هغه ښځه چې میلیاردونه ډالر یې غلا کړل او لادرکه شوه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
روجا اګنوټووا ځان ته د "کرپټو کوین" یا ډیجټلي کرنسۍ ملکې لقب ورکړی و. نوموړې خلکو ته ویل، داسې یوه ډیجټل کرنسي یې رامنځته ‏کړې ده چې کولای شي بېټکوین سره سیالي وکړي. خلکو هم پرې باور کاوه او په دې پروژه کې یې میلیاردونه ډالره پانګونه وکړه
‎.‎
خو دوه کاله وړاندې روجا ناڅاپه لادرکه شوه، او تر نن ورځې بیا چا نه ده لیدلې‎.‎
د نوموړې پروژه په ۲۰۱۴ کال کې پیل وه، اصله کیسه په ۲۰۱۶ کال کې هله ګرمه شوه چې د ډاکټرې روجا اګنوټووا په نامه یوه ۳۶ کلنه ښځه ‏د لندن په وېمبلي تالار کې پر دریځ راڅرګنده شوه‎.‎
روجا ګرانبیه کمیس اغوستی و، شونډې یې سرې وې او اوږدې د الماسو والۍ یې له ورایه ښکارېدې‎.‎
په تالار کې راټولو خلکو ته یې وویل، ډېر ژر به یې کرنسي په نړۍ کې تر ټولو ځواکمنه او پراخه ډیجټلي کرنسي وي، داسې کرنسي چې پر مټ ‏به یې هر څوک وکولای شي د نړۍ په هر ګوټ کې د پیسو تبادله وکړي‎.‎
هغه مهال بېټکوین د نړۍ تر ټولو لویه ډیجټلي کرنسي وه، او په دېر کم وخت کې یې خورا ډېر ارزښت ترلاسه کړی و. خلک هم د ډیجټل ‏کرنسۍ په اړه دې وضعیت ته خوشحاله وو او هر چا پکې پانګونه کوله، ځکه نو د ډېرو لپاره د روجا اګنوټووا پروژه هم یو نوی فرصت و‎.‎
روجا خپلې کرنسۍ ته د "ون کوین" نوم ورکړی و. نوموړې ویل، دا کرنسي به بېټکوین مات کړي او بیا به څوک د بېټکوین نوم هم پر خوله ‏وانخلي‎.‎
د نړۍ له هرې برخې خلکو په دې نوې پروژه کې پانګونه پیل کړه او هیله یې دا وه چې د یوه نوي انقلاب برخه و اوسي‎.‎
هغه اسناد چې بي بي سي ته رسېدلي، ښیي چې یوازې په برتانیا کې خلکو په لومړیو شپږو میاشتو کې د روجا په دې پروژه کې کابو ۳۰ میلیونه ‏ډالره پانګونه وکړه‎.‎
خو یوازې برتانیا نه وه. له پاکستانه تر برازیل، له هانګ کانګه تر ناروې، له کاناډا تر یمن، ان له فلسطینه هم خلکو خپله شتمني په دې پروژه ‏کې بنده کړې وه‎.‎
خو د لویو شعارونو او ژمنو سره سره بیا هم داسې حس کېده چې څه نا څه جنجال شته. ناخبره خلکو تمه کوله چې پانګونه به یې ژر په ګټه بدله ‏شي او نغدې پیسې به ترلاسه کړي‎.‎
خو دا چاره وځنډېده او له دې سره پانګوال هم یو څه اندېښمن او ناکراره شول‎.‎
بلاخره د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې د پرتګال په لېزبن ښار کې د دې پروژې په یوه لویه غونډه کې خبره بربنډه شوه‎.‎
تر دې دمه روجا اګنوټووا هر وخت هرې غوڼډې ته پر وخت رسېده او کارونه یې ټول منظم وو. خو پر هغه ورځ د غونډې د ګډونوالو د تمې ‏برعکس روجا را ښکاره نشوه‎.‎
د غونډې جوړوونکو په وارخطایۍ یو خوا بل خوا زنګونه ووهل او حال یې ولېږه، خو د روجا درک نه و. ان خپل دفتر یې هم نه و خبر چې ‏چېرې ده‎.‎
ځینو سره دا اندېښنه وه چې ښایي چا وژلې یا برمته کړې وي. دوی فکر کاوه چې روجا د بانکونو په سترګو کې ازغی و، نو کېدای شي هغوی ‏پرې څه کړي وي‎.‎
خو حقیقت دا و چې روجا د ځمکې له مخې لادرکه شوه. د اېف بي ای اسناد ښیي چې نوموړې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۵مه نېټه له ‏سوفیا ښاره په یوه الوتکه کې یونان ته روانه شوه‎.‎
هغه الوتکه له هوا ترۍ تم شوه، او له هغې ورځې وروسته روجا بیا هېچا نه ده لیدلې‎.‎