د هند نامتو هنرمند عدنان سمیع وايي پښتون او له افغانستان یم

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هندوستان وتلی سندرغاړي عدنان سمیع د نوي کال په لومړۍ ورځ خپلو مینوالو ته په پښتو او دري ژبه ښکلې سندرې ډالۍ کړې

.

نوموړی په یوه مرکه کې وايي چي دده نيکه د شا امان الله خان په وخت کښي د هرات ولایت والي ؤ، چي په افغانستان کې د حالاتو په بدلون ددوی کورنۍ پاکستان ته کډه وکړه، او بیا له هغه ځایه انګلستان ته په کډه شول. عدنان په انګلستان کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. وروسته عدنان سمیع د هنري زده کړو دپاره هندوستان ته کډه وکړه. د عدنان بشپړه مرکه په لانې ودیو کې واورئ، همدارنګه د هغه لومړنۍ پښتو سندره چې شعر يې ښاغلي پرهیز شګیوال د عدنان په غوښتنه لیکلی.  

عدنان سمیع، چي د هندوستان هیواد یو له مشهوره سندرغاړو څخه شمېرل کیږي، په خپلو خبرو کي ئې د افغانانو یو زړه د نوري دنیا له زرګونه زړونو سره تشبیه کړ.

هغه وویل د افغانستان خلګ دومره مینه ناک دي، چي که دوی ته لږ مینه ورکړې، نو خپل ژوند درته بخښي.