ډفي: کله چې نشه شوم او وتښتول شوم

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سندرغاړې ډفي د څلورو اونیو له خپل هغه مصیبت پرده پورته کړه، چې څنګه خپل کور کې نشه ور کړل شوې وه، جنسي تېری پرې وشو او بیا یوه بل هېواد ته یووړل شوه.

دا لومړی ځل دی چې د خپلې دې بوږنوونکې پېښې په هکله تفصیل سره خبرې کوي، چې له امله یې ان دا د خلکو له سترګو لرې کړې وه

.

هغې لیکلي: "جنسي تېری لکه مړی چې ژوند کوي، ته په ژوند مړه یې".

دا زیاتوي: "زه یوازې دومره ویلی شم چې بېرته مې د خپل دړې وړې شوي ځان راسمولو خورا ډېر وخت ونیوه، دومره ډېر چې ته وایې هېڅ پای نه لري".

د ډفي د ۲۰۰۸ کال البوم په غوره پلورل شویو کې و او درې برتانوي او یو جرمن ایوراډونه یې وګټل، خو پر ۲۰۱۰ کال د دویم البوم تر خپرولو وروسته ناڅاپه ورکه شوه.

هغې دا اوږده کیسه- چې د بریدګر نوم یې پکې نه دی ښودلی- یوه میاشت له هغه وروسته لیکلې چې د پېښې لومړني جزییات یې پر انسټاګرام خپاره کړل.

هغې لیکلي:‎ "زما د زوکړې ورځ وه، هوټل کې نشه کړل شوم، بیا د څلورو اونیو لپاره نشه وم او یوه بل هېواد ته وړل شوې وم".

نوموړې زیاتوي: "الوتکې ته پورته کېدل او بیا د موټر ډګۍ کې وړل مې یاد نه دي، هوټل کې واچول شوم او مجرم په ما جنسي تېری وکړ".

دا ستورې وايي، له دې وېرې چې ښايي بېرون وغورځول شي، نو د تېښتې فکر یې وکړ، خو هغه کس ووېروله چې پولیسو ته به زنګ ووهي:

"نه پوهېږم هغه ورځې مې ځنګه وزغملې، خو د یو څه شتون حسوم چې ژوندي پاتېدو کې یې را سره مرسته وکړه".

 

ژوند په خطر کې

هغه وايي، بیا برتانیا ته ستنه کړل شوه: "خو پوهېدم چې ژوند مې ښکاره خطر کې و، ځکه هغه مې وژلو ته پټ ګواښونه برابر کړي وو".

پولیسو ته تګ یې خوندي نه باله: "احساسول مې که یوه تېروتنه هم وشي، نو وبه وژل شم، او هغه به وژلم. دا خطر مې نه شو منلی چې ناوړه وکارول شم او زما د خطر په وخت به دا هرڅه خبرونه وي".

هغه وايي، وروسته د ځانوژنې له لوی خطر سره مخ وه:

"ما به څوک نه لیدل، ان یو فزیکي جسم، ځینې وخت د اونیو اونیو او اونیو لپاره یوازې وم.

"ما به پایجامه اېستله او اور ته به مې اچوله، بیا به مې بله اچوله، وېښتان مې نه ږمنځول او ججغ به ولاړ وو، ځورولم یې ځکه مې ټول پرې کړل".

"په پټېدلو او خبرې نه کولو سره مې جنسي تېري ته اجازه ور کړه چې را سره ملګری وي".

 

ډفي وايي، په دې یې هم غور کړی و چې نوم بدل او ځان ورک کړي او ان بل هېواد کې ژوند وکړي.

هغه لیکي: "ما فکر کاوه چې خلکو ته به زما د کیسې رسېدو سره یو مخ زما ژوند تباه شي، په عاطفي ډول چې ما خپله کیسه پټوله، نو لا مې خپل ژوند تبا کاوه. باوري شوم چې سندرې نه کول مې وژني".

وروسته پرېکړه کوي، چې هر څه ښکاره کړي: "ځکه باید پیاوړې اوسم او دا هرڅه ښکاره کړم او له ټولو وېرو سره مخ شم. دا مې احساس کړه چې ځان محوه کولی نه شم، ژوند کوم، ځکه باید یو مخ صادقه اوسم او په عاقبت باور ولرم".

نوموړې په پای کې دې نتیجې ته رسېږي: "دا لسیزه شاته پرېښودلی شم، چې تېر ور پورې تړلي، هیله منه یم نور دا ونه پوښتل شي چې ډوفي ته څه پېښ شول، اوس ته پوهېږې... زه ازاده یم".