســان لټوم

چې په ریښـــتني وي انســـــان، داسي جانان لــټوم

چې ورته وســپړې، د زړه او د ضـــــمیر رازونه

د زړه په درد داسـي آشــــــنا، او راز دان لـــــټوم

چې معـــنویت په کـــتو وویني ،دردونه زمـــــونږ

په رمــــوزاتو باندی پـــــوهه، دانایان لـــــــــــټوم

چې یې عالم ته نیت، له بڼې او تندي نه ښــــکاری

داسي دردمن داسي غمخوار، په زړه روښـان لتوم

چې د انســان له یو خبری ،ټول مضـــمون ولولي

له دردمن زړونــــــو با خـــــــــبره،نکته دان لټوم

چې په لیدو یې تازه کیږي، زمونږ روح او روان

زه هـــغه دُر هـــــغه ګوهر، هغه مرجـــــان لټوم

چې معنویت رڼا یې، ســــــترګو کې ځلیږي مدام

د معرفت په شمعی ســــــــوي ، پتـــــــنګان لټوم

چې د همت پروازیې جــګ، تر آســــــمانه رسی

زه هغـــه باز هغه شــــــاهین، هغه طـــیران لټوم

چې له فــــریاده د بلـــــبل ، لوړ الـــهامونه اخلي

زه د فـطرت په دبســـــتان کې، داسي ځوان لټوم

چې اشــارت د زمانی نه د عـبرت اخــــلي درس

په معرفت باندی سمــــــــبال ، یو حـکـمتدان لټوم

چې نا علاجه رنـځ نه ووځـي، دا ویده قــــــامونه

د رنځ عـلاج ته مـــــو دردمنه، طبــــــیبان، لټوم

چې اسـارت د دیو و دَدَ څـــــــخه مو وکاږي نور

هم یو زړه ســـــــوانده فـــــــداکاره،مهـــربان لټوم

چې د مــراد و سـر مـنزل ته، دا کشتۍ کړي سمه

په علمــیت، داســـــي ښـــاغلي، عـالـــــــمان لټوم

چې مو روښـانه کړي باطن، په ګــوهرینو ټــــکو

داسي دردمن ، په زړه خوږمن صــاحــبدلان لټوم

په هر اداُ چـــې د پوهـــــــنې وي ، وینایې سمبال

یو نکته فــــهمه، نکــته رســــــــه، ســـخندان لټوم

دې بی هـــــــنرو رانه ورکــــه کړله، لاره د ژوند

چې له خپل ځانه بیګانه شــوم او خــــپل ځان لټوم

د ځـــان ځــانۍ په بی درمــانه رنځ، اخـته قامو ته

د معرفت په روښـــــــــنايی ، ورته درمـــــان لټوم

چې تل روان وي د الفـــــــــت او محـــبت په لارو

دي بیدیا کې ،د اخــــلاص هـــــغه کاروان لـــــټوم

چې آئینې په شان روښــــان یې وي ظاهر او باطن

چې حــــــق په لاره وي روان داسي یاران لــــټوم

چې بیا ژوندي شي ، زمونږ تیر د عظمت وختونه

زه هغه وخت هــــغه دوران، هــــغه زمان لــــټوم